واشنګټن ـــــ له یوې بهرنۍ ورځپاڼې سره کارکوونکی افغان اصله امریکایي خبریال علي لطیفي په کابل کې طالبانو نیولی دی، خو طالبانو لا نه د هغه نیول تایید کړي او نه یې د نیولو څه جرم معلوم دی. پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کسانو د هغه د نیولو په خلاف غبرګون ښکاره کړی دی.
د امریکا حکومت لا د هغه د نیول کېدو په اړه څه غبرګون نه دی ښکاره کړی.
د هغه د نیول کېدو خبر د مخکیني افغان ولسمشر اشرف غني کشر ورور حشمت غني ورکړی او هغه پر خپل ټویټر لیکلي چې علي لطیفي د طالبانو پولیسو د کابل په شپږمه ناحیه [ضلع] کې نیولی دی:
"هغه زما له کوره تر تلو درې ګنټې وروسته نیول شوی او د دروغو تور پرې لګول شوی چې هغه په نشه کې وو، د خبریالانو ټوله ټولنه خبره ده چې هغه شرابو ته لاس هم نه دی وروړی".
Ali Latifi one of our well known journalist was picked up by district 6 police after leavening my house 3 hr ago falsely accused of being drink entire journalist community know he doesn’t touch Alcohol. I been assured senior taliban leadership that he would be released tonight
— Hashmat Ghani (@GhaniHashmat) May 18, 2023
طالبانو لا د علي لطیفي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي، خو حشمت غني وایي د طالبانو مشرانو ورته ډاډ ورکړی چې هغه به نن د شپې بیرته خوشي کړل شي.
علي لطیفي دا مهال د عرب اماراتو له «دي نېشنل نیوز» ورځپاڼې سره کار کاوه، دې ورځپاڼې په یو بیان کې اندېښنه ښکاره کړې چې د طالبانو تر نیول کېدو وروسته له هغه سره رابطه نه کېږي او "د خوندیتوب په اړه یې ویره په زیاتېدو ده".
حشمت غني په یو بل ټویټ کې ویلي چې علي لطیفي په یوه ویډیو کې طالبانو ته ویلي دي، چې تېره شپه یې د ده په کور کې شراب څښلي وو. دا ویډیو تر اوسه مخې ته نه ده راغلې. حشمت غني وایي:
"پر ما د شرابو څښلو غلط تور لګولی، زه د طالبانو له مشرانو غواړي چې سمدستي د ای سي آر سي [نړیوال سره صلیب ادارې] یا نورو ټیم را ولېږي او زما وینه وګوري، دا بې بنیاده تورونه دي".
Ali Latifi has stated on video to Taliban that he consumed alcohol last night in my house, wrongly accusing me of drinking, i would like to request leadership of Taliban to immediately send a team from ICRC & others to test my blood right way these are baseless allegations.
— Hashmat Ghani (@GhaniHashmat) May 19, 2023
«دي نېشنل نیوز» وایي لطیفي له دوی او ګڼ شمېر نورو نړیوالو رسنیو سره کار کاوه، له دې کبله مشهوره خبریال وو او د تېرې یوې لسیزې زیاته موده یې په افغانستان کې تېره کړې ده.
ورځپاڼه وایي هغه چې د پنجشنبې- زیارت په ماخوستن شاوخوا نهه نیمې بجې نیول شوی خپلوان او ملګري له هغه سره رابطه کوي خو وایي ټیلیفون یې جواب نه وایي او ګومان کوي چې موبایل به یې طالب چارواکو ترې اخیستی وي.
د «دي نېشنل نیوز» یو بل خبریال سلیمان حکیمي یو تازه ټویټ کړی او وایي ده له خپل همکار لطیفي سره په ټیلیفون لنډې خبرې وکړې او هغه ورته وویل چې د پولیسو په بند کې دی خو روغ جوړ دی.
I spoke to Ali Latifi an hour ago briefly on the phone. He remains in police custody but he told me he is okay.
— Sulaiman Hakemy (@SulaimanHakemy) May 19, 2023
طالبانو په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې په لسګونو خبریالان، د بشري حقونو او د تعلیم د برخې فعالان نیولي چې ځینې یې تر څه مودې وروسته بیرته خوشي کړي خو ډېر لا هم ورسره بندیان دي.
افغان اصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي له جنوري میاشتې راهیسې د طالبانو په بند کې دی. د بې پولې خبریالانو تنظیم ویلي، بهبودي په داسې حال کې ونیول شو چې غوښتل یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارته د خپل کار لپاره مطبوعاتي اجازتنامه ترلاسه کړي.
طالبان چې د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان بیا واکمن شوي په رسنیو باندې یې بندیزونه زیات کړي او له افغان خبریالانو سره سره د بهرنیو رسنیو خبریالان هم نه شي کولای چې په دې هېواد کې په ازاده توګه کار وکړي او پر هره موضوع د حقایقو په بنیاد رپوټونه جوړ کړي.