په اوکراين کې د اوبو بند الوځول شوی، ماسکو او کیف یې تور په یو بل پورې کړی

واشنګټن- اواکرين او روس په يو بل تورونه لګوي چې د اوکراين سويلي برخې کېرسن ته نزدې يې د اوبو بند الوځولی. ياده سيمه د روسي ځواکونو په ولقه کې ده.

روسي ځواکونو په عجله توګه خلکو ته خبرداری ورکړی چې د ډېنېپرو سيند په غاړه اوسېدونکي دې ځان خوندي ځايونو ته اوباسي.

د پېښې وروستو د اوکراين صدر ويلاډيمير زېلېنسکي د ملک د دفاع او ملي امنيت د غړو بيړنۍ غونډه راغوښتلې چې د صورتحال جاج واخلي.

زېلېنسکي په يو ټويټ کې ويلي “د کاوخوکا بند الوځول نړۍ ته د دې خبرې تصديق کوي چې روسي ځواکونه د اوکراين د خاورې د ګوټ ګوټ نه ويستل اړين دي”.

هغه وايي “يو ميټر زمکه ورته پرېښودل نه دي پکار ځکه دوی هر ميټر د ترهګرۍ د پاره کاروي. دا يواځې د اوکراين په برياليتوب پورې ده چې امن بيرته راشي. دا برياليتوب به راځي او ترهګر به ونه توانيږي چې په اوبو، ميزايلو او لا نور څه د اوکراين مخه ونيسي”.

د اوکرين د صدارتي انتظام مشر اينډري يرمک په ټيلي ګرام ليکلي د روس د ډيم الوځول چاپېريال وژنه ده او جنګي جرم دی. روسي چارواکي وايي بند د اوکرايني ځواکونو د بریدونو د لاسه زيانمن شوی.

د بند په ماتولو د متحده قامونو د بشري حقونو څانګې په خپل ټويټ کې ويلي د ډيم تباه کولو په زرګونو ولسي خلک د خطر سره مخ کړي چې ډېر پکې نه کور لري او د بشري مرستو ډېر حاجتمند دي.

د نيټو سيکرټري جنرل جېنز سټولټنبرګ ويلي د ډيم تباه کول ډېر قهر پاروونکی کار دی چې يو وار بيا په اوکرين کې د روسي ځواکونو د ظلم څرګندونه کوي.

د يورپي کونسل صدر چارلز مېشل ويلي په دې غير متوقوع حمله ډېر خفه شوی او کونسل به دا پېښه د دې مياشتې په غونډه کې څېړي. هغه په ټوېټر ليکلي د ولسي لويو ودانیو تباه کول د جنګي جرمونو پاټکی دی او دوی به روس او د هغه لاسپوڅي د دې ذمه وار بولي.

د زاپورېژيا ايټمي پاور پلانټ کارمند اينرګوټوم په ټيلي ګرام ويلي د پلانټ د پاره د بند ماتول به بدې اغېزې ولري شي خو وايي دا وخت صورتحال قابو کېدلی شي.

د نړيوالې ايټمي توانايۍ ايجنسۍ مشر رافيل ګروسي د بورډ اف ګورنرز غونډې ته ويلي د کوم ډنډ اوبه چې د پلانټ د يخ ساتلو د پاره پکاريږي هغه تر ډېره حده کمې شوي او په ټولو خواوو يې غږ کړی بايد داسې ځايونه وساتي. هغه وايي راروانه اوونۍ به د نزدې نه د پلانټ جاج واخلي چې روس د يرغل په پيل کې نيولی دی.