واشنګټن ــــ په پښتونخوا کې د جبري بې درکه خلکو لپاره مبارزه کوونکی د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی عالمزېب مسید او د هغه وراره په ډېره اسماعیل خان کې پولیسو نیولي او پرون عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته یې تور پورې کړ چې پولیسو پرې "سخت تشدد" کړی دی.
پر ټولنیزو رسنیو د دوی خلاف د درج شوې مقدمې ایف ای آر خپور شوی چې پکې پولیسو پر عالمزېب مسید او د هغه پر وراره محمد سجاد باندې د 1030 کیلوګرامه چرسو د ساتلو او خرڅولو تور پورې کړی دی خو هغه وایي تش د انساني حقونو لپاره د اواز اوچتولو په تور نیول شوي دي. وي او اې ډیوه د پولیسو له سرچینو لا دغه ایف ای آر نه دی تایید کړی.
پولیسو دواړه د شنبې- خالي په ورځ په ډېره اسماعیل خان کې عدالت ته وړاندې کړي او عدالت ویلي چې د دوی خلاف مقدمه به د جون پر 20مه پیلېږي. عالمزېب مسید له عدالته بهر رسنیو ته په یوه ویډیو کې ویلي:
"موږ یې پرون [د جون پر 16مه] تش د انساني حقونو لپاره د ږغ اوچتولو په تور نیولي یو او صرف د دې لپاره یې سخت اذیت راکړ، چې د انساني حقونو لپاره له اواز اوچتونو لاس واخلو".
انسانی حقوق کارکن ،جبری گمشدگیوں اور لینڈ مائینز کے خلاف ایک مؤثر آواز عالمزیب محسود پر منشیات جیسا کیس بنانا انتہائی شرمناک عمل ہیں۔لگتا ہے حافظ صاحب نے اپنی پوری توجہ اب PTM پر کر دی ہیں.PTM رہنما اورہمارے دوست عیدالرحمن،زکیم اور جلال ابھی تک جبری لاپتہ ہیں۔#ReleaseAlamZaib pic.twitter.com/XCbIXdyZNj
— Moniza Kakar (@Moni_Kakar) June 17, 2023
په ډېره اسماعیل خان کې د پي ټي ایم یو مشر مصطفی چمتو مشال رېډیو ته ویلي، پولیسو د جمعې په شپه د عالمزیب مسید په کور چاپه وهلې، هغه او د هغه یو رشته دار یې نیولي دي. چمتو تور پورې کړی چې پولیسو د عالمزېب له کوره موبایلونه هم وړي دي.
پولیسو په مقدمه کې تور پورې کړی چې د پولیسو یو افسر د ډېره اسماعیل خان پر چشتي سړک باندې ګزمه کوله او هغه تاڼې ته خبر ورکړی چې هلته دوه کسان دي چې زیاته اندازه چرس ورسره دي او د خرڅلاو په نیت یې چرته وړي، وایي کله چې پولیس ورغلو دوه کسان سړک ته نیژدې ناست وو او سپینه کڅوړه ورسره وه او په هغه کې چرس وو.
د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ مشر محسن داوړ د عالمزېب مسید خلاف مقدمه "جعلي" ګڼلې او پرون یې قومي اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي، چې "موږ له تېرو 75 کلونو راهیسې په همدې دایره کې را څرخېږو".
PTM%27s Alamzaib Mehsud & his nephew were arrested after a raid on his house last night. They have been charged with possession of chars in a fake FIR. We have been going around in a same circle for 75 years. How can the economy improve with so much chaos & uncertainty? #Sharamnak pic.twitter.com/6hfMWIhgAQ
— Mohsin Dawar (@mjdawar) June 17, 2023
عالمزېب مسید له عدالته وروسته د پولیسو موټر ته د ختلو په وخت په ویډیويي خبرو کې په طنزیه انداز وویل، "اوس یې په موږ باندې د 1000 ګرامه چرسو مقدمه کړې ده، رانا ثناءالله اوس باید پوه شي چې کومه مقدمه یې په ده باندې جوړه کړې وه هغه اوس په ما باندې هم جوړېږي".
عالمزېب مسید د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر رانا ثناءالله خلاف د 2019م کال د جولای هغې مقدمې ته اشاره وکړه، چې د عمران خان د حکومت په مهال د پاکستان د نشه یي موادو خلاف ادارې اې این ایف پرې جوړه کړې وه او تور پورې کړی وو چې د هغه له موټره یې 15 کیلوګرامه هیروین تر لاسه کړي دي. د تېر کال په دسمبر کې د لاهور یو عدالت هغه په دې مقدمه کې بري کړی وو.
پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو د عالمزېب مسید او د هغه د وراره نیول غندلي او د هغه د خوشي کېدو لپاره یې د «عالمزېب خوشی کړئ» په نوم هېشټېګ هم پیل کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تور پورې کړی چې عالمزېب او وراره یې "د پاکستان خیفه ادارو نیولي، تشدد یې پرې کړی" او د ده په وینا وروسته یې بیا "پولیسو ته سپارلي چې د چرسو دروغجن ایف ای آر" پرې درج کړي. ښاغلي پښتین پر ټویټر لیکلي:
2/2علمزیب اور اسکے بانجے کو پاکستانی خفیہ اداروں نے گرفتار کئے،ان پر تشدد کیا اور پھر پولیس کو حوالے کئے کہ اس پر چرس کا جھوٹا FIR کرو۔فوج ظالم ہے مگر موجودہ حکومت بھی اس ظلم میں بھرپور ساتھ دے رہی ہے۔ہم اپنے مظلوم پشتون عوام کی حقیقی ترجمانی اور ظلم کے خلاف مزاحمت کرتے رہینگے https://t.co/I7CUvMPisY
— Manzoor Pashteen (@ManzoorPashteen) June 17, 2023
"پوځ ظالم دی خو اوسنی حکومت هم ورسره په دې ظلم کې پوره مرسته کوي".
د پاکستان پوځ لا دغو تورونو ته څه جواب نه دی ویلی او تر دې مخکې یې هم د پي ټي ایم د مشرانو په نیولو کې د لاس لرلو په اړه څه نه دي ویلي. پوځ په وار وار تور پورې کړی چې د پي ټي ایم مشران په خپلو ویناوو کې خلک د پوځ په ضد پاروي.
په امریکا کې مېشت سیاسي څېړونکي ډاکټر محمد تقي د عالمزېب د نیولو پړه د پاکستان ډیموکرېټک موومنټ پر ایتلافي حکومت ور اچولې او وایي باید د مارشلا د سي ټیم په توګه لوبېدل دې ودروي او عالمزېب دې خوشی کړي. ډاکټر تقي پر ټویټر لیکلي:
"د پي ډي ایم حکومت د چرسو په جعلي تورونو د عالمزېب غوندې د بشري حقونو د دفاع کوونکي په نیولو سره څه پیغام ورکول غواړي؟ آیا دا پیغام چې پخپل کنټرول کې نه دی او که دا چې له پوځ سره ملګری دی؟".
What message the PDM government wants to send by arresting human rights defenders like @AlamZaibPK on fabricated petty narco charges that it is not in control or is in cahoots with the army? PDM must stop acting like martial law’s C team & #ReleaseAlamZaibpic.twitter.com/oV37zD3fxu
— Mohammad Taqi (@mazdaki) June 17, 2023
د پاکستان مرکزي حکومت او د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله تر اوسه د عالمزېب مسید او د هغه د وراره د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
عالمزېب مسید د پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ښخو ماینونو د ایستلو او د جبري بې درکه کسانو لپاره کار کاوه. د پي ټي ایم د مشرانو په وینا ښاغلي مسید په تېرو څو کلونو کې د هغو سلګونو کسانو په اړه معلومات را غونډ کړي چې د دوی په وینا له بېلابېلو قبایلي سیمو په جبري توګه لادرکه شوي دي.
عالمزېب مسید د 2019م کال په جنورۍ کې هم پولیسو په کراچۍ ښار کې په دې تور نیولی وو چې وایي هغه په یوه جلسه کې د پوځ خلاف خبرې کړې وې. هغه تر شاوخوا نهو میاشتو بند وروسته عدالت په ضمانت خوشي کړی وو.
عالمزېب مسید د خپل بند ټول داستان لیکلی او دغه کتاب په اردو کې د «میں ملزم نہیں مدعی ہوں» په نوم چاپ شوی وو او څه موده وروسته د «زه ملزم نه، مدعي یم» په نوم پښتو ته هم ژباړل شوی او په پېښور کې «کتاب کور» ادارې چاپ کړی وو، خو د پاکستان امنیتي ادارو دغه کتاب ترې وړی وو.
عالمزېب مسيد په دې 105 مخه کتاب کې په کراچۍ کې د ځان د نيول کېدو، د زندان د ورځو شپو، د لادرکه کسانو د ورکېدو د پیل او سببونه، پر ولسي خلکو د تشدد، د مځکنيو ماينونو خلاف د خپلو هلو ځلو، پر امنتي پوستو له عامو خلکو سره د چلند او د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.