چین بیا په ملګرو ملتونو کې د پاکستاني توندروه ساجد امیر د نړیوال ترهګر نومول کېدو مخه نیولې

واشنګټن ـــ چین په ملګرو ملتونو کې یو ځل بیا د پاکستاني توندروه ساجد میر د نړیوال ترهګر نومول کېدو مخه نیولې او هند ورباندې سخته نیوکه کړې، وایي دا ښکاره کوي چې د ترهګرۍ په ضد نړیوالو هڅو کې خامۍ دي.

دا په یو کال کې پینځم وار دی چې چین له خپل ویټو قوته په ګټې اخیستلو د ساجد میر د نړیوال ترهګر نومول کېدو مخه نیسي او دا کار یې په داسې وخت کړی چې د هند وزیراعظم نریندرا مودي د امریکې په سفر دی.

45 کلن ساجد میر د پاکستان له لشکرِ طیبه ډلې سره تړاو لري او پر هغه تور دی چې د 2008م کال د نومبر پر 26مه د ممبۍ د بریدونو په پلانولو کې یې لاس درلود، په دغو بریدونو کې 175 تنه وژل شوي وو.

هندي رسنۍ وایي چین د نهې- سه شنبې په ورځ د امریکې او هند له خوا هغه وړاندیز ویټو یا رد کړ، چې غوښتل یې ساجد میر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د 1267 د القاعده د بندیزونو کمېټۍ په بنیاد د نړیوال ترهګر په توګه په تور فهرست کې شامل کړي او د هغه اثاثې کنګل او پر سفیر یې بندیز ولګول شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د چین پر دې اقدام سختې نیوکې کړې دي او د شورو- چارشنبې په ورځ یې په یو بیان کې ویلي:

"که موږ د داسې ترهګر مخه نه شو نیولای چې نړۍ ته ترې خطر دی نو د ترهګرۍ د چېلنج په ضد له اخلاصه ډکې جګړې لپاره سیاسي اراده نه شته".

هندوستان وایي "که د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ګڼ شمېر غړو ملکونو پر تایید باوجود په تور فهرست کې د یو ترهګر د اچولو په اړه قرارداد نه منظورېږي نو موږ دا باور کولای شو چې د ترهګرۍ په ضد نړیوال نظام کې خامۍ دي".

ساجد میر د ممبۍ بریدونو له کبله هندوستان ته زیات مطلوب دی او د امریکې حکومت هم د هغه پر سر 50 لکه ډالر انعام ایښی دی.

د پاکستان حکومت د مبینه لاهوري ترهګر ساجد میر په اړه څه موده مخکې ویلي وو چې هغه وژل شوی دی، خو د تېر کال په مې میاشت کې د هغه له نیول کېدو او بیا تر یوې میاشتې په کمه موده کې له مقدمې چلېدو وروسته هغه ته د 15 کلونو بند سزا واورول شوه او دا مهال هغه د لاهور په کوټ لکپت جېل کې بندي دی.

د ساجد میر نوم لومړی ځل په 2002م کال کې هغه وخت را پورته شو چې د امریکې په ویرجینیا ایالت کې یې د خپلو ملګرو په مرسته د پوځي وسایلو د اخیستلو هڅه وکړه.

د 2011م کال په اپرېل کې د امریکې د شیکاګو یو عدالت ساجد میر د ممبۍ په بریدونو کې د امریکايي وګړو د وژلو ذمه وار وګاڼه او د هغه د نیولو امر یې وکړ. د نه نیول کېدو له کبله هغه د ایف بي ای په تر ټولو مطلوب فهرست کې شامل کړی شو.

یادونه:- د رپوټ ډېر معلومات له وي او اې اردو را اخیستل شوي دي.