نن شاوخوا دوه میلینه مسلمانان د حج په مراسمو کې د عرفات غونډۍ ته خېژي

نن د حج په دویمه ورځ شاوخوا دوه میلینه مسلمانان د حج په مراسمو کې د عرفات غونډۍ ته خیژي.

د لیبیا حاجي عبداللطیف عبدالوهاب د حج د مراسمو په پای کې پر عرفات غونډۍ د خپلې کورنۍ له کسانو سره لمونځ کوي.

حاجیان د سه شنبې- نهې په ورځ د سعودي عرب مکې ښار ته نیژدې د حج د مراسمو په دویمه ورځ په عرفات کې له نیمره جوماته بهر لمونځ کوي.

د ایران مسلمانان د حج په دویمه ورځ په عرفات کې را غونډ دي.

نن حاجیان د حج په مراسمو کې عرفات غونډۍ ته خېژي او په عرفات کې له نیمره جوماته بهر را غونډ دي او د ډېرې ګرمۍ له کبله یې پر سرونو چترۍ نیولې دي.

په مکه کې د رحم غره ته نیژدې د عرفات په میدان په حج کوونکو باندې وړیا خواړه وېشل کېږي.

یو ځوان د حج په مراسمو کې د عرفات په میدان د رحم غره ته نیژدې خپله مور په ویل چېر کې ګرځوي او د حج مراسمو پرې ادا کوي.

یوه سپین سرې مسلمانه ښځه د عرفات پر غونډۍ عبادت کوي.