پېرس: پولیس 17 کلن ځوان وژلی، په ضد یې له تشدده ډک احتجاجونه، 40 زره پولیس امنیت ته وربلل شوي

واشنګټن ــــ د فرانس په مرکز پېرس او نورو ښارونو کې په تېرو دوو ورځو کې له تشده ډکې مظاهرې شوې دي او د شورو- چارشنبې د ورځې هغه پېښه یې غندلې ده چې پولیسو یو اوولس کلن ځوان د ټرېفیک اصولو د سرغړونې له کبله وژلی وو.

وژل شوي ځوان کورونو ته د خوړو رسولو د ډرایور په توګه کار کاوه او په دې ورځ کار ته تر روانېدو مخکې یې مور ته ویلي وو، "مورې پر ما ګرانه یې". د وژل شوي ځوان مور ویلي، ټول پولیس ځواک نه ملامتوي، یواځې هغه افسر ګرم دی، چې د دې پر زوی یې ډزې کړې دي.

احتجاج کوونکو له قهره ډکې مظاهرې کړې دي او ګڼ شمېر ودانیو او موټرو ته یې اور اچولی دی چې له کبله یې د فرانس حکومت د امنیت لپاره 40 زره پولیس ګومارلي او تر اوسه یې تر 600 زیات کسان نیولي دي.

د اې پي‌ د رپوټ له مخې په احتجاجونو کې پولیس عسکر هم ټپیان شوي دي او وایي نیژدې 100 ودانیو ته زیان اړول شوی دی.

د فرانس صدر ایمانویل میکرون، د کورنیو چارو وزیر او نورو چارواکو د پنجشنبې- زیارت په ورځ په دې اړه یوه بیړنۍ غونډه کړې ده، صدر میکرون ویلي چې د تشدد هیڅ جواز نه شته او وایي دا د "یاد او احترام" وخت دی.

د شورو- چارشنبې په ورځ پېرس ته څېرمه په نانټېر سیمه کې پولیسو یو اوولس کلن ځوان ته د موټر درولو اشاره کړې وه خو هغه نه وو درېدلی او پولیسو ورباندې مخامخ ډزې کړې وې او هغه یې وژلی وو.

د ناهیل ایم په نوم وژل شوی ځوان افریقایي نسله فرانسوی وو، د هغه مور او پلار مراکشي او الجزایري اصله دي.

پر دې ځوان د پولیسو د ډزو ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې چې ښکاري دوه پولیس یو ژیړ موټر ته ولاړ دي او څنګه چې موټر روانېږي پولیس په موټر کې پر ناست کس ډزې کوي.

تر دې پېښې وروسته لومړی د پېښې په سیمه نانټېر او وروسته په پېرس او نورو ښارونو کې خلک سړکونو ته را ووتل او له تشدد ډکې مظاهرې یې وکړې چې مشري یې د وژل شوي ځوان مور کوله.

احتجاج کوونکو لومړی سوله ییزې مظاهرې کولې او په لاریونونو کې یې د "ناهیل ته انصاف غواړو" او "پولیس و واژه" نعرې وهلې، خو وروسته یې احتجاجونه په تشدد بدل شول.

پر ډزې کوونکي پولیس په ابتدایي توګه د پنجشنبې- زیارت په ورځ د قصدي وژنې تور لګېدلی او د لنډ وخت لپاره په بند کې ساتل شوی دی. د هغه وکیل لورینټ فرانک لینارډ د فرانس آر ټي ایل رېډیو ته ویلي چې د ده مؤکل پولیس افسر د قانون په چوکاټ کې دننه عمل کړی دی.

د پولیسو سرچینو لومړی ویلي وو، ځوان هغه وخت په ډزو ویشتل شوی چې پر دوو پولیس افسرانو یې هغه وخت په تېزۍ موټر وروستی وو چې هغوی د ټرېفیکي سرغړونې په تور درولی وو.

خو پر ټویټر خپره شوې ویډیو د پولیسو له دعوې برعکس ده او پکې ښکاري چې پولیس په موټر کې ناست کس ته ولاړ دي خو څنګه چې موټر تېز روانېږي یو پولیس پر هغه ډزې کوي.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د نانټېر سیمې جج پاسکل پراچ وویل چې پولیس افسر د زور په کارولو سره قانوني شرطونه نه دي پوره کړي، خو وایي ځوان د پولیسو له خوا د ټرېفیکي اصولو د نه منلو له امله پېژندل شوی وو.