ای سي آر سي: کېدای شي د فنډ د کموالي له کبله د افغانستان له 25 روغتونونو سره مرسته ودروو

د ریډ کراس یا سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند وایي کېدای شي په فنډ کې د خنډونو او د مرستو د کمښت د زیاتېدونکو اندېښنو له کبله یې د اګست میاشتې تر اخره د افغانستان له 25 روغتونونو سره مالي مرستې پای ته ورسېږي.

د ای سي آر سي ویاند ډیوګو الکانټرا د پنجشنبې- زیارت په ورځ رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي سور صلیب د اوږدې مودې لپاره د عامې روغتیا د څانګې د بشپړ فعال ساتلو لپاره واک او سرچینې نه لري:

"که څه هم موږ د روغتون د برخې د متبادلو او دوامداره ملاتړ د تګلارو موندلو لپاره له سرکاري وزارتونو، مرسته کوونکو او تنظیمونو سره کار ته دوام ورکوو، خو تمه کیږي چې د روغتون پروګرام په تدریجي توګه د اګست په پای کې تم شي".

سره صلیب په تېره اپرېل میاشت کې ویلي وو چې ادارتي بورډ یې د 2023م او د 2024م د لومړیو لپاره په خپلو لګښتونو کې د 475.30 میلین ډالرو د کمولو منظوري ورکړې ده او کېدای شي د بشري مرستو د فنډ د کموالي له کبله په ځینو ځایونو کې خپل کارونه ودروي.

ډیوګو الکانټر طالبانو ته په اشارې سره ویلي، "هغه مالي ستونځې چې ای سي آر سي ورسره مخ ده په تېزېدو دي او د افغانستان اسلامي امارت ترې خبر دی چې هغه په شفاف ډول د عامې روغتیا وزارت ته د روغتیایي خدمتونو د بشپړې ذمه وارۍ ممکنه را ستنېدل دي".

د ای سي آر سي دا پروګرام په داسې وخت ختمېږي چې یوې خواته له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د کمولو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي او بلې خواته د طالبانو د واکمنۍ د دوو کلونو له پوره کېدو وروسته هم له دې هېواد سره هر ډول نړیوالې مرستې بندې دي.

د سره صلیب ادارې ویلي په افغانستان کې به د معذوره خلکو لپاره د بیرته رغېدنې د ملاتړ په ګډون خپلو نورو روغتیایي پروګرامونو ته دوام ورکړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د سره صلیب ادارې دې اعلان ته څه جواب نه دی ویلی. رویټرز خبري ایجنسۍ وایي د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند یې په دې اړه پوښتلی خو هغه ورته جواب نه دی ویلی.

دا معلومه نه وه چې د سره صلیب د روغتیایي عملیاتو لپاره څومره پیسو ته اړتیا وه، چې د افغانستان په ګڼ شمېر روغتونونو کې د میلینونو خلکو خدمت کوونکو ته تنخاوې او نور لګښتونه برابروي او ایا د طالبانو حکومت به وکړای شي چې دا فنډ پوره کړي که نه.

د طالبانو د خزانې وزارت یوه ویاند ویلي چې د سږ کال بودیجې ته یې حتمي شکل وکړی دی خو په عامه توګه نه ده خپره شوې.

د 2021م کال په اګست کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، سور صلیب ادارې له هغه څو میاشتې وروسته د دغو روغتونونو مالي مرسته پیل کړې وه.

ای سي آر سي په پیل کې له 33 روغتونونو سره مرسته کوله او شاوخوا 10,000 روغتیایي کارکوونکو ته یې تنخاوې او ځینې نور طبي وسایل ورکول، خو اتو روغتونونو ته یې مالي مرستې لا مخکې بندې کړې وې.

په دغو روغتونونو کې د ناروغانو لپاره په زرګونو کټونه یا بسترونه پراته دي او د افغانستان د ابادۍ تر نیمایي زیات شاوخوا 25 میلین خلک ترې ګټه اخلي.

د پاکستان یوه اعلی حکومتي چارواکي رویټرز ته ویلي، دوی په افغانستان کې دا حالت له نیژدې څاري، وایي پاکستان د افغانانو لپاره د علاج یو مهم ځای دی او په زرګونو کسانو له سفارته د طبي ویزو غوښتنه کړې ده.

دغه چارواکي د حساسو سفارتي ستونځو له کبله په ښکاره له خبرو کولو ډډه کړې، خو رویټرز ته یې ویلي، "موږ د ناروغانو پر لا زیاتېدونکي راتګ اندېښمن یو."

له افغانستان سره د مرستو کموالي اندېښنې زیاتې کړې دي ځکه چې ملګرو ملتونو د 2023م کال د بشردوستانه پلان لپاره تر اوسه یواځې 25 فیصده مرستې تر لاسه کړې دي، که څه هم له نړیوالو غوښتی فنډ یې له 4.6 ارب ډالرو 3.2 ارب ډالرو ته را کم کړی دی.

یادونه:- دا رپوټ له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوی دی.