د پاکستان تحریکِ انصاف وایي د ګوند مرستیال مشر او د هېواد د بهرنیو چارو مخکینی وزیر شاه محمود قریشي پولیسو په اسلام اباد کې په خپل کور کې نیولی دی، خو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تحریک انصاف پر خپله ټویټر پاڼه د شاه محمود قرېشي نیول د خپل ګوند خلاف "غیرقانوني اقدام" بللی او وایي چې د شنبې- خالي په ماښام ګڼ شمېر پولیسو هغه له خپل کوره تر نیولو وروسته د پاکستان د پلټنو د مرکزي ادارې ایف ای اې دفتر ته وړی دی.
د ایف ای اې هغه ایف ای آر وي او اې ډیوه هم تر لاسه کړی چې د اګست پر 15مه د پاکستان د سیکرټ ایکټ قانون په بنیاد د شاه محمود قرېشي، عمران خان او د دې ګوند د نورو مشرانو خلاف درج شوی دی.
په ایف ای آر کې ویل شوي چې شاه محمود قرېشي هغه ډیپلومېټیک سایفر یا پټ سفارتي خط افشا کړی دی، چې د واشنګټن له خوا یې د 2022م کال د مارچ پر اوومه تر لاسه کړی وو.
د پاکستان حکومت په وروستیو میاشتو کې د تحریک انصاف د لوړپوړو مشرانو په ګډون د دې ګوند زیات شمېر غړي نیولي او په دې توګه یې په ټول هېواد کې د مخکیني وزیراعظم عمران خان ولسي قدرت ځپلې دی.
شاه محمود قریشي چې د تحریک انصاف ګوند په حکومت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وو، د شنبې- خالي په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته له وینا څو ګنټې وروسته ونیول شو.
قریشي په دې خبري غونډه کې د انتخاباتو د ځنډولو له امله د شهباز شریف پر تېر حکومت سختې نیوکې وکړې او ویې ویل د پاکستان ایین په 90 ورځو کې دننه د انتخاباتو کولو په اړه واضح دی او که له دې سرغړونه وشوه نو دا به غیر اییني ګام وي.
د پي ټي ای ګوند ویاند زلفي بخاري رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، د قرېشي د نیول کېدو سبب سمدستي معلوم نه دی، د نګران حکومت د اطلاعاتو مرکزي وزیر د رویټرز پوښتنې ته په دې اړه جواب نه دی ویلی.
زلفي بخاري پر ایکس [ټویټر] باندې په یو ټویټ کې د شاه محمود قرېشي د نیول کېدو غندنه کړې او وایي هغه "د پریس کنفرانس کولو او د ټولو ظلمونو او تر انتخاباتو مخکې د درغلیو ښکاره کولو په اړه د پي ټي ای د دریځ ښکاره کولو له کبله نیول شوی دی".
د پاکستان نګران حکومت لا تر اوسه د انتخاباتو په اړه دې تور ته څه جواب نه دی ویلی، خو نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ درې ورځې وړاندې پر ټویټر لیکلي وو چې د ده "لنډمهالی حکومت به په پاکستان کې د ایین په بنیاد د ازادو او منصفانه ټاکنو د بهیر د اسانولو لپاره په سنجیدګۍ کار کوي".
د شهباز شریف د اګست په لومړیو کې قومي اسمبلۍ ماته کړه او د انوارالحق کاکړ په مشرۍ یې لنډمهاله حکومت جوړ کړ چې تر راتلونکو عمومي ټاکنو پورې د هیواد مشري وکړي.
د قومي اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته د پاکستان له ایین سره سم انتخابات باید په نومبر کې په 90 ورځو کې وشي، خو سر له اوسه لا داسې ګنګوسې دي چې انتخابات به وځنډول شي، ځکه چې دا هېواد له امنیتي، اقتصادي او سیاسي کړکېچونو سره مخ دی.