ډبلیو ایچ او: که فنډ کم شي د افغانستان اته لکه 75 زره ماشومان به له شدیدې کم خوراکۍ سره مخ شي

د روغتیا نړیواله اداره وايي په افغانستان کې د اوږدې جګړې، ناارامۍ، وچکالۍ او قدرتي پېښو له کبله بشري بحران لا زیات شوی، چې روغتیايي مرستو او خوړو ته یې د خلکو لاسرسی ډېر کم کړی او په دې هیواد کې یې د سختې خوارځواکۍ او د ناروغیو د خپرېدو خطر زیات کړی دی.

ډبلیو ایچ او د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر ایکس [ټویټر] لیکلي، د 2021م کال له اګست راهیسې د افغانستان 18.4 میلینه خلکو بشري مرستو ته اړتیا لري، خو وایي د روان 2023 کال په اګست کې دا شمېر 28.8 میلینه ته رسېدلی دی:

"که د فنډ کموالی دوام وکړي په افغانستان کې به اته لکه 75 زره ماشومان له شدیدې کم خوراکۍ سره مخ شي".

د روغتیا نړیوالې ادارې د بودیجې د کموالي د منفي اغیزو په اړه خبرداری ورکړی او وایي په روان کال کې د بنیادي‌ روغتیايي مرستو د دوام لپاره 125 میلینه ډالرو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوالې د اګست پر 18مه په یوه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د روغتیا په برخه کې د بحران د مخنیوي لپاره دې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

ډبلیو ایچ او ویلي د فنډ د نه چمتو کولو په صورت کې به اته میلینه افغانان بنیادي روغتیايي خدمتونو او د ژوند ژغورنې روغتیايي مرستو ته لاسرسی وبایلي او څلور لکه 50 زره ناروغان به د ژوند ژغورنې د ټراما مرکز مناسبو خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.

د روغتیا نړیوالې ادارې اټکل کړی، که مرستې برابرې شي له پورتنیو شمېرو سره سره به 1.6 میلینه کسان د اعصابي او نفسیاتي ناروغیو د سلا مشورو لپاره خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.

د روغتیا نړیوالې ادارې عمومي مشر ټیډروس ایډونم ګېبریوس په افغانستان کې حالت زیات د اندېښنې وړ بللی او وایي د روغتیايي کارکوونکو او روغتیايي مرکزونو د ملاتړ لپاره د سرچینو او فنډ نشتوالی د بې شمېره خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي. ښاغلي ګېبریوس ویلي:

"ښځې او نجونې تر ټولو زیاتې له ستونځو سره مخ دي. په مرسته کوونکو باندې غږ کوم په سخاوت سره دې مرستې وکړي چې مونږ د ژوند ژغورلو کار ته دوام ورکړو".

ملګرو ملتونو د روان کال په پیل کې په افغانستان کې د خپلو مرستندویه کارونو د دوام لپاره له نړیوالې ټولنې د 3.26 ارب ډالرو غوښتنه کړې وه، خو مرسته کوونکو ادارو تر اوسه ورته یواځې 800 میلینه ډالر یعنې تر 25 فیصدو کم برابر کړي دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې له نړیوالې ټولنې په داسې وخت مرسته غوښتې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» مخکې لا ویلي چې د فنډ د کموالي له کبله په افغانستان کې 262 روغتیايي مرکزونه بند شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې ادارې ای آر سي هم خبرداری ورکړی چې د فنډ د محدودېدو له امله کېدای شي د دې مياشتې تر پايه په افغانستان کې د دوی تر نظارت لاندې چلېدونکو 25 روغتونونو سره مرستې بندې شي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له وي او اې اشنا اخیستل شوي دي.