د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې شپږ افغانان امریکې ته د تلو لپاره د یو ایمېل په انتظار دي، دغه کسان په مخکینيو افغان ځواکونو کې پایلټان یا انجینېران وو، چې د نورو زرګونو افغانانو غوندې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له هېواده وتلو ته مجبوره شوي دي.
دغه افغانان له تېر یو نیم کال راهیسې په پاکستان کې اوسېږي او په ډېرې ناارامۍ سره په دې تمه دي چې کله به امریکې ته د لېږدولو لپاره د دوی پر غوښتنو عمل وشي.
په افغان ځواکونو کې مخکینی پایلټ حفیظ الله (اصل نوم یې نه دی) وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دوی ځینې ملګري د قاچاقبرو په مرسته یورپ تللي وو.
هغه وایي څومره پیسې چې په تېرو اتلسو میاشتو کې دوی په پاکستان کې د اوسېدو په وخت لګولې دي، که یورپ ته پر تلو یې لګولې وای نن به یې ژوند ښه او خوندي وای.
حفیظ الله شاوخوا 27 کلن دی، هغه وایي دوی ته اوس هم د یورپ په کوم هېواد کې پناه ورکول کېدای شي.
د 2021م کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، امریکا په بیړه له خپلو ځواکونو سره سره شاوخوا یو لک 20 زره افغانان له دې هېواده را وایستل، چې په هغوی کې د تېر افغان حکومت چارواکي او پوځیان هم شامل وو.
واشنګټن ډي سي د «یو ایس ریفیوجي ایډمنسټرېشن پروګرام» له مخې امریکې ته د کډوالو د راوستلو دویم پړاو هم پیل کړی دی چې په بنیاد یې پناه غوښتونکي افغانان کولای شي امریکا ته راشي.
په دې پروګرام کې د شاملېدو لپاره پکار ده چې امریکې ته راتلونکي افغانان په لومړي پړاو کې له افغانستانه کوم بل هېواد ته لاړ شي او هلته خپل درخواست ورکړي، له هغه وروسته به د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د دوی د راوستلو چارې پیل کوي.
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دغو افغان پایلټانو د بل ګاونډي هېواد ایران پر ځای پاکستان ته د تللو پرېکړه وکړه، ځکه چې پاکستان له امریکا سره سفارتي اړیکې لري خو د ایران اړیکې ورسره خرابې دي.
امریکا ته لېږدول څومره وخت اخلي؟
دغو افغان پایلټانو او انجینېرانو ته د دوی امریکایي ملګرو همکارانو د امریکې په «ریفیوجي ایډمنسټرېشن» یا د کډوالو د انتظام په پروګرام کې د درخواست ورکولو وړاندیز کړی وو او هغوی درخواست ور لېږلی وو.
په پاکستان کې تر میاشتو انتظار وروسته دغو مخکینیو پایلټانو او انجینېرانو د امریکې د بیا مېشتېدنې د ملاتړ مرکز (آر ایس سي) له خوا د افغان ریفرل ریکارډ نمبرونه هم تر لاسه کړي دي، خو لا به نور انتظار هم کوي.
امریکې ته تر لېږدولو مخکې به د دوی د معلوماتو ارزونه یا سکریننګ کېږي او د امیګرېشن چارواکي به له دوی څخه پوښتنې ګروېږنې هم کوي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پر ویبپاڼه لیکل شوي چې د امریکې د کډوالو د انتظام پروګرام له مخې د درخواست تر ورکولو وروسته له شاوخوا یو تر یونیم کال پورې وخت اخلي چې ومنل شي.
په پاکستان کې د دغو مېشتو اکثر افغان پایلټانو ویزې هم ختمې شوې دي او په پاکستان کې د دوی لپاره د کار روزګار موندل هم یو ستونځمن کار دی، ځکه نو هغوی مجبور دي چې خپلې خرڅې په افغانستان کې له خپلو کورنیو ور وغواړي.
په دوی کې شامل ځینې له مخکیني حکومت سره کارکوونکي وایي، دوی چې پاکستان ته تلو تر هغه مخکې یې د خپل کور ټول شیان خرڅ کړي وو، ځکه نو اوس ورسره پیسې ختمې شوې او مجبور دي چې د خپلو مېرمنو ګېڼه خرڅه کړي ګوزاره په وکړي.
که څه هم امریکې ته د لېږدولو په اړه لا د دوی درخواستونه نه دي منل شوي او دوی له یو ناڅرګند حالت سره مخ دي، خو بیا هم دوی تیار نه دي چې خپلې هېواد ته ستانه شي، ځکه چې وایي طالبان د دوی په لټه کې دي.ب
دوی وایي طالبانو څو ځله په افغانستان کې د دوی د کورونو تلاشۍ اخیستې دي.
40 پایلټان امریکې ته د تلو په تمه:
په اسلام اباد کې مېشت دغه افغانان وایي شاوخوا 40 پایلټان په پاکستان کې امریکا ته د تلو په تمه ورځې شپې تېروي.
دغه کسان له خپلو هغو ملګرو هم بدزړي دي چې دوی ته یې د امریکې د کډوالو د انتظام پروګرام کې د درخواست ورکولو وړاندیز کړی وو، بل لور ته کومو امریکایي ملګرو چې دوی ته دا وړاندیز کړی وو د هغوی هم په دې برخه کې ډېر څه په وس نه دي.
د امریکې د هوایي ځواک لیفټیننټ کرنل ګرېډن میلر د وي او اې ایمېل ته په جواب کې وویل، هغه د دغو افغان پایلټانو له ناارامۍ خبر دی، خو وایي ستونځه دا ده چې د امریکې پروګرام په بیدارۍ سره اړیکه نه نیسي، اکثر د هرې پوښتنې جواب پر وخت نه ورکوي او وایي داسې خودکار نظام هم نه شته چې ترې معلومه شي د دوی درخواستونه په کوم پړاو کې دي.
ښاغلی میلر وایي د امریکې حکومت ته دا ممکنه نه ده چې پر درخواستونه هغومره په بیړه کار وکړي څومره چې د خلکو توقع ده، البته د شاوخوا 260 افغانانو پر درخواستونو باندې کار روان دی.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وي او اې ته په یو ایمېل کې وویل، د افغان اتحادیانو درخواستونه یې د لومړیتوب په بنیاد کتل کېږي او پر هغوی باندې په تېزۍ د کار کولو لپاره په پاکستان کې هم خپل استعداد زیاتوي.
یادونه:- دا رپوټ له وي او اې اردو ژباړل شوی دی.