په اسټرېلیا کې د یوې ښځې له ماغزو اته سنټي میټره ژوندی چینجی را ایستل شوی دی

په اسټرېلیا کې د یوې ښځې په ماغزو کې اته سنټي میټره ژوندی چینجی موندل شوی دی، طبي څېړونکي وایي دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په انسان کې دننه یوه خزنده موندل شوې ده.

دا چینجی د 2022م کال په جون میاشت کې د اسټرېلیا په پایتخت کېنبرا کې د یوې 64 کلنې ناروغه ښځې په ماغزو کې د عملیاتو یا سرجرۍ په وخت موندل شوی او ترې را ایستل شوی دی.

دا غیرمعمولي پېښه د ساري ناروغیو په اړه د امریکې د روغتیا ادارې د میاشتنۍ مجلې «ایمرجینګ انفیکشېس ډیزیز» په تازه ګڼه کې راغلې ده.

ډاکټران وایي اته سنټي میټره سور چینجی چې کله د ښځې له ماغزو را و ایستل شو، نو ژوندی وو او رغړېده، وایي ګومان کوي چې کېدای شي دا چینجی دوې میاشتې د ښځې په ماغزو کې اوسېدلی وي.

د اسټرېلیا د ملي پوهنتون د درملو د څانګې یو استاد اسوسیېټ پروفیسر او د کېنبرا په روغتون کې د ساري ناروغیو ډاکټر سنجایا سنینایاک هم د دې کېس په څېړونکو کې شامل دی.

ښاغلي سنینایاک وي او اې ته د هغې شېبې په اړه معلومات ورکړل چې ډاکټر د ښځې له ماغزو په غیرمعمولي توګه یوه خزنده را و ایستله:

"هغې [ډاکټرې] او په اپرېشن تېټر کې هر چا د خپل ژوند یو ډول ټکان وخوړ، کله چې هغې د یو غیرمعمولي شي د را اخیستلو لپاره بیاتۍ ور واخیستې او دغه غیرمعمول شی رغړېدونکی اته سنټي میټره سور چینجی وو".

ډاکټر سنینایاک وایي که د دې چینجي په موندل کېدو سره یې د کرکې او خواګرځېدو سبب له پامه وغورځول شي هم، دا یوه نوې ناروغي ده چې تر دې مخکې په انسان کې نه ده موندل شوې.

دغې اسټرېلیایي ښځې ډاکټرانو ته د معدې د درد، ډایریا یا د نس بهېدو او ذهني فشار شکایت کړی وو، خو کله چې هغه 2021م کال په جنورۍ کې په روغتون کې بستر وه طبي سکېن یې وښووله چې ستونځه یې په ماغزو کې ده.

ډاکټر سنجایا سنینایاک خبرداری ورکړی او وایي دې پېښه د ناروغیو زیاتېدونکی خطر په ګوته کوي چې کېدای شي دا انفیکشن یا جراثم له حیوانانو څخه انسانان ته ور پورې کېږي.

د دغې طبي څېړونې ډله شکمنه ده چې کېدای شي دغه لاروا یا کوچنۍ خزنده د دغې ښځې د بدن په نورو غړو لکه سږو او ځیګر کې هم وي.

رپوټونه وایي چې دغه ښځه تر عملیاتو وروسته ښه شوې او اوس عادي ژوند کوي، خو ډاکټران یې اوس هم پرله پسې څارنه کوي ځکه چې وایي دا یو ډېر غیرمعمولي پېښه ده.

دغه ډول ګردی چینجی اکثر په کارپیټ پایتان یا د غالۍ مارانو کې موندل کېږي، چې په اسټرېلیا کې عام دي. ګومان کېږي چې دغه بې زهرو مار به دا خزنده په وښو کې له خېټې غورځولې وي او دې ښځې ته به ورغلی وي.