د پښتونخوا په سوات ضلع کې نیول شوی د وي او اې ډیوه خبریال فیاض ظفر د خوشي کېدو وروسته وویل، چې پولیسو د نیولو په وخت په ټوپکو او سوکونو وهلی او ټکولی دی.
له سوات جېله د را وتلو پر وخت ګڼ شمېر خبریالان، ځایي سیاستوال او فعالان د فیاض ظفر هرکلي ته ورغلي وو او په اردو ژبه یې داسې نعرې وهلې، "صحافی زنده ہے" یا خبریال ژوندی دی.
څو شېبې مخکې د ځایي خبریالانو، وکیلانو، مشرانو او ځایي انتظامیې تر منځ د خبرو اترو وروسته فیاض ظفر خوشي کړل شوی. د هغه د خوشي کېدو امر څو ساعته مخکې شوی وو خو چارواکو د هغه خوشي کېدل په یو «حلفیه بیان» باندې د هغه د دستخط سره مشروط کړی وو. فیاض ظفر دغه شرط نه دی منلی:
"زه چې کله پرون پولیسو ونیولم نو نیزدې تر پینځلس منټو پورې هغوی زه په ټوپکو او سوکونو وهلم، زه یې په سر، شا، اوږو او پښو وهلی یم، ما هغوی ته ویلي وو چې زه ناروغه یم خو هغوی نه ودرېدل، په جېل کې دننه زه هغوی نه یم وهلی، پولیسو زما ایکسیو ټویوټا موټر هم په کونداغونه داغي کړی دی".
د فیاض ظفر موټر لا اوس هم د پولیسو سره دی.
فیاض ظفر تر خوشي کېدو وروسته په خپل دفتر کې له ځان سره د پولیسو د چلند کیسه کوي.
فیاض ظفر د ډېرې مودې راهسې د سپېنوسېرېبېلر اټاکسیا (spinocerebellar ataxia) نومې ناروغۍ سره مخ دی. په دغه ناروغۍ اخته کسان د پټو د کنټرول نه محرومه وي او ګرځیدل یا حرکت یې هم د وس نه بهر وي. تاسو به فیاض ظفر د وي او اې ډیوه لپاره جوړ شوو ویډیو رپوټونو کې لیدلی وي چې د دغې ناروغۍ له امله هغه روانې خبرې نه شي کولای او د ودرېدو لپاره امسا ته اړتیا لري.
فیاض ظفر د اګست په 30مه ماښام ناوخته د سوات پولیسو د 3MPO فرمان په بنیاد نیولی وو او پر هغه یې د بیان له ازادۍ د ناوړه ګټې اخیستو، په سوشل میډیا او خبري چېنلو باندې د دروغو، ولس د حکومت پرضد راپارولو او د ټولنې د ځینو خلکو د بدنامولو تور لګولی وو.
ښاغلي ظفر بېګا تر نیول کېدو وروسته پر خپل فېسبوک او ټویټر لیکلي وو، چې د سوات د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور او ډپټي کمیشنر هغه له دفتره نیولی او جېل ته د وړلو په وخت یې ورباندې تشدد کړی دی.
د نیول کېدو وړاندې فیاض ظفر د عکسونو سره داسې یو ټویټ کړی وو، چې ښیي وسلوال په سوات کې ګرځي را ګرځي.
په پاکستان کې د خبریالانو تنظیمونو، سیاستوالو او ګڼ شمېر خلکو پر ټولنیزو رسنیو د فیاض ظفر د نیولو په کلکه غندنه کړې وه او د هغه د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه یې کړې وه.
د سوات ځایي انتظامیې نن ماسپښین د ښاغلي ظفر د خوشي کېدو امر کړی وو، خو شرط یې پکې دا ایښی وو چې هغه به یو «حلفیه بیان» لاسلیکوي، خو هغه له دې لاسلیکه انکار کړی وو او وروستي معلومات وایي چې هغه دغه حلفیه بیان نه دی لاسلیک کړی او خوشي کړل شوی دی.
دا چې په حلفیه بیان کې څه لیکل شوي وو وي او اې ډیوه نه دی تر لاسه کړی، خو دا حلیفه بیان په دې اړه دی چې په فیاض ظفر باندې د سوشل مېډیا کارول محدود کړي.