د پاکستان په پنجاب صوبه کې یو مسلمان شوي تن د عیسایانو د مقدس مذهبي کتاب بایبل یا انجیل د سپکاوي په تور نیول شوی دی. د پاکستان د دیني عالمانو د کونسل مشر د دې تن د نیولو د اقدام هرکلی کړی دی.
د پنجاب د راولپینډۍ ښار پولیسو پر خپل رسمي ایکس [مخکینی ټویټر] پاڼه لیکلي، داسې معلومات یې تر لاسه کړي وو چې یو تن د عیسایانو د مقدس کتاب سپکاوی کړی دی، وایي دوی سمدستي د هغه خلاف مقدمه درج کړه او پرون یې نیولی دی:
"تورن تن به له کره ثبوتونو سره عدالت ته وړاندې شي او په قانون کې ټاکلې سزا به ورکړل شي".
د راولپینډۍ پولیسو د نیول شوي تن نوم نه دی یاد کړی او نه یې د هغه مذهب ښوولی دی، خو وایي د مذهب، د مقدسو کتابونو او شخصیتونو سپکاوی به هیڅکله ونه زغمي او په هر حالت کې به د قانون عملداري پر ځای کوي.
راولپنڈی پولیس کی فوری کارروائی، انجیل مقدس کی بے حرمتی کرنےوالا شخص گرفتار، پولیس کواطلاع ملی تھی کہ ایک شخص نےمقدس کتاب کی بےحرمتی کی ہے، پولیس نےفوری کارروائی کرتےہوئےمقدمہ درج کر کےمذکورہ شخص کو گرفتار کیا، ملزم کو ٹھوس شواہد کے ساتھ چالان کر کے قرار واقعی سزا دلوائی جائے گی،
— Rawalpindi Police (@RwpPolice) September 16, 2023
د پېښې په اړه مقدمه د پینډۍ په مورګاه تاڼه کې د اسسټنټ سب انسپکټر نوید اسلم په شکایت د پاکستان د فوجداري یا د جرمونو د قانون د 298 مادې په بنیاد درج شوې ده، دا ماده د هغو خلکو خلاف لګول کېږي چې په قصدي ډول د چا مذهبي احساسات زخمي کړي.
د دې تن یوه ویډیو له ډېرو نورو کسانو سره سره یوه پاکستاني عیسایي تن فراز پروېز هم خپل پر ایکس [مخکیني ټویټر] خپره کړې ده. فراز پروېز خپله هم په 2017م کال کې اسلام ته په سپکاوي تورن شوی وو او دا مهال په تایلېنډ کې د جلاوطنۍ ژوند تېروي.
دغه تن په دې ویډیو کې خپل نوم قمر شهزاد یادوي او وایي اویا کاله کېږي چې خپلوانو یې انجیل را اخیستی [ایمان یې پرې راوړی]، وایي اخښی یې مړ شو او پلار یې هم مرګ ته نیژدې دی خو لا پر عیسایي مذهب پاته دي:
"ما له ډېره وخته اسلام قبول کړی او خپلو خویندو وروڼو ته مې ویلي چې دا مذهب [عیساییت] دروغجن دی، دا بایبل دروغجن دی، تاسې اسلام قبول کړئ، دا د عیسایانو بایبل دی په دې کې هیڅ زور او ژوند نه شته، که کوم مذهب ریښتینی دی و هغه اسلام دی".
Muslim men Qamar Shahzad,from Rawalpindi #Pakistan insulting Holy Bible. When #Jaranwala incident terrorists are not arrested then it will happen every day. Muslim men is inviting #Christians to accept Islam. #blasphemy pic.twitter.com/yaeseEACkA
— Faraz Pervaiz (@FarazPervaiz3) September 16, 2023
دغه تن یو کتاب په لاس کې نیولی وي چې وایي دا بایبل دی او وایي چې دی بایبل نه مني، ځکه چې وایي د دوی کورنۍ یې تباه کړې ده، وروسته دوه ځله له خپلو پښو څپلۍ ور کاږي او دا کتاب پرې وهي او ورسره وایي چې په دې کې هیڅ زور نه شته.
د پاکستان د دیني عالمانو د شورا مشر مولانا طاهر اشرفي د پنجاب د وزیراعلی محسن نقوي او د پنجاب د پولیسو ستاینه کړې ده چې وایي د مقدس کتاب په سپکاوي تورن تن یې سمدستي نیولی دی.
مولانا طاهر اشرفي د شنبې- خالي په شپه ناوخته پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] په یوه ویډیو کې وایي، تورات، انجیل او زبور اسماني کتابونه دي چې مسلمانان ورباندې ایمان لري، وایي اسلام د هیڅ مذهب د مقدس کتاب د سپکاوي اجازه نه ورکوي:
روالپنڈى مين انجيل كى توهين كرنے والا شخص گرفتار هو چكا هے pic.twitter.com/i89cSjArrs
— TahirMahmoodAshrafi حافظ محمد طاهراشرفى (@TahirAshrafi) September 16, 2023
"یو ناپوه کس په راولپینډۍ کې د مذهب د مقدس کتاب سپکاوی کړی دی، پولیسو هغه نیولی، مقدمه یې پرې درج کړې، د دې تن له عمله اسلام، مسلمان او د پاکستان خلک ټول خلاص دي او له قانون سره سمه سزا به ورکړل شي".
د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند یو مشر او د پلاننګ او پرمختیا مخکیني مرکزي وزیر احسن اقبال د انجیل د سپکاوي پېښه "د شرم وړ" بللې ده او وایي داسې پېښې د اسلام د سپکاوي سبب کېږي باید د دې کس خلاف قانوني کاروایي وشي.
یہ شرمناک حرکت ہے۔ ایسی حرکات اسلام کی بدنامی کا باعث بنتی ہیں۔ ان کے خلاف کاروائی ہونی چائیے۔ قرآن میں واضح کہا گیا ہے کہ تم دوسروں کے خداؤں کو برا نہ کہو تاکہ وہ تمھارے خدا کو برا نہ کہیں۔ اسلام جہاں اپنے عقائد کے احترام کا درس دیتا ہے وہاں دوسروں کے عقائد کے احترام کا بھی درس… https://t.co/8C0VLIIIaS
— Ahsan Iqbal (@betterpakistan) September 16, 2023
دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې په تېره اګست میاشت کې د پاکستان د پنجاب صوبې د فېصل اباد په جړانواله ښار کې قهرجنو مظاهره چيانو په يو تن د مذهب د سپکاوي د تور وروسته د عیسایانو کلیساګانو او کورونو ته اور اچولی وو.
د پنجاب پولیسو وروسته ویلي وو چې په هغه پېښه کې د لاس لرلو په تور یې شاوخوا 130 تنه نیولي دي. د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي وو، هیچاته به د مذهبي لږکیو پر عبادت ځایونو د بریدونو او د مذهب د سپکاوي اجازه ور نه کړي.