واسنګټن- د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هايي کمېشنر والکر ترک په نړيواله ټولنه غږ کړی د ميانمار د پوځي رجيم لخوا د زياتېدونکي ظلم مخه دې ونيسي چا چې په کال 2021 کې منتخب حکومت ختم کړی او په واک يې قبضه کړې ده.
د نهې، سېشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل ته په وړاندې کړل شوي رپورټ کې ښاغلي ترک خبرداری ورکړی د ميانمار پوځ د عامو خلکو خلاف خپل زور زياتی نور غځولی. په رپورټ کې د کال 2022 د اپريل نه تر جولايي 2023 پورې د پېښو ذکر شوی دی.
ترک ويلي “مونږ دلته د يو بې رحمه او ځورونکي نظام سره مخ يو چې د دې د پاره جوړ دی خپل خلک ولس وځپي او ټولنه د خپلو شومو اهدافو د پاره پايماله کړي چې د دغه اشرافيه راج پرې وساتي”.
هغه وويل هره ورځ د ميانمار خلک د بوږنونکو پېښو سره مخ دي او د بشري حقونو سرغړونه تر خطرناک حده رسېدلې چې ولس پکې خپل ژوند ژواک او هيلې بايلي.
باوري سرچينې وايي د روانو ظلمونو او زور زياتي په جريان کې تر اوسه د پوځ او د پوځ د لاس پوسو لخوا کم نه کم 4108 وژنې شوي دي.
ترک وايي “د ولس خلاف دا ځانګړې بمبارۍ، په لويه کچه وژنې او د کلو بانډو سوځول د پوځ خاصه حربه ده چې په بې رحمۍ سره کارول کيږي. په دې موده کې پوځ 687 هوايي بمبارۍ کړي چې د کودتا نه وروستو تر څؤارلس مياشتې پورې د روانو بمبارو نه يو په دوه سېوا دي”.
رپورټ کم نه کم 22 په لويه کچه د وژنو معلومات شريک کړي او وايي پوځ داسې وژنې کړي چې ژوندي خلک يې سوځولي، وجودونه يې ورله خس خس کړي، جنسي تېري يې کړي او سرونه يې غوڅ کړي. پوځ تښتولي کليوال د ډال په توګه استعمال کړي چې په دوی شوې حملې يې پرې تمبولي او ماينونو ته يې وړاندې کړي دي. “دا د انسانيت خلاف لوی ځناورتوب دی”.
خبر د وي او ای د خبريال دی.