د نړېوال کپ دریمه سیالۍ کې بنګله دېش افغانستان ته په شپږو ویکټونو ماتې ورکړه

د یو ورځني کرکټ د نړیوال کپ په دریمه سیالۍ کې بنګله دېش افغانستان ته په شپږو ویکټونو ماتې ورکړې ده.

دبنګله دیش لوبډلې د افغانستان لخوا ورکړل شوی د 157 منډو هدف په 35م اوور کې ترلاسه کړو .

د بنګله دیشن نجم الحسین شنتو تر ټولو زیاتې 59 منډې جوړې کړې دي.

همدا شان د بنګله دیش مهدي حسن میراز 57،لټن داس 13،شکیب الحسن 14 اؤ تنزید حسن پینځه منډې جوړې کړې.

دافغانستان فضل الحق فاروقي ، نوین الحق اؤ عظمت الله عمرزئ دبنګله دیش یو، یو لوبغاړی وسوځولو

د هند په هماچل پردېش کې د ترسره شوې دې سیالۍ پچه بنګله دیش ګټلې وه اؤ افغانستان ته یې وړومبی د بیټنګ کولو بلنه ورکړې وه .

دافغانستان په لوبډله کې تر ټولو زیاتې منډې رحمان الله ګربز جوړې کړې دي چې شمیره یې 47 ده.

ابراهیم ځدران 22، رحمت شاہ او حشمت الله شهیدي 18،18 او عظمت الله عمرزي 22 منډې جوړې کړې دي.

همدا شان نجیب الله ځدران په 5 او محمد نبي په 6،راشد خان په 9 او مجیب الرحمان په یوه منډه سوځېدلی دی.

د افغانستان نوین الحق اؤ فضل فاروقي د یوې منډې په جوړولو هم نه دي توانېدلي.

دبنګله دیش کپتان شکیب الحسن اؤ مهدي حسن د افغانستان درې،درې لوبغاړي سوځولي اؤ شرف الاسلام دوه ،تسکین احمد اؤ مستقیظ الرحمان یوه، یوه ویکټه اخستې ده.