د اسرایل او حماس د جګړې په اړه نړیوال غبرګون، اکثرو د حماس بریدونه غندلي

په اسرایل باندې برید او د اسرایل او فلسطین جګړې په اړه نړیوال غبرګون مخې ته راغلی دی. د نړۍ مشرانو د خالي یا شنبې په ورځ د غزه په پټۍ واکمنې د حماس ډلې لخوا په اسرایلو بې ساري او څو اړخیزه برید په کلکه غندلې او ډېرو هېوادونو له دواړو اړخونو د زغم غوښتنه کړې ده.

پر اسرایل باندې د شنبې- خالي په ورځ د فسلطیني وسلوالې ډلې حماس په میزایلي بریدونو کې د مړیو شمېر وار په وار زیاتېږي او د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې تر اوسه د وژل شویو اسرایلي وګړو شمېر تر 100 اوښتی دی.

د اې پي د خبر له مخې بل خوا د فلسطین د صحت وزرات وايي د اسرایل له خوا په ځوابي حملو کې 198 کسان مړه شوي او 1600 نور زخمیان شوي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر په خپل ایکس پاڼه لیکلي، "موږ د اسرایلو پر خلاف د حماس د ترهګرو وحشتناک بریدونه په کلکه غندو. موږ د اسرایلو له حکومت او خلکو سره په یوالي ولاړ یو او په دغو بریدونو کې د وژل شویو اسرائیلو په اړه خپله خواخوږي څرګندوو".

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د روانې جګړې په اړه ویلي، "په اسرايل کې چې نن سهار څه شوي دي، د هغې په رڼا کې ترکي د ټولو فریقینو غوښتنه کوي چې د زغم نه دې کار واخلي او د جزباتي ګامونو نه دې ډډه وکړي ځکه دا به تاو تریخوالی نور سېوا کړي".

د یوکراین صدر ویلادمیر زیلنسکي د ترهګرۍ په وړاندې د یوالي غږ وکړ، او ویې ویل، "د ځان د دفاع حق د پاره اسرائيل د پوښتې لاندې نه راځي". زیلنسکي د د وژل شو د خاندانو سره خواخوږي څرګنده کړه.

هم د خالي یا شنبې په ورځ وایټ هاوس وویل چې "په واضح توګه د حماس بریدونه په کلکه غندو".

خو د خالي یا شنبې په ورځ د ایران پارلیمان کې غونډې پیل ”مرګ په اسرائیل چغې “ نه وشو. د ایران د پارلمان غړو خپله غونډه کې وویل «اسرائیل به تباه وي، فلسطین به ګټه موندونکی وي».

د ایران په ټي وي هغه ویډوګانې خپریدلې کوم کې چې راکټې د غزه د پټۍ نه په اسرایلو ویشل کیږي او هغه کسان یې انټرویو کول کوم چې د حماس د برید ملاتړي وو.

بل اړخ ته سعودي عرب د زغم غوښته کوي. سعودي عرب په اسرایلو او د غزه په پټۍ کې د روانې جګړې د ودرولو غوښتنه وکړه.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د خالي- شنبې په ورځ په یوه بیان کې له دواړو خواوو وغوښتل چې د ملکي وګړو ساتنه د وکړي او د زغم دې کار واخلي. په جاري شوي بیان کې ویل شوي:

"سعودي سلطنت خپله هغه انتباه بیا یادوي چې وار په وار یې کړې چې د مسلسل قبضې، د فلسطیني ولس له خپلو مشروع حقوقو څخه د بې برخې کیدو او د اسرایلو له خوا د هغوی په وړاندې د نظام د اشتعال د تکرار په نتیجه کې د وضعیت د خرابیدو د خطرونو زیاتوي".

د پاکستان نګران وزیر اعظم انوار الحق کاکړ په خپل ایکس پاڼه لیکلي، په منځني ختیځ کې د زیاتیدونکي تاوتریخوالي له امله یې زړه مات شوی، کوم چې وایي د فلسطین مسلې حل کول بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي:

"موږ د ملکي وګړو د خوندیتوب او زغم غوښتنه کوو. په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله په دوه ریاستي حل کې ده، چې د یو باثباته، متقابل، خپلواکه ریاست فلسطین چې د 1967 څخه مخکې په سرحدونو کې جوړ شوی، چې د بیت المقدس الشریف یې په زړه کې دی".

د افغانستان واکمنو طالبانو هم پر اسرایل د حماس بریدونو ته غبرګون څرګند کړی او په یوه بیان کې یې ویلي، "د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګه کې وروستۍ پېښې له نژدې څاري او د دغسې پېښو رامنځ ته کېدو سبب د صهیونستي اسرائیلیانو له خوا د فلسطیني مظلوم ولس د حقوقو تر پښو لاندې کول او د مسلمانانو د مقدسو اماکنو په مکرر ډول اهانت او بې احترامي ګڼل کیږي".

روس هم د جنګ بندۍ غوښتنه کړې. د روس د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او په اسرایلو او مصر کې پخواني سفیر میخایل بوګدانوف د خالي په ورځ حکومتي تاس ایجنسۍ ته وویل:

"مسکو د عربي هېوادونو په ګډون د جګړې له ټولو خواوو سره په تماس کې دی او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده"، ښاغلي‌ دا وضحه نه کړه چې د کوم عربي هیوادونو سره یې تماس نیولی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وویل چې هغه د بریدونو له امله "حیران او پریشان" دی. ولکر ترک د تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړه، له ټولو خواوو او "په سیمه کې له مهمو هیوادونو" یې وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي او د نورو وینو تویولو مخه ونیسي.

د یورپي هیوادونو مشرانو د اسرایلو سره د خپل ملاتړ اظهار وکړ، یادو مشرانو د حماس برید غندلی او په اسرایلو سره یې د یووالي غږ کړی دی.

د یورپي اتحاد د ایګزیکټیو کمیشن مشرې اروسولا وانډرلیان، د خالي په ورځ په ایکس پاڼه لیکلي چې دا برید "په خپل انتهايي نفرت کې ترهګري ده." هغې وویل چې "اسرایل حق لري چې د داسې ناوړه بریدونو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.”

د جرمن چانسلر اولف شولز وویل چې د وسلوالو راکټي ډزو او د کړکیچ زیاتوالي "مونږ ته صدمه رسولې" هغه وویل چې "جرمني د حماس دا بریدونه غندي او د اسرایلو ترڅنګ ولاړ دی".

د فرانس صدر ایمانویل مکرون لیکلي چې هغه د اسراییلو په وړاندې "ترهګریز بریدونه" په کلکه غندي او “د وژل شو، د هغوی له کورنیو او د هغوی له عزیزانو سره خپله مکمل یکجهتي څرګندوي".

د ايټلي د بهرنيو چارو وزير انتونيو تاجاني وويل، د ايټاليا حکومت پر اسرايلو بريدونه په کلکه غندي.

حزب الله وايي برید د اشغال یوازینی ځواب دی. حزب الله دې برید ته د قبضې یواځینی ځواب ویلی. د لبنان حزب الله حماس ته د دې عملیاتو په سر مبارکي ویلې او زیاتوي چې "اسماني ملاتړ لري او د اخري او مکمله بریا ژمنه کوي".

دغې ډلې ویلي چې دا برید د اسرایلو د جرمونو او پر سپیڅلو ځایونو د بریدونو ځواب دی او دا چې د فلسطینیانو اراده او وسلوال مقاومت د اشغال سره د مخامخ کیدو یوازینۍ بدیل دی".

حزب الله ویلي چې په لبنان کې د دوی پوځي کمانډ د ځمکې پر مخ پرمختګونه څاري او د فلسطین له کمانډ سره یې مسلسل تماس دی او دوی دواړه حالت او روان عملیات ارزوي.

حزب الله وویل، "مونږ د زاینسټو، د دښمن په حکومت غږ کوو چې له هغو حقایقو درس واخلي چې دفلسطین مذاحمت په خاوره کې یې عملي کړي دي".