چین د اسرایل او حماس د شخړې د حل لپاره راتلونکې اوونۍ سیمې ته خپل استازی لېږي

د امریکې غوندې د نړۍ بل اقتصادي قوت چین هم هڅه کوي چې د سفارتکارۍ له لارې د اسرایل او حماس تر منځ جګړې په ختمولو کې خپل رول تر سره کړي او ټاکل شوې چې د دې کار لپاره راتلونکې اوونۍ خپل استازی سیمې ته ولېږي.

د چین د سرکاري سي جي ټي این خبري ادارې د خبر له مخې بېجینګ به د منځني ختیځ د مسایلو لپاره خپل ځانګړی استازی ژای جون د سیمې اړوندو ملکونو ته ولېږي، چې د ډزبندۍ او سولې په خبرو کې مرسته وکړي.

د چین له سي سي ټيلويژن سره په مرکه کې ژای جون د خپل سفر د پلانونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو وایي چين پر دې خبره یو وار بيا ټينګار کوي چې "زور هيڅکله د ستونځو د حل لاره نه ده". ښاغلي ژاو ویلي:

"تشدد ته په تشدد جواب ویل به يواځې د بدل اخيستلو شیطاني لړۍ وغزوي او د سياسي حل په لاره کې به نور خنډونه پیدا کړي".

د چین ځانګړي استازي ویلي، د سیاسي روغې جوړې لپاره د اړتیا وړ حالاتو پیدا کولو یواځینۍ لار دا ده چې ژر تر ژره تشدد ختم شي او د حالاتو د سړولو هڅې زیاتې شي.

ژای ویلي په خپل سفر کې به دې خبرې ته ځانګړې پاملرنه کوي چې د جګړې له ښکېلو ټولو اړخونو سره و ږغېږي او د هغوی تر منځ د ډزبندۍ، د عامو خلکو د ژغورنې او د امن د خبرو لپاره همږغي پیدا کړي.

د امریکې او چین مشران ځکه هم د اسرایل او حماس د شخړې په حل کولو کې رول تر سره کوي، چې د دواړو هېوادونو وګړي هم د حماس په بریدونو کې وژل شوي دي.

د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې د حماس په بریدونو کې تر اوسه 30 امریکایان وژل شوي او د 13 د مرګ او ژوند په اړه لا معلومات نه شته. د چین د سي جي ټي این رسنۍ د خبر له مخې په دې شخړه کې څلور چینایان هم وژل شوي، شپږ ټپیان دي او دوه نور لا ورک دي.

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ جون د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، له بشري مسایلو باید سیاسي اختلاف جوړ نه شي. د سي جي ټي این د خبر له مخې ښاغلي ژانګ ویلي، د اسرایل او حماس جګړه د "زیاتې ملکي مرګ ژوبلې او بشري بحرانونو" سبب شوی دی.

د چين ځانګړي استازي د ملکي وګړو خلاف هر ډول تشدد او بريدونه غندلي او د هغو ټولو اقداماتو مخالفت یې کړی چې وایي‌ له نړيوال قانونه پکې سرغړونه کېږي.

ژانګ جون د فلسطين او اسرايلو تر منځ د اوسني خراب حالت په اړه د چين دريځ په تفصيل سره بيان کړی او غوښتنه یې کړې چې د لويو بشري ناورينونو د مخنيوي لپاره دې ژر تر ژره ډزبندي وشي.

ښاغلي جانګ ویلي په جګړو کې د عامو خلکو ژغورل د نړيوال بشردوستانه قانون سره کرښه ده او د زور بې درېغه کارول د منلو وړ نه دي. وایي نه باید فلسطینیان او نه د اسراییل ملکي وګړي په نخښه شي.