اسرایل پوځ وایي غزه کې یې د حماس سوونه مرکزونه تباه کړي، ملګري ملتونه په بمبارۍ اندېښمن دي

د اسرايل پوځ وايي‌ په غزه پټۍ کې يې د حماس په مرکزونو بمباري کړې او په سونو مرکزونه يې ورله تباه کړي. په اسرایل او غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر تر پینځه زره او د ټپیان شمېر تر 16 زره زیات شوی دی، چې پکې زرګونه ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د غزه سيمې د صحت وزارت وايي‌ د جمعې په سحر اسرايل د غزه په شمالي برخو ناتاره بمباري کړې چې پکې لويه مرګ ژوبله اوړېدلې او ډېرې ودانۍ یې د ځمکې سره هوارې کړي، چې په نتيجه کې يې په لکونو خلکو کډې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د دفتر وياندې روينا شمداساني په غزا پټۍ د اسرايل په بريدونو اندېښنې ښودلي ‌دي.

" مونږه د اسرايلي پوځ لخوا په غزه د درنې بمبارۍ په اړه اندېښمن يو، چې دغلته يې د خلکو ژوند نور هم ګران کړی او د بمبارۍ باوجود د خپلو کورونو نه تښتي".

د غزه د صحت وزارت وايي، تر اوسه د اسرايل په بمبار کې 3,785 فلسطينيان وژل شوي او 12,500 ژوبل شوي دي. د حماس په بريدونو کې تر اوسه د 1,400 نه زيات اسرايليان وژل شوي، 3,800 ژوبل شوي او 203 اسرايلي وګړي‌ حماس ژوندي تښتولي ‌دي.

اسرايل په شمالي غزه کې په فلسطيني وګړو غږ کړی چې د خپلو کوورنو نه ووځي، د غزه ښار او خوا شا سيمې نه د يو ميلين نه زياتو خلکو خپل کورونه پرېښي دي چې د دې سیمې د ټولې آبادۍ نيمايي برخه ده.

په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د دفتر ويانده روينا شمداساني زياته کړه په غزا پټۍ کې په زرګونو بې کوره شوي خلکو ته دې فوري مرستې ورکړی شي:

"د جګړې د لاسه بې کوره شوي يو ميلین فلسطيني وګړي چې پکې نيمايي برخه د ماشومانو ده، بشري مرستو ته اړتيا لري، مونږه په ټولو ډلو غږ کوو چې دوي ته دې زر تر زره بشري مرستې ورسولی شي".

د نړۍ د يوشمېر ملکونو نه په غزه پټۍ کې ګېر وګړو د پاره مرستې روانې دي ‌خو دغې سيمې ته تلونکې لارې تړل شوي ‌دي.

په ملګرو ملتونو کې د بشري چارو د فتر وياند ينز لېرک هم ويلي د بشري مرستو د رسد په اړه يې خبرې اترې روانې دي.

"مونږ د اړونده ډلو سره په خبرو کې ډېر مخکې تللي يو او هيله لرو چې په ورځ نيمه کې به دواړه ډلې غزه پټۍ ته د بشري مرستو په رسد يوه لوظنامه اوکړي".

د ملګرو ملتونو جنرل سېکټري انتونيو ګوتېریش هم تېره ورځ د مصر دوره کړې وه او هلته يې پخپله د غزه پټۍ د پاره د بشري مرستو جاج اخيستی دی:

"زه فوري د بشري خواخوږۍ په اساس د ډزبندۍ غوښتنه کوم، له تېرو دوو هفتو راهسې په جګړه کې ښکېل د غزا وګړي د ژوند د بنيادي ضرورتونو نه بې برخې دي، هغوي د خوراک څښاک او دارو درملو د کمي سره مخ دي او ويره ده چې د لوږو تندو او دوايانو د نشتوالي د لاسه به د مرګ خلې ته لاړ شي".

نوموړي په ډاګه کړه چې د بشري حقونود نړيوال قانون ته دې درناوی وشي چې پکې سکولونو هسپتالونو او د ملګرو ملتونو دفترونو او نورو ملکي ودانيو ته حفاظت ورکړی شوی.

په اووم اکتوبر په اسرايل باندې د حماس د بريدونو په سر راپورته شوې جګړه کې دواړو خواوو ته په سوونو خلک وژل شوي ‌دي او معلومه نه ده چې ډزبندي يا لوظنامه به پکې اوشي‌ او که نه.