ملګري ملتونه وایي افغانستان دا مهال له یو شمېر چېلنجونو سره مخ دی، وایي په هغه کې د طالبانو د جابرانه پالیسیو او تګلارو له کبله د بشري حقونو خرابېدونکی حالت، د معافعیت کلتور، روان بشري او اقتصادي بحران، وروستۍ مرګوني زلزلې او له پاکستانه په ګڼ شمېر د خلکو ممکنه جبري ستنېدل شامل دي چې وایي د دې ټولو د مخنیوي لپاره بیړنيو اقداماتو ته اړتیا ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنیټ د د اکتوبر په 24مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته خپل وروستی رپوټ وړاندې کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو رپورټر د بشري حقونو د فعالانو په ګډون د هغو افغانانو د نیولو په اړه عمومي غونډې ته خبرداری ورکړی چې د سوله ییزو لاریونونو له لارې د بیان د ازادۍ د حق په ګډون خپل بشري حقونه کاروي:
"[د طالبانو] پر ژمنو باوجود په بندیخانو کې پر اذیت او غیرانساني چلند، د مخکیني حکومت د چارواکو او پوځيانو د بشري حقونو پر سرغړونو باندې د معافیت یا استثنی کلتور دی".
ریچرډ بېنټ وویل د هرات وروستۍ مرګونې زلزلې هغه افغانان لا پسې اغېزمن کړي چې مخکې یې هم زیانونه ګاللي دي او وایي دغه خلک د نړیوالې ټولنې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.
ریچرډ بېنیټ تر شپږم ټولګي پورته ټولګیو کې د نجونو او په پوهنتونونو کې د ښځو د زدکړو د بیا پیلېدو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، طالبانو پرله پسې دغه بندیزونه لنډمهالي یاد کړي خو وایي تر اوسه یې ددغو بندیزونو د ختمولو لپاره هیڅ کوم اقدام نه دی کړی.
ښاغلي بېنیټ ویلي، کېدای شي د طالبانو حکومت د جنسیت په بنیاد د ځورونې اقدامات لا زیات کړي. هغه وویل، "منظم توپیري چلند، جبر، د ښځو او نجونو بېلوالی او د جنسیت پر بنسټ د توپیر پرمختلونکی رجحان لا زیاتې څېړنې ته اړتیا لري".
ریچرد بېنیټ په افغانستان کې د تعلیم کیفیت ته هم اشاره کړې او وایي د طالبانو دا پالیسي چې تعلیم د "مدرسو په بڼه" تعلیم پورې محدودي، دا نه یواځې ماشومان له پراخو مهارتونو او علم څخه محروموي بلکې بېکاري او لوږه هم زیاتولای شي:
"دا به د توندروه نظریاتو بنیاد کښېږدي چې په کور دننه د ترهګرۍ او د سیمې او نړۍ د ناارامۍ خطر به زیات کړي".
ریچرډ بنیت د طالبانو له بنده د افغان اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون د یو شمېر خبریالانو د خوشي کېدو هرکلی کړی او وایي دغو نیونو په افغانستان کې مدني فضا لا تنګه کړې او خرابه کړې ده.
ریچرډ بېنیټ هیله ښودلې چې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه به د افغانانو د بشري حقونو، افغان مېرمنو او نجونو د حقونو غوڅ ملاتړ وکړي.
د طالبانو حکومت لا د ملګروملتونو د ځانګړي رپورټر تازه څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی خو د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر 23مه په افغانستان کې د بشري حالت په اړه د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر «یوناما» رپوټ رد کړی وو او له حقایقو لرې یې بللی وو.
طالبان چې د 2021م کال په اګست کې بیا پر افغانستان د وسلو په زور واکمن شوي 764 ورځې کېږي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم یې بندیز لګولی او 305 ورځې کېږي چې په پوهنتونونو کې یې د ښځو او نجونو پر زدکړو بندیز لګولی دی.