په افغانستان کې له شاوخوا پینځلسو کلونو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکی مطیع الله ویسا د طالبانو په بند کې تر اوو میاشتو تېرولو وروسته نن خوشی شو. د طالبانو حکومت لا د هغه د خوشي کولو په اړه څه نه دي ویلي.
دا خبر د پنجشنبې- زیارت په سهار د هغه مشر ورور عطاء الله ویسا وي او اې ډیوه ته ورکړی وو، خو په دې اړه یې ډېر تفصیل نه وو ویلی. پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو د هغه د خوشي کېدو هرکلی کړی دی، خو لا پخپله رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د ویسا ورور عطاء الله ویسا وایي، د طالبانو حکومت چې پر هغه کوم تورونه لګولي وو هغه ثابت نه شول او د طالبانو عدالت د هغه د خوشي کولو امر وکړ، چې په نتیجه کې یې هغه نن خوشی شو او په کابل کې خپل کور ته ستون شوی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنیټ د مطیع الله ویسا د خوشي کېدو هرکلی کړی دی او د طالبانو په بند کې د ټولو افغان فعالانو د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده. ښاغلي بېنیټ پر خپل ایکس لیکلي:
"زه د مطیع الله ویسا د خوشي کېدو هرکلی کوم او د بشري حقونو د هغو ټولو افغان مدافعینو د سمدستي او بې له شرطه خوشي کېدو غوښتنه کوم چې د خپلو او د نورو د بشري حقونو لپاره درېدلي او په خپلسرې توګه نیول شوي دي."
I welcome the release of Matiullah Wesa and call for the immediate & unconditional release of all #Afghanistan human rights defenders who are arbitrarily detained for standing up for their own rights & the human rights of others. #ZhuliaParsi #NedaParwani #RasoulAbdi https://t.co/o4yALElJXW
— UN Special Rapporteur Richard Bennett (@SR_Afghanistan) October 26, 2023
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ویسا تر نیول کېدو څو ورځې وروسته د وي او اې اشنا خبریال سلیمان اشنا ته په یوه مرکه کې ویلي وو چې د دوی د نظام په ضد څوک اقدامات کوي هغه به خامخا نیول کېږي. مجاهد ویلي وو:
"د ویسا په نامه کوم کس چې وو بې له دې چې نظام په جریان کې واچوي خپلسري اقدامات یې درلودل، پټې او ښکاره غونډې یې درلودې، له دباندې یې اړیکې درلودې او دستور یې له دباندې نه اخیسته، هغه باید د پوښتنو ګروېږنو لپاره وغوښتل شي".
عطاء الله ویسا وایي ورور یې طالبانو د نیول کېدو په لومړیو څلوېښت ورځو کې په داسې ځایونو کې بندي وو چې د ده په وینا د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان خلاف ورسره ښه چلند نه دی شوی خو وایي د جولای له نیمایي وروسته په پل چرخي زندان کې بندي وو.
د بشري حقونو نړیوالو ادارو او د تعلیم لپاره مبارزه کوونکو د مطیع الله ویسا نیول غندلي وو او د هغه د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې وه.
ایمنیسټي انټرنېشنل نن د ویسا د خوشي کېدو خبر د افغانستان لپاره یو ښه خبر ګڼلی او پر خپله ایکس یې لیکلي چې هغه به له دې کبله په زندان کې نه وای بندي شوی چې د نجونو د تعلیم حق ته د ودې لپاره یې کار کاوه:
"د طالبانو واکمن چارواکي باید د بشري حقونو دفاع کوونکي او ښځې احتجاج کوونکې رسول پارسي، ندا پرواني، ژولیا پارسي، منیژه صدیقي او هغه ټول کسان خوشي کړي چې د برابرۍ او د جبر د غندلو خلاف درېدلي او په بې انصافۍ سره بندیان شوي دي".
The Taliban de-facto authorities must release human rights defenders and women protestors Rasool Parsi, Neda Parwani, Zholia Parsi and Manizha Sediqi and all others who are unfairly kept behind bars for standing up for equality and denouncing repression.
— Amnesty International South Asia, Regional Office (@amnestysasia) October 26, 2023
عطاء الله ویسا وایي «قلم ټولنه» به د مخکې غوندې په افغانستان کې د تعلیم لپاره مبارزې ته دوام ورکوي، خو دا چې مطیع الله ویسا به په هېواد کې پاته شي او خپل کار به پر مخ بیایي که نه، وایي په دې اړه پرېکړه یې لا نه ده کړې.
ویسا د مارچ میاشتې پر 27مه یې د کابل په خوشال خان مېنه کې له خپل یو مشر ورور سره په یو جومات کې د مازدیګر لمونځ کړی وو او را وتلو سره سم د طالبانو د استخباراتو کسانو نیولی وو. د هغه تر نیولو یوه ورځ وروسته یې د هغه کور هم تالاشي کړی وو.
مطیع الله ویسا په 2009م کال د «قلم لار» ټولنه جوړه کړې وه او په تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو کې یې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ګڼل شمېر بند سکولونه پرانیستي وو، کتابتونونه یې جوړ کړي وو، پر زرګونو ماشومانو یې کتابونه او درسي مواد وېشلي وو او خلک یې هڅول چې په خپلو ماشومانو تعلیم وکړي.