امریکا له خلیجي هېوادونو غوښتي د حماس د مالي ملاتړ په بندولو کې دې ورسره مرسته وکړي

د ترهګرو د مالي مرستې د مخنیوي لپاره جوړې امریکایي ادارې ټي ایف ټي سي روانه اوونۍ په یوه بیړنۍ غونډه کې د منځني ختیځ له اتحادي هېوادونو غوښتي چې پر اسرایل د برید کوونکې حماس ډلې د بهرنیو فنډونو د بندولو هڅې تېزې کړي.

د امریکې د خزانې وزارت د ټي ایف ټي سي پر غړو هېوادونو ږغ کړی چې خپل اغېز دې استعمال کړي او د حماس د مالي مرستو د لړۍ د بندولو لپاره دې نور ګامونه واخلي.

ټاکل شوې وه چې د امریکې «د ترهګرو د مالي مرستې د هدف کوونکي مرکز» خپله عادي غونډه په راتلونکې نومبر میاشت کې وشي، خو د اسرایل او حماس د جګړې له کبله په منځني ختیځ کې د پیدا شوي بحران له کبله تر وخت مخکې وکړه.

د امریکې ټي ایف ټي سي مرکز په 2017م کال کې جوړ شوی وو، چې مرکز یې په ریاض کې دی او د امریکې په ګډون بحرین، کوېت، عمان، قطر، سعودي عرب او متحده عرب امارات یې غړي دي.

د دې ادارې د غړیو هېوادونو حکومتي چارواکي په ګډه پر داسې لارو چارو خبرې کوي چې په مرسته یې دوی د ترهګرو تنظیمونو د مالي مرستو د کمي او په عمومي توګه د غیرقانوني پیسو [مني لانډرنګ] د منتقلۍ د مخنیوي لپاره کار وکړي.

امریکا په 1997م کال کې حماس "ترهګر تنظیم" نومولی دی، د اسرایل او امریکې په ګډون ملګرو ملتونو، یورپي اتحاد او د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د حماس بریدونه غندلي او "ترهګر بریدونه" یې ګڼلي دي.

د امریکې د خزانې وزارت د ترهګرۍ او مالي استخباراتو د ادارې مرستیال مشر بریان نېلسن د نهې- سه شنبې په ورځ د ټي ایف ټي سي لپاره په خپاره کړي بیان کې ویلي، د حماس او ددې ډلې "د ترهګرۍ" خلاف ګام نه اخیستل د فلسطینیانو په زیان ده:

"له مالي نظره موږ په ښکاره لیدای شو چې حماس له څو لسیزو هغه مالي مرستې د خپلې ترهګرۍ چارو ته اړولې دي چې د بشردوستۍ په بنیاد غزۍ پټۍ ته ورکړل شوې دي او د دوی دې کار هلته اقتصادي ستونځې زیاتې کړې دي، موږ باید د دوی دغه کارونه ښکاره وغندو".

د غزې پټۍ واک دا وخت د حماس په لاس کې دی، چې پکې شاوخوا 23 لکه فلسطینیان له تېرو تقریباً درو اوونیو راهیسې د اسرایلي ځواکونو له بریدونو سره مخ دي او د دې سیمې د شمالي برخې لکونه خلک بې کوره شوي دي.

د امریکې د خزانې وزارت یوه اوونۍ مخکې پر حماس ډلې نوي بندیزونه اعلان کړي وو، چې په هغه کې "د پټې سرمایه کارۍ پورټ فولیو [دفتر] " هم شامل دی، وزارت دعوه کړې وه چې دې دفتر حماس ته زیاته اندازه مالي مرسته راوړې وه.

په امریکا کې د غیرسرکاري څېړنیزې ادارې «سوفان مرکز» یو سینېر څېړونکی او د ترهګرۍ د مالي مرستې د مخنیوي د چارو ماهر جېسیکا ډېویس وي او اې ته ویلي، د حماس د فنډنګ د سرچینو د مخنیوي نړیوالې هڅې په وروستیو کلونو کې ځکه کمې شوې وې چې وایي دا تصور زیات شوی وو چې دا ډله د ماضي په نسبت اوس لوی خطر نه دی:

"ښکاره ده چې دا غلط تصور وو، د اووم اکتوبر پېښې ښکاره کوي چې حماس اوس هم یوه مسئله ده او کېدای شي دا د ځینو هېوادونو لومړیتوبونه بدل کړي او د دوی د مالي مرستو د مخنیوي هڅې بیا نوې کړي".

امریکا د ټي ایف ټي سي خلیجي هېوادونو په ګډون د سیمې له نورو ملکونو هم غواړي چې کله پر حماس ډلې بندیزونه پیل شي نو دوی دې د دې ډلې د مالي مرستو را غونډولو او له یو ملکه بل ته د لېږلو د اقداماتو مخنیوی تېز کړي.