اسرایلي ځواکونه : د غزه د ټولو لوی هسپتال ته ننوتلي دي

اسرایلي چارواکي دعوه کوي چې وسله وال په شفا روغتون کې نظامي یا پوځي تاسیسات لري خو وایي اسرایلي پوځیانو د سلګونو ناروغانو او طبي مامورینو منځ ته له ننوتلو ډډه کړې ده.

د ایسوسي ایټیډ پریس د خبر ترمخه د اسرایل پوځ د شورو/ چهارشنبې په سهار د غزې تر ټولو لوی روغتون ته ورننوتلی اؤ هلته یې دهغوي په وینا د حماس د تاسیساتو په ساحه کې دقیق هدفي عملیات ترسره کړي دي.

اسرایلي چارواکي دعوه کوي چې وسله وال په شفا روغتون کې نظامي یا پوځي تاسیسات لري خو وایي اسرایلي پوځیانو د سلګونو ناروغانو او طبي مامورینو منځ ته له ننوتلو ډډه کړې ده.

په وروستیو اوونیو کې، د اسرایل دفاعي ځواکونو په عامه توګه خبرداری ورکړی ؤ چې د روغتون دا ډول کارول "د نړیوال قانون له مخې د دې خوندي حیثیت له خطر سره مخ کوي"

د سه شنبې په ورځ، پوځي چارواکو بیا د غزې چارواکو ته خبرداری ورکړ چې په روغتون کې ټول پوځي فعالیتونه باید په 12 ساعتونو کې ودروي.

خو اسرایلي پوځ ویلي "له بده مرغه داسې ونه شول."

حماس د اسرایلو دا تورونه رد کړي چې ګنې له روغتون څخه د عسکري فعالیتونو لپاره کار اخلي.

د اسرایل پوځي چارواکو په دې اړه نور تفصیلات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې ملکي وګړو ته د زیان رسولو د مخنیوي لپاره اقدامات کوي.

دا عملیات وروسته له هغې پیل شول چې پوځ د سه شنبې په ورځ د غزې په شمال کې پراخه کنټرول ترلاسه کړو اؤ دغلته یې دحماس د واک لاندې دپارلیمان د ودانۍ او د پولیسو دمرکزي دفتر د نیولو دعوې کړې دي.

په همدې حال کې د اسرایل دفاعي چارواکو ویلي چې دوی موافقه کړې چې غزې تړانګې ته د بشري مرستو په غرض د تېلو د لېږد اجازه ورکړي.

دا د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا د پولې په اوږدو کې د خونړي برید وروسته لومړی ځل دی چې اسرایل محاصره شوې سیمې ته د تیلو دلېږد اجازه ورکوي.

د ځینو نیول شویو ودانیو دننه، پوځیانو د خپل بري لمانځنې لپاره د اسرایل بیرغ او پوځي بیرغونه پورته کړي دي.

په یوه تلویزیوني خبري کنفرانس کې، د اسرایل دفاع وزیر یوف ګالانت وویل، حماس د غزې په شمال کې "کنټرول له لاسه ورکړی" او دا چې اسرایل د غزې په ښار کې د پام وړ لاسته راوړنې لري"

خو کله چې دهغه نه د جګړې لپاره د وخت دچوکاټ په اړه پوښتنه وشوه نو ، ګالنټ وویل: "موږ د اوږدو میاشتو په اړه خبرې کوو ، نه یوه یا دوه ورځې".

په غزه کې یو اسرایلي پوځي مشر یوازې د کرنل ګیلاد په نوم پیژندل شوی، په یوه ویډیو کې ویلي چې د شفا روغتون ته نزدې د دوی ځواکونو دولتي ودانۍ، ښوونځي او د استوګنې ودانۍ نیولې، وسلې یې ترلاسه کړي او وسله وال یې له منځه وړي دي.

د اسرایل ځواکونه د شورو/ چهارشنبې په سهار د غزې ترټولو لوی هسپتال یا روغتون ته ننوتلي دي. د اسرایل پوځ ویلی: "په ټاکلې سیمه کې د حماس پرضد دقیق او هدفي عملیات" ترسره کوي. اسرایل پوځ د حماس پر ضد د ځمکنیو عملیاتو د یوې برخې په توګه دغه مرکز محاصره کړی دی.

د اسرایل پوځ په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې په پارلمان او نورو حکومتي ادارو د د قبضې کولو دعوه هم کړې ده.

اسرایلي ځواکونو د کډوالو په دریم لوی کمپ الشطي د قبضې دعوه هم کړې خو حماس د اسرایلي پوځ دا ادعاوې ردوي.

حماس ویلي دي چې د اسرایلو لخوا د خالي او مخکې ویجاړو شوو ودانیو د خیالي قبضې دعوې د بریا د ښودلو یوه ناکامه هڅه ده.

د نړیوالو ادارو مطبوعاتي ربورټونه وایي د اسرایل د بمباریو له امله د الشفا روغتون په ساحه کې د وژل شوؤ څه د باندې ۱۲۰ فلسطینیانو جسدونه ددغه روغتون په ساحه کې په یوه ډله ییز قبر کې ښخ کړل شوي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش یو ځل بیا د انسانیت په نوم د سمدستي اوربند غوښتنه کړې.

حماس هم تېره ورځ د پنځه ورځني اوربند په بدل کې د ۷۰ اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو وړاندیز کړی کړی ؤ.

روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او مشر ټیډروس اډانوم ګیبریوس وایي، د غزې الشفا روغتون "نور د روغتون په توګه فعاله نه دی" او خبرداری یې ورکړی چې د غزې د تر ټولو لوی هسپتال حالت "خراب او بوږنوونکی" دی.

ښاغلی ګیبریوس وایي د دې روغتون شاوخوا "پرله پسې ډزو او بمبارۍ مخکې له مخکې بحراني حالت لا پسې خراب کړی دی".

د امریکې صدر جو بایډن تېره ورځ ویلي وؤ چې د غزې په تړانګه کې روغتونونه باید خوندي شي او هغه هیله ښکاره کړې وه چې اسرایل به "د کمې مداخلې" کارروایي وکړي.

د اکتوبر په اوومه د اسرایل په سویل کې د اسلامي فلسطیني ډلې حماس له برید وروسته اسرایل د حماس پر ضد خپله جګړه پیل کړې ده، د اسرایل د شمېرو له مخې په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شوي او ۲۴۰ نور یرعمل شوي اؤ غزې ته تښتول شوي دي.

په غزې کې د حماس د واک لاندې روغتیایي چارواکي وایي، په دغه جګړه کې خوا وشا۱۲۰۰۰ کسان وژل شوي، چې شاوخوا ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.

یادونه: ددې رپورټ ځېنې معلومات د اې پي او رویټرز خبري شبکې نه اخستل شوي دي