اسرایل د شفا روغتون د خالي کېدو اعلان رد کړ، جنوبي غزه کې بمباري شوې، ټپي ماشومان علاج ته ابوظبۍ ته وړل شوي

اسرایل د غزې مشهور لوی الشفا روغتون ته نن ماسپښین یو ساعت وخت ورکړی دی چې خالي یې کړي. دا خبر د فرانس پریس خبري ایجنسۍ خبریال ورکړی چې هملته په غزه کې موجود دی، خو د اسرایل پوځ وایي داسې څه اعلان یې نه دی کړی.

په دې روغتون کې د اسرایلي ځواکونو عملیات له تېرو څو ورځو روان دي او هلته د هسپتال د کارکوونکو په ګډون په زرګونو خلک بند پاته دي، چې پکې ناروغان هم دي او له جګړې را تښتېدلیو خلکو هم پکې پناه اخیستې وه.

اې ایف پي وایي اسرایلي ځواکونو د الشفا روغتون مشر محمد ابو سلمیه ته ویلي، د دې خبرې ډاډ دې ورکړي چې "ناروغان، ټپیان، بې ځایه شوي خلک او طبي کارکوونکي وباسي او دوی باید د سمندر غاړې ته په پښو لاړ شي".

د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند ډېنیل هګاري الشفا روغتون ته د خالي کېدو امر رد کړی دی او پر خپل ایکس یې لیکلي، "ای ډي ایف د شفا روغتون د مشر غوښتنې ته جواب ووایه چې په روغتون کې موجودو هغو خلکو ته اجازه ورکړي چې غواړي په خوندي لتوګه له غزې پټۍ د بشردوستۍ په لارو ووځي".

د حماس او فلسطیني چارواکو د انکار باجود اسرایل دعوه کوي چې د حماس وسلوال د غزې په دې تر ټولو لوی روغتون کې تر مځکې لاندې پناه ځایونه جوړ کړي دي او هملته پټ دي.

اسرایل د حماس وسلوالو خلاف تر عملیاتو مخکې د هسپتال د خالي کولو امر کړی، خو د روغتون ډاکټران او کارکوونکي وایي دوی زیات ناروغان لري او هغوی نه شي ایستل کېدای.

اسرایلي ځواکونو وړمه ورځ د غزې د جنوبي سیمو خلکو ته د وتلو امر کړی وو او نن د شنبې- خالي په ورځ یې په دوو جلا ځایونو کې د عامو خلکو د استوګنې پر ودانیو بمباري کړې چې په نتیجه کې تر 50 زیات کسان وژل شوي‌ دي.

رویټرز خبري ایجنسۍ د غزې د روغتیا د وزارت له په حواله لیکلي چې د شنبې- خالي په سهار پر یوه ودانۍ په برید کې لږ تر لږه 32 تنه وژل شوي او د جمعې- شنبې په منځنۍ شپه یې هم دوې ودانۍ په نخښه کړې دي چې پکې 26 تنه وژل شوي او 23 ټپیان شوي دي.

بل لور ته نن په یوه الوتکه کې پینځلس تنه هغه فلسطین ماشومان او د هغوی د کورنۍ غړي د علاج لپاره د عرب اماراتو ابوظبۍ ښار ته ورسېدل، چې په غزه کې د اسرایل په بمبار کې ټپیان شوي دي.

د عربي اماراتو صدر شیخ محمد بن زاهد د نومبر پر دویمه اعلان کړی وو، چې د 1000 ټپي شویو فلسطیني ماشومانو علاج به کوي.

رپوټونه وایي د بجلۍ د نشتوالي له کبله د نویو زېږېدلیو ماشومانو په ګډون ځینې ناروغان مړه شوي دي.

ملګري ملتونه وایي په الشفا روغتون کې تر 2000 زیات ناروغان، طبي کارکوونکي او بې ځایه شوي فلسطینیان دېره وو، چې اسرایلي ځواکونه د تېرې شورو- چارشنبې په ورځ د عملیاتو لپاره ور ننوتل.

د فلسطین د مواصلاتو کمپنۍ «پلټیل» وایي، کله چې سیمې ته د تېلو سپلای څه نه څه بحال شوه، دوی په غزه کې ټیلیفون او انټرنیټ په جزوي توګه بحال کړي دي. پلټیل ویلي د تیلو ترلاسه کولو وروسته یې د جنرېټرانو د بیرته چالانولو لپاره یې د خپل نیټورک بیارغونه پیل کړې چې په بجلۍ خپل کار وچلوي.

یوه فلسطیني سرحدي چارواکي فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي، د شاوخوا 17,000 لیټره تېلو لومړی کاروان تېره ورځ ناوخته له مصر څخه د رفح پولې له لارې غزې ته رسېدلې ده.

د امریکې تر زیاتېدونکي فشار لاندې اسراییل د جمعې په ورځ وویل د بشري اهدافو لپاره به غزې ته د تېلو د کوچني بار وړلو اجازه ورکړي، ځکه چې د ملګرو ملتونو مرسته کوونکي کاروانونه پرله پسې په دریمه ورځ وځنډول شول.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي اسرایل منلې چې د مصر د رفح پولې له لارې جنوبي غزې ته په هرو 48 ساعتونو کې 140,000 لیټره تېلو اجازه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارټین ګریفیتس د جمعې په ورځ وویل چې هره ورځ شاوخوا دوه لکه لیټره تېلو ته اړتیا ده چې "د غزې په شمال او جنوب کې زموږ لږ تر لږه بشري چارې پوره کړي."

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز اخیستل شوي دي.