په نوي ډیلي کې افغان سفارت بند شو، سفارت وایي هند باید د افغانستان درې رنګه بیرغ وساتي

په هند کې د افغانستان سفارت خپل فعالیتونه له پرونه درولي او په بشپړه توګه بند شوی دی، د دې سبب د نریندرا مودي د حکومت له خوا پرله پسې چېلنجونه او د سفارتي ملاتړ نشتوالی بلل شوي دي، طالبانو لا په دې اړه څه غبرګون نه دی ښکاره کړی.

هند تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په 2021م کال کې یې د امریکایي ځواکونو تر وتلو مخکې خپله سفارتي عمله له کابله ایستلې وه، وایي د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل یې د ملګرو ملتونو په تګلاره پورې اړه لري.

سفارت د نومبر په 24مه پر خپله ایکس [مخکیني ټویټر] پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي دا پرېکړه یې تر هغه وروسته کړې چې د تېرې سپټمبر میاشتې په 30مه یې د سفارتي عملې د نشتوالي له کبله خپل فعالیتونه ځنډولي وو.

اعلامیه وایي د سپټمبر په پای کې یې د فعالیتونو د ځنډولو پر مهال یې هیله دا وه چې د هند حکومت دریځ به بدل شي او سفارت به په عادي ډول خپل کار ته دوام ورکړي خو وایي داسې ونه شول:

"افسوس کوو چې د اتو اونیو له انتظار سره سره د سفارتکارانو د ویزو موده ونه غزول شوه او د سفارت د کنټرول لپاره د طالبانو او هند حکومتونو دوامداره فشارونو ته په کتو سفارت له یو ډېر سخت انتخاب سره مخ شو".

په اعلامیه کې ویل شوي سفارتکارانو یې سفارت یواځې د هند حکومت ته سپارلی او اوس دا په هغوی پورې اړه لري چې د دې مِشن د راتلونکي په اړه پریکړه وکړي، چې سفارت بند ساتي او که یې د طالبانو د حکومت سفارتکارانو ته سپاري.

سفارت ویلي د ویانا کنوینشن 1961م د 45مې مادې له مخې دا د هند د بهرنیو چارو وزارت ذمه واري ده چې چې د افغانستان د سفارتي مِشن د جایدادونو، بېنکي اکاونټونو، موټرو او د بېنک په اکاونټ‌ کې د پینځه لکه زره ډالرو ساتنه وکړي.

سفارت ویلي په تېرو دوو کلونو او درو میاشتو کې په هند کې د افغان پناه غوښتونکو، زده کوونکو او سوداګرو شمېر ډېر کم شوی دی، وایي دا شمېر د 2021م کال له اګست راهیسې نیمايي ته راټیټ شوی دی او په دې موده کې ډېرې محدودې ویزې جاري شوې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د هند حکومت باید د افغان سفارت پر ودانۍ د دې هیواد درې رنګه بیرغ همداسې رپېدلی پرېږدي، د سفارت شتمني او مالونه دې د یو داسې حکومت تر جوړېدو پورې خوندي کړي چې جواب ویونکی، قانوني او د افغانستان خلکو ټاکلی وي.

د اشرف غني د حکومت له ختمېدو وروسته په هند کې افغان سفارت د روان 2023م کال د سپټمبر تر اخره د تېر افغان حکومت سفارتکارانو چلاوه او هغوی اوس یو درېیم هېواد ته پناه وړې ده.

سفارت وایي اوس که څوک په هند کې د افغان سفارت په استازیتوب پاته وي هغه د طالبانو حکومت ور لېږلي دي، خو د طالبانو حکومت تر اوسه نه د سفارت د بندېدو او نه د خپلو سفارتکارانو د ور لېږلو په اړه څه غبرګون ښکاره کړی دی.