کراچۍ: په شاپنګ مال کې د اور لګېدو له امله 11 کسان مړه شوي دي

د پاکستان د ستر اقتصادي ښار کراچۍ د راشد منهاس روډ په یوه شاپنګ مال کې اور لګېدلی چې له امله یې تر اوسه د 11 کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی.

د کراچۍ دجناح روغتون د چارواکو په وینا، نهه مړي جناح روغتون ته، یو سول او یو عباسي شهید روغتون ته لېږل شوي دي.

پاکستاني رسنیو د جناح روغتون د حادثاتو د څانګې د مشر له خولې ویلي، وژل شوي او ټپيان ټول نارينه دي، چې عمرونه يې له 22 تر 42 کلونو پورې دي.

د اور وژنې ادارې د چارواکو په وینا، اور نن د خالي- شنبې په سهار شپږ بجې د ودانۍ له شپږم پوړ څخه تر څلورم پوړ پورې لګیدلی چې له امله یې لسګونه دوکانونه سوځېدلي دي.

مرستندویه چارواکو ویلي د اور له امله د خورو شوؤ لوګیو په وجه د یوولسو کسانو ساه بنده شوې اؤ مړه شوي دي او اته نور کسان د بې هوشۍ په حالت کې روغتون ته رسول شوي دي.

مرستندویه فعالین وایي چې په ودانۍ کې د نورو کسانو د شتون اطلاع هم شته.

د اور وژنې د ادارې چارواکو ویلي چې د زیاتو لوګیو په وجه ورته په اور وژنه کې سختې ستونزې راولاړې شوي خو وایي په اور وژلو توانیدلي دي.

د اور لګیدو علت په سمدستي توګه نه دی روښانه شوی خو د اور وژنې د ادارې چارواکو ویلي زیات احتمال شته چې دا اور د بجلۍ د شارټ سرکټ له امله لګیدلی وي.