څېړونکي: د اسرایل حماس جګړه کې په سفارتکارۍ سره چين په عرب نړۍ کې اثر او نفوذ زياتول غواړي

د اسرایل او حماس د جګړې د ختمولو او په دې لړ کې د ډزبندۍ او امن په هڅو کې د امریکې او نورو عرب هېوادونو غوندې چین هم خپل رول تر سره کوي او سفارتي هلې ځلې کوي خو امریکا دا هڅې رد کړې دي.

په اسرايل د حماس د بريدونو وروسته د روانې جګړې په اړه د چين له لوري ويناګانې او د شخړې کمولو په لړ کې د عرب هېوادونو سره چې غونډې شوې دي څېړنکاران وايي دا ښيي چين په عرب نړۍ کې خپل اثر او نفوذ زياتول غواړي.

د څېړنکارانو په نظر د حماس له بريدونو وروسته د اسرايل او حماس دغې جګړې چې کوم تشويش پیدا کړی، په دې اړه هر هېواد د خپلې تګلارې تر مخه فکرمندي څرګنده کړې خو چين غواړي له دې صورتحاله سياسي ګټې پورته کړي او هم ځکه د عرب هېوادونو سره ګډې غونډې کوي.

د پېښور پوهنتون د سيمه یيزو مطالعاتو د مرکز مشر پروفېسر شبيراحمد، "چين يو اقتصادي قوت دی او غواړي په اسلامي هېوادونو کې خپل امېج بهتر کړي، په خصوصي توګه د تاييوان په مسله د اسلامي هېوادونو ملاتړ ته اړتيا لري".

د چين له لوري د ځینو عرب هېوادونو د خارجه چارو مشرانو راغونډول او د اسرايل فلسطين په شخړه بيا د سولې دپاره غږ پورته کول د چین پر داخلي حالاتو هم پوښتنې را پورته کړې ده.

له ډېرو کلونو راهیسې چين خپله هم د وېغور مسلمانانو پرضد کاروايانو کولو او د بشري حقونو د سرغړونو پر سر د نړیوالو خصوصاً د امریکې له نيوکو سره مخ دی خو بيا د چين نه بهر يې تګلاره بدله ښکاري.

د پېښور پوهنتون د سيمه یيزو مطالعاتو د مرکزیو بل څېړونکی پروفېسر شفيع اپريدی وایي، د چين صدر شي جین پینګ د اسرایل او حماس په جګړه کې د منځګړي په کردار لوبولو سره بهر نړۍ ته دا تاثر ورکوي چې ګڼې دوی سوله راوستونکي دي:

"د ويغور مسلمانانو سره [چین] کوم چلن کوي داهم يوحقيقت دې چې د مذهب او نظريې په اساس هغوی ځورول کيږي او په حراستي مرکزونو کې ساتل شوي دي".

چين خپل زيات تره د تېلو او توانايي ضرورتونه د اسلامي هېوادونو څخه پوره کوي او هم په دې خاطر څېړنکاران وايي د تېلو شتمن عرب هېوادونه چين د خپلو اقتصادي ګټو دپاره مهم ګڼي.