ایران بیا غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ټولو قومونو استازی حکومت جوړ شي

ایران یو ځل بیا په افغانستان کې د یو داسې حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی چې پکې د ټولو قومونو استازي برخه ولري. ایران تېر کال هم داسې غوښتنه کړې وه، خو طالبان خپل حکومت ټولشموله ګڼي.

د ایران د ایرنا خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې- ګل په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې تهران په افغانستان کې تلپاته ارامي او امنیت غواړي.

ناصر کنعاني د تاجیکستان په پایتخت دوشنبه کې د افغانستان لپاره د جوړې شوې غونډې په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې وویل چې د دې غونډې د جوړېدو څه اطلاع نه لري، خو وایي ایران سیمه ییزې هڅې او کړنلارې ګټورې ګڼي:

"مونږ په افغانستان کې د هیڅ کوم حرکت د ردولو په لټه کې نه یو. ټول باید د یو داسې دولت په جوړېدو کې مرسته وکړي چې د افغانستان د خلکو او قومونو استازی وي او زمونږ تعامل هم په همدې چوکاټ کې دی".

د افغانستان لپاره د ایران د صدر ځانګړي استازي او په کابل کې د تهران سفیر حسن کاظمي قمي د نومبر پر 26 پر ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي وو، د هند د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزو چارو له عمومي مشر جي پي سینګ سره یې لیدلي دي، قمي لیکلي وو:

"د نورو مسلو تر څنګ مو په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي مسلو د پر مخ وړلو لپاره د سیمې د هیوادونو د تماس ډلې پر جوړېدو هم خبرې وکړې".

ښاغلي قمي ویلي چې دواړو خواوو د هند او افغانستان تر منځ له چابهار بندره د کار اخیستلو په اړه هم خبرې کړې دي او وایي په دې برخه کې په افغانستان کې د امن او ارامۍ پر ټینګښت ټینګار وشو.

دا لومړی ځل نه دی چې ایران په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدو غوښتنه کوي، د طالبانو له واکمنۍ راهیسې مخکې هم ایراني چارواکو د یو ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو حکومت لا د ایران تازه غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو مخکې یې د نړیوالو دا ډول پرله پسې غوښتنې رد کړې او له دې خبره سره یې مخالفت ښودلی ځکه چې وایي په حکومت کې یې د ټولو قومونو استازي برخه لري.

نړیوالې ټولنې هم له طالبانو په وار وار غوښتي چې په خپل حکومت کې دې د ټولو قومونو او مذهبونو استازو ته ځای ورکړي.

طالبانو د 2021 کال په اګست کې د وسلو په زور د اشرف غني په مشرۍ له تېر جمهوري حکومته په اففانستان کې بیا واک تر لاسه کړی او د کابینې په ګډون یې ټول وزیران د خپلې ډلې کسان دي، خو تر اوسه هیڅ کوم هیواد او نړیوالې ادارې د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

یادونه:- د رپوټ ډېر معلومات له وي او اې اشنا اخیستل شوي دي.