د اسرایل او حماس د جنګ وقفه يوه بله ورځ وغځول شوه، تمه ده نن به نور یرغمل او بندیان خوشي شي

د اسرايل او حماس ترمنځ په جګړه کې لنډمهاله وقفه د يوې بلې ورځې دپاره غځول شوې، د نورو يرغماليانو او اسرایل په بند کې د فلسطيني قېدیانو خوشي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

اسرايل او حماس له دې وړاندې اول د څلورو ورځو وقفه کړې وه، بيا د دوو نورو ورځو دپاره غځول شوې او اوس د نننۍ زيارت/ پنجشنبې ورځې دپاره نوره زياته کړل شوې ده.

د دواړو فريقېنو ترمنځ په غزه کې د جګړې تر منځ د وقفې غځېدو اعلان د وړاندې نه شوې ډزبندۍ د وخت پوره کېدو څخه څو ساعته وړاندې شوی دی.

حماس پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ 16 يرغماليان خوشي کړي او اسرایل 30 بندي فلسطينيان ازاد کړي وو.

د رويټرز خبري ادارې ترمخه، حماس ویلي، جنګ بندي به په اوومه ورځ هم وي.

له دې وړاندې حماس ویلي وو، اسرایل د نورو اووه ښځو او ماشومانو اخستو او جنګ بندۍ د تړون غځولو نه انکار کړی وو.

حماس د درېو يرغمل شوو وژل شوو د جسدونو اسرایلي چارواکو ته سپارلو اعلان هم کړی وو، خو دواړو خواو دا هم ويلي چې د جګړې بيا پېل کېدو ته هم تيار دي. اسرایل اعلان کړی د حماس د ختمولو او ټولو يرغمل شوو د خوشي کولو پورې به جګړه روانه وي.

حماس په اووم اکتوبر په اسرایل بريد کړی د اسرایل په وينا د حماس په بريد کې 1200 کسان وژل شوي او 240 يې يرغمل کړي وو.

د حماس د حملې په ځواب کې بيا اسرایل د حماس پرضد غزه کې جګړه پېل کړې او د حماس د انتظام لاندې په غزه کې د صحت محکمې ويلي، د اسرایل په حملو کې د 15000 نه زيات کسان وژل شوي دي.

اووه ورځې وړاندې د دواړو خواو ترمنځ د اوربند تړون شوی، او حماس به هره ورځ لس يرغماليانو خوشي کول او په بدل کې به یې اسرایل د يو يرغمل په بدل کې درې فلسطينيان بنديان ازادول.

په تړون کې ویل شوي وو اوربند کې به د يرغماليانو د خوشي کولو په مهال د غزې ټولو علاقو ته مرستې هم رسولی شي.

د اسرایلي ورځپاڼې (ټايمز اف اسرایل ترمخه نن د زيارت په سهار د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن اسرايل ته رسېدلی دی.

هم نن د زيارت په ورځ د ځايي وخت ترمخه په اووه بجې جنګ بندي ختمېده.

د اسرایلو دفاعي‌ ځواکونو د شورو یا چهارشنبې په ورځ ويلي وو، د پوځ مشر یې په غزه کې د اوربند وروسته د "جګړې د دوام" پلانونه لاسلیک کړي دي.

د اسرایلو حکومت ویلي، چې د حماس لخوا د شورو یا چهارشنبې په ورځ دوه خوشې شوې مېرمنې 50 کلنه ایلېنا ترومپانو او 83 کلنه اېرېنا تیتي وو چې دواړه اسرایلي روسي وګړي دي.

حماس همدارنګه د شورو یا چهارشنبې په ورځ دا هم ویلي چې په يرغمل شوو کې درې تنه، د لسو میاشتو کېفر بېباس، د هغې څلور کلن ورور ایریل او د هغوی مور شیري سیلبرمېن بېباس په یوه نامعلوم وخت کې په غزه باندې د اسرایلو په بمباریو کې وژل شوي دي.

د اسرایلو پوځ ویلي، چې دوی د حماس د د دغه دعوې پلټنې کوي.

ملګرو ملتونو ويلي، په غزې د اسرایلو له بمبارۍ سره د غزې د 2.3 میلیونو وګړو څخه د 1.8 میلینه خلک بې ځاي شوي دي.

د ملګروملتونو تر مشرۍ لاندې یو کانسورشیم د جمعې په ورځ ويلي وو په غزه کې تر 60 فیصدو زیاته کورونه ویجاړ شوي دي.

د ملګروملتونو د روغتیا سازمان د نهې یا سې شنبې په ورځ ويلي وو، په غزه کې د روغتیا،‌ اوبو او پاکارۍ د سیستمونو د اغېزمنېدو له امله د وبايي ناروغیو د خپرېدو خطر ډېر زیات دی.

(د دې خبر ځينې معلومات د اې اېف پي، اې پي او ریټرز څخه اخستل شوي)