ملګرو ملتونو د اسرایل او حماس پر تازه جګړه بیا شدیده اندېښنه ښکاره کړې او ډزبندي غواړي

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د اسرایل او حماس تر منځ د جګړې پر بیا پیلېدو شدیده اندېښنه ښکاره کړې او د حماسي له خوا اسرایل ته د راکټونو ور ویشتل او د غزې په جنوب کې د اسرایل نوي او پراخېدونکي هوایي او مځکني بریدونه یې د خواشینۍ وړ بللي دي.

د ادارې ویاند سټیفین دوجاریک په یو بیان کې د ملګري ملتونو له خوا له اسرایلي ځواکونو غوښتي چې له نورو پوځي اقداماتو ډډه وکړي او په غزه کې له مخکې خرابېدونکی بشري حالت لا پسې خراب نه کړي:

"باید د ملکي وګړو د لا زیاتو کړاوونو مخه ونیول شي او د روغتیایي کارکوونکو، خبریالانو او د ملګرو ملتونو د کارکوونکو په ګډون ملکي ودانۍ او اډاڼې باید په هر وخت کې وژغورل شي".

انتونیو ګوتېریش د جګړې پر ټولو اړخونو ږغ کړی چې انسادوستۍ د نړیوال قانون له مخې د خپلو ذمه واریو درناوی وکړي او یو ځل بیا یې په غزه پټۍ کې د دایمي بشري ډزبندۍ غوښتنه کړې ده:

"ټول یرغمل شوي کسان دې بې له شرطه سمدستي خوشي کړل شي او په ټوله غزه پټۍ کې دې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره بې له خنډه او دوامداره بشري مرستو روانې وساتل شي".

د اکتوبر پر اوومه چې حماس پر اسرایل برید وکړ د چارواکو په وینا 1200 کسان یې و وژل شول، تر شپږ زره زیات یې ټپیان شول، 240 یې یرغمل شول، له هغه وروسته او بیا په اووه ورځنۍ ډزبندۍ کې 108 تنه خوشي شول او د اسرایل په وینا 137 تنه لا هم له حماس ډلې سره پاته دي.

د اسرايل د وزیراعظم دفتر د دسمبر پر څلورمه وويل، د حماس په قید کې 15 یرغمل کسان مړه شوي دي. په غزه کې د یرغمل شویو درو نورو کسانو د مړینې له تایدولو سره چارواکو ویلي د دغو 15 وژل شویو یرغمل کسانو جسدونه له حماس سره پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني ادارې یو این آر ډبلیو اې مشر فیلیپ لازاریني وایي د ډزبندۍ تر ختمېدو وروسته چې پر غزه پټۍ بیا د اسرایلي ځواکونو بمباري پیل شوې "د وژل کېدونکو عامو خلکو شمېر په تېزۍ سره په زیاتېدو دی":

"[په جګړه کې] وروستي پرمختګونه د بشري چارو مخه نیسي. د بشردوستانه وقفې ختمېدو مخکې لا په هر ځای کې ملکي خلکو ته نور عذابونه، زیانونه او غمونه راوړي دي. موږ د بشردوستانه ډزبندۍ غوښتنه کوو".

د ښاغلي فیلیپ لازاریني په وینا په غزه کې نور یو ځای هم خوندي نه دی او وایي په جګړه کې "ملکي وګړي نارينه، ښځې، ماشومان، زاړه کسان، ناروغان او معذوره کسان تر ټولو زيات زيانمن شوي دي".

د غزې د روغتیا وزارت وایي د اکتوبر له اوومې وروسته د حماس د ځپلو لپاره د اسرایلي ځواکونو په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر تر 15,800 اوښتی او تر 42000 زیات ټپیان شوي دي چې وایي 70 فیصده یې ښځې او ماشومان دي.

د رپوټونو له مخې ټاکل شوې چې تر 1.8 میلینه زیات خلک د اسرایل او حماس د تازه جګړې له کبله خصوصاً د غزې له جنوبي‌ سیمو بې ځایه شي. شاوخوا 1.2 میلینه په تېره څه کم دوو میاشتو کې بې ځایه شوي چې د ملګرو ملتونو په 156 پناه ځایونو کې مېشت کړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېریش یو ځل بیا پر دې اړتیا ټینګار کړی چې غزې ته دې بشري مرستې بې خنډه، په کافي اندازه او په دوامداره توګه پرېښوول شي. وایي‌ اوسنی حالت د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره لوی خنډ دی.

د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ رفح پولې ته څېرمه سیمه کې پر اغېزمنو بې ځایه شویو خلکو محدودې مرستې ووېشل شوې خو تر ډېره حده په ګاونډي خان یونس سیمه کې د روانې جګړې له کبله ودرول شوې.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني ادارې مشر فیلیپ لازاریني له اسرایل وغوښتل چې د بشري مرستو لپاره له غزې سره نورې پولې هم خلاصې کړي. لازیني تور پ،رې کړی چې اسرایلي چارواکي د تېلو په ګډون پرله پسې بشردوستانه رسد محدودي.

اسرایلو د غزې د خان یونس ښار په شاوخوا سیمو کې میشتو فلسطینیانو ته ویلي د مصر پولې ته څېرمه رفح ښار ته دې کډه شي. د دوی اکثره خلک تر دې مخکې هم د غزې له نورو سیمو بې ځایه شوي دي.