د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې په امنیتي ځواکونو بريد باندې پښتنو سياستوالو اندېښنه څرګنده کړې او امنيتي ناکامي يې بللې ده. حکومت وايي د ترهګرۍ د خاتمې پورې به جګړه روانه وي.
د پاکستان پوځ نن د نهې/ سه شنبې په ورځ ويلي، په ډېره اسماعیل خان کې په پوځي پوسته بريد او يوه بله نښته کې 25 پوځيان وژل شوي، او پوځ د ترهګرو پرضد عملياتو او نښته کې د 27 ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده.
د جهاد پاکستان په نوم ډلې په پوځي پوسته د برید زمه واري منلې ده.
د پوځ د بيان نه وړاندې ويل شوي وو د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې په پوليس تاڼه برید شوی وو.
سیاستوالو او حکومت دغه بريد غندلی دی.
د عوامي نیشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان په اېکس (پخواني ټویټر) ویلي،
"درابڼ کې په پوليس تاڼه د حملې غندنه، په دومره حساسه ځای د ترهګرو حمله د اندېښمنو حالاتو عکاسي کوي، پښتونخوا يو ځل بيا د ترهګرۍ او توندروۍ په اور کې سوځي، هره ورځ هدفي وژنې کيږي".
هغه پوښتنې راولاړې کړي، "پښتونخوا چا ترهګرو ته پرېښودې؟ ترهګر بيا چا اباد کړي او د زندانونو څخه یې خوشي کړي؟ ترهګرو ته د اسانتیاو برابرونکو ضد دې کارروايي وشي".
د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان ويلي،
"د درابڼ په تاڼې حمله په مکمله توګه امنيتي، استخباراتي، د مرکزي او صوبايي نګران حکومتونو ناکامي ده"، نوموړي هم پوښتنې راولاړه کړې، "پاکستان او په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ اډه جوړه شوې، حکومت دې اووايي، د ازغن تار (باړ)، اېف سي، پوليس، استخباراتو او سېول انتظامیې په موجودګۍ کې ترهګري ولې کيږي؟ رياست دې اووايي د پښتنو وينې به تر کوې بهيږي؟".
د پاکستان وزيراعظم انوار الحق کاکړ د ډېره اسماعيل خان د بريد په مقابله د پاکستاني ځواکونو زړورتیا او قربانۍ ستايلي، د وژل شوو د کورنيو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او ويلي یې دي، " د خپلې خاورې څخه د ترهګرۍ د خاتمې پورې به زمونږ جګړه روانه وي".
د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي او د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري هم په ډېره اسماعيل خان کې "ترهګري" غندلې ده.
بلاول بټو زرداري ویلي، "د ترهګرۍ د نرسرۍ ختمولو دپاره دې په نېشنل اېکشن پلان عمل وشي".
او سرفراز بګټي ويلي، "د ترهګرۍ خاتمه به کوو".