په بلوچستان کې 28 مياشتې وروسته په چاپيريال کې د پوليو وايرس موندل شوی

د بلوچستان د پوليو د مخنيوي پروګرام چارواکي دعوه کوي، چې د روغتيايي کارکوونکو د پرله پسې هڅو په نتيجه کې د پوليو نور ټول وايرسونه ختم شوي خو يواځې يو وايرس پاته دی، چې د ختمولو لپاره يې هڅې روانې دي.

دبلوچستان د پوليو مخنيوي پروګرام يو چارواکي ډاکټر افتاب کاکړ وي او اې ډيوه ته وويل، چې په دې وروستيو کې د بلوچستان په پښين، چمن، کوټه، حب او ډېره بګټي سيمو کې له چاپيرياله په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوی، چې د ده په وینا "د کندهار وايرس" بلل کېږي.

ډاکټر افتاب وایي په پښين ضلع کې له چاپيريال په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوی:

"د کوټې بلاک په ضلعو کوټه، پښين، کلاعبدالله او چمن کې تر ټولو ښه د پوليو مخنيوي کار په پښين ضلع کې کېږي. دلته زموږ کار ډېر ښه روان دی، خو د ښار په شپږ يونين کونسلونو کې شپږدېرش سلنه خلک افغان کډوال دي، د پښين پوليو وايرس هم ځایي نه دی، بلکې له بهره دلته راوړل شوی دی. د موندل شوي وايرس تړاو له کندهار وايرس سره دی".

د پښين سيمې اوسېدونکی يو ځايي مشر زعفران خان د پوليو مخنيوي له کاره خوښ دی او وايي په سيمه کې يې د پوليو مخنيوي کار ډېر ښه روان دی، ګرځنده ټيمونه هغو سيمو ته ورځي، چې پکې کډوال استوګن دي او ماشومانو ته د ګوزڼ ضد قطرې ورکوي:

"د پوليو وېکسين ټيم زموږ کلي ته راځي، او ماشومانو ته قطرې ورکوي. دا قطرې ماشومان له ګوزڼه خوندي ساتي. دلته هر څوک خپل ماشومان ويکسين کوي. که څوک انکاري وي، زه له ټيم سره هغه کور ته ورځم چې ماشومان ويکسين شي. دلته د پوليو ټيمونه تل پر خپل وخت راځي او موږ د دوی له کاره خوشاله او ډاډه يو".

په بلوچستان کې په کال 2021م کې په جنوري مياشت کې د پوليو وروستی مثبت کېس رپوټ شوی وو او د هماغه کال په اپريل مياشت کې له چاپيرياله په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوی وو.

خو په تېره سيپټمبر او اکتوبر میاشتو کې يوار بیا په صوبه کې د پوليو وايرس کشف شوی دی.