د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د نامزدګۍ کاغذونو نه د پي ټي‌ آی د امیدوارانو په منعې کولو اندېښنه ښودلې

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د عامو ټاکنو لپاره د تحریک انصاف ګوند د امیدوارانو په مبینه توګه د نامزدګۍ د کاغذونو جمع کولو نه د منعې کولو اقدام سخته اندېښنه ښودلې ده اؤ د پاکستان په نګران حکومت اؤ الیکشن کمیشن یې ټینګار کړی چې باید رڼې اؤ بې پلوه ټاکنې باوري کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان په عامو ټاکنو کې د برخې اخستو لپاره د سپریم کورټ دروازه ټکولې ده .

عمران خان سپریم کورټ ته په کړې عریضه کې دریځ خپل کړی چې د انتخاباتو نه وړاندې دی نا اهله کول دده د بنیادي حقونو پرضد عمل دی.

د ټاکنو کمیشن اؤ د پاکستان نګران وزیراعظم مخکې ویلي چې ټاکنې به روڼ انده وي اؤ د هیڅ یو ګوند پلوي پکې نه کیږي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن (ایچ ار سي پي) د خالي په ورځ‌ خپله یوه اعلامیه کې ویلي په دې خبره سخته اندېښنه لري چې ویل کیږي د تحریک انصاف ګوند امیدواران په مبینه توګه د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو ته نه پرېښودل کیږي.

ایچ ار سي وایي په راتلونکو ټاکنو کې تحریک انصاف ګوند ته د خپلې خوښې انتخابي نښه نه ده ورکړل شوې اؤ په دې وروستیو کې د هیواد بیلابیلو ښارونو نه د ناامنۍ خورولو په تورونو د پي ټي آی د کارمندانو اؤ مشرانو پرضد مقدمې درج کول هم د غندنې وړ دي.

ایچ ار سي پي وایي دا کارروایۍ اؤ ددې ترڅنګ ددغه ګوند سره د تړاؤ لرونکو مېرمنو د نهم مئ راپدیخوا پرله پسې په بند کې ساتل د جمهوري قدرونو ، دقانون د واکمنۍ، دسیاسي استازیتوب اؤ انجمن سازۍ د بنیادي حق صریحه خلاف ورزي ده.

د بشري حقونو کمیشن وایي ، نګران حکومت اؤ الیکشن کمیشن ته یو ځل بیا ور په یادوي چې د خپل صلاحیت نه باید تجاوز ونه کړي اؤ د رڼو اؤ بې پلوه ټاکنو ترسره کول دې باوري کړي.

د پاکستان الیکشن کمیشن د راتلونکي کال‌ په اتمه فرورۍ ګرد هیواد کې د عامو ټاکنو اعلان په داسې حال کې کړی چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اؤ ددغه ګوند نور مشران د بیلابیلو مقدمو په اساس یا خو زندانونو ته اچول شوي اؤ یا هم د نیول کیدو له ویرې پټ شوي دي.

د ټولټاکنو کمیشن تحریک انصاف ګوند ته د ګوندي انتخاباتو په قضیه کې د انتخابي نښې "بیټ"له ورکولو هم انکار کړی دی.

تر دې وړاندې د پاکستان الیکشن کمیشن عمران خان د توشه خانې په قضیه کې نااهله ګرځولی دی اؤ هغه په موجوده حالاتو کې ددې جوګه نه دی چې راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

د خالي په ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د خپل وکیل عبداللطیف کهوسه په لاس سپریم کورټ ته خواست کړی چې دده د نااهلۍ فیصله باید ختمه کړي.

هغه پخپل خواست کې دریځ خپل کړی چې الیکشن کمیشن په بېړه کې پرېکړه کړې اؤ دی یې په اتم اګست د ارټیکل 62 ون ایف په اساس د پینځوو کالو لپاره نا اهله کړی دی اؤ هم یې الیکشن کمیشن دده ګوند ته د انتخابي نښې بیټ له ورکولو انکار کړی دی.

عمران خان غوښتنه کړې چې دده د نااهلۍ په اړوند دې د اسلام اباد هایکورټ فیصله ناچله وګرځول شي اؤ د توشه خانې په کیس کې ورکړل شوې سزا دې معطل کړل شي.

هغه زیاته کړې ده چې د توشه خانې په کیس یې سزا د وړاندې نه معطل کړی شوې ده خو هایکورټ یوازې سزا معطل کړې ده اؤ ټوله فیصله یې نه ده کړې چې د هایکورټ له دې تېروتنې الیکشن کمیشن ګټه واخسته اؤ دده د نااهلۍ اعلامیه یې خپره کړه.

د پاکستان د ټولټاکنو د کمیشن مشر په وار وار په یاد کمیشن د سیاسي جانبدارۍ تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې د هر ګوند سره د ایین مطابق چلند کوي اؤ هیڅ یو ګوند ته ځانګړی ارزښت نه ورکوي.

نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ هم روانه اوونۍ د یو پاکستاني ټي وي چینل سره مرکه کې ویلي وؤ چې دده حکومت په هیڅ یو سیاسي ګوند بندیز نه دی لګولی اؤ هر ګوند ته انتخاباتو کې د برخې اخستو موقعه ورکړل شوې ده خو ویلي وؤ که عدالتي معاملې د چا په مخکې خنډان جوړیږي نو په هغې باید نګران حکومت ملامت نه کړل شي.

تر دې وړاندې سپریم کورټ د سايفر قضیه کې د عمران خان اؤ د هغه د ګوند د مرستیال مشر شاه محمود قریشي ضمانتونه منظور کړي خو په عمران خان نورې مقدمې هم درج دي چې د هغې له امله څېړونکي وایي عمران خان به زر له زندانه رابهر نه شي.