اوکراین په کریمیا کې د روس پر سمندري جهاز برید کړی

د اوکراین فضایي پوځ ویلي چې د نووچرکسک سمندري جهاز د نښه کولو لپاره یې کروز میزایل کارولي دي او دغه سمندري جهاز تباه کړی دی.  (فایل فوټو)

د اوکراین فضایي پوځ ویلي چې د نووچرکسک سمندري جهاز د نښه کولو لپاره یې کروز میزایل کارولي دي او دغه سمندري جهاز تباه کړی دی.  (فایل فوټو)

د اوکراین ځواکونو د نهۍ/سه شنبې په ورځ ویلي چې په کریمیا کې یې د روس یو سمندري جهاز په نښه کړی دی، او په تور سمندر کې د روس بحري بیړی ته یې یوه بله سخته ضربه ورکړې ده.

د اوکراین فضایي پوځ ویلي چې د نووچرکسک سمندري جهاز د نښه کولو لپاره یې کروز میزایل کارولي دي او دغه سمندري جهاز تباه کړی دی.

د اوکراین د هوایي پوځونو ویاند یوري احنات وي او اې ته ویلی چې د اوکراین ځواکونو ته د سمندری جهاز ځای ، د کارګو ، او د سیمې د ساتنې لپاره د روس د هوايي دفاعي نظام معلومات لرلو.


یوري احنات دغه برید”ډېر مشکل عملیات “ ورګرځول ځکه چې دغه ډول سمندري جهاز ډوبول اسانه کار نه دی.


د اوکراین د هوایي پوځونو ویاند وویل چې د اوکراین ځواکونه د درستګۍ سره د عملیاتو ترسره کولو کې ښه کېږي، او زیاته یې کړه " په تور سمندر کې رو رو روس بحري بیړه او خپل نفوذ له لاسه ورکوي."

احنات وویل چې هغه دا نه شي تاییدولی چې ایا نووچرکسک سمندري جهاز د ایران جوړ ډرون الوتکې وړلو ، خو زیاته یې کړه چې دا رد کېدی نشي.

د روس د دفاع وزارت ویلي چې د اوکراین برید نه په فیوډوسیا کې په یوې اډې کې نووچرکاسک ته زیان رسېدلی دی.

په کریمیا کې د روس لخوا لګول شوي ګورنر سرګی اکسینوف په ټیلیګرام ویلي چې په برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د روسیې خبري ادارو ترمخه صدر ولادیمیر پوتین ته د برید په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د اوکراین ځواکونو د نهې په ورځ په 19 کې13 ډرون الوتکی چې د روس لخوا د شپې په بریدونو کې کارولي وو د ویشتلو دعوه کړی. د اوکراین ځواکونو ویلی دغه ډرون الوتکې په اوډیسا، خېرسون، مایکولایف او خمیلنیتسکي سیمو کې ویشتل شوي دي.

روس د ګل په ورځ دعوه کړې چې ځواکونو یې په ختیځ اوکراین کې د اسټرټیجک اعتبار سره مهم مارینکا ښار نیولی دی، خو کیف دغه دعوه رد کړې ده. کییف ویلي چې ځواکونو یې درې حملی ناکامه کړې دي.

د ګل په ورځ ناوخته د اوکراین پارلېمان په ویب پاڼه د یوه قانوني مسودې په متن کې د هغو کسانو عمر د 27 کلنوڅخه 25 کلنو ته د کمولو وړاندیز شوې چې جنګي ډیوټۍ يا وظیفې لپاره لیږل کېدای شي.

یادونه : د دې خبر ځینې معلومات اې پي، رويټرز او اې ایف پي نه اخستل شوي دي.