د پاکستان الیکشن کمیشن راتلونکو ټولټاکنو کې سیاسي ګوندونو ته نخښې جاري کړي دي خو د نخښو په دې فهرست کې د تحریک انصاف ګوند نوم اؤ نخښه نه ده شامل کړل شوې.
ټاکل شوې ده د تحریک انصاف لخوا د انتخابي نخښې بیټ ترلاسه کولو لپاره نن د چهارشنبې په ورځ د سپریم کورټ د چیف جسټس قاضي فایر عیسا په مشرۍ درې کسیزه بینچ د خواست اوریدنه کوي.
د نهې - سه شنبې په ورځ د الیکشن کمیشن له لوري د انتخابي نخښو فهرست ریټرننګ افسرانو ته لیږل شوی چې په دغه فهرست کې 145 سیاسي ګوندونو ته نخښې جاري کړل شوي دي.
پاکستاني رسنۍ وایي ریټرننګ افسرانو یا ار اوز ته چې د انتخابي نخښو کوم فهرست لېږل شوی هغې کې د تحریک انصاف اؤ عوامي نیشنل پارټۍ په شمول تر 12 زیاتو سیاسي ګوندونو ته هیڅ نخښه نه ده ورکړل شوې اؤ نه د دغو ګوندونو نوم ته په یاد فهرست کې ځای ورکړل شوی دی.
الیکشن کمیشن د دغو ګوندونو نخښې د ګوندي انتخاباتو په نه کولو ایسارې کړې دي.
د الیکشن کمیشن لخوا د لېږل شوي فهرست له مخې راتلونکو انتخاباتو کې پېپلز ګوند ته د غشي،مسلم لیګ (ن) ته د ازمري،جمعیت علماء اسلام ته د کتاب، جماعت اسلامي ته د تلې، پاکستان استحکام پاکستان پارټۍ ته د باز،متحده قامي موومنټ ته د بادېوې اؤ پاکستان تحریک انصاف نظریاتي ګوند ته د بېټسمین انتخابي نخښه ورکړل شوې ده.
همدا شان پاکستان تحریک انصاف پارلیمټیرین ته د شملې،مهاجر قومي موومنټ ته د شمعې،پاکستان مسلم لیګ جناج ته د سایکل،بلوچستان نیشنل ګوند ته د تبرګي،تحریک لبیک پاکستان ته د کرین، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ته د ونې،بي این پي عوامي ته د اوښ،قومي وطن پارټۍ ته د ډیوې،عوامي مسلم لیګ ته د قلم اؤ دوات نخښه ورکړل شوې ده.
د الیکشن کمیشن لخوا ار اوز ته لېږل شوې چیټۍ کې ویل شوي چې د سیاسي ګوندونو لخوا نومول شوؤ کاندیدانو ته باید اړونده انتخابي نخښې ورکړل شي اؤ د سیاسي ګوندونو انتخابي نخښې دې ازادو امیدوارانو ته نه ورکول کیږي.
الیکشن کمیشن د پاکستان تحریک انصاف ګوند دننه شوي انتخابات لانجمن بللي اؤ ددغه ګوند انتخابي نخښه یې ایساره کړې ده چې ددې پر ضد پي ټي اي پېښور هایکورټ سپریم کورټ ته عریضه کړې ده.
ټاکل شوې ده د سپریم کورټ د چیف جسټس قاضي فایز عیسا په مشرۍ درې کسیزه بینچ نن د چهارشنبې په ورځ د پي ټي آی د خواست اوریدنه کوي
په دغه بینچ کې د چیف جسټس ترڅنګ جسټس محمد علي مظهر اؤ جسټس مسرت هلالي هم شامله ده.
انتخابي نخښه څه ارزښت لري ؟
پاکستان کې د انتخاباتو او سياسي چارو کارپوهان وايي، د يو سياسي ګوند دپاره انتخابي نخښه ډېر اهميت لري، يو دا چې پاکستان کې د تعليم کچه ټيټه ده عام خلک د ګوند او امېدوار په ځای نخښه ګوري او بل غټ اثر په مخصوصو څوکيو پرېوځي.
د پاکستان د الېکشن کمېشن پخوانی سيکرټري کنور دلشاد وایي، انتخابي نخښه ډېراهميت لري ځکه عام کليوال خلک خو نوم نه شي لوستی، د تعليم شرحه د 40 فيصده نه کمه ده، خلک په انتخابي کمپاين کې د نخښې نوم اخلي، په اشتهارونو او پمفلټونو کې نخښه جوړوي، ځکه په عامو ووټرانو یې ډېر اثر وي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه ویلي "بل دا چې مخصوص څوکۍ ختمې شي لکه د مثال په توګه که د پاکستان تحریک انصاف امېدواران په ازاد حيثیت ودريږي او کاميابيږي نو هغه به د پارټۍ يا ګوند په نوم نه وي".
نوموړي زياته کړه، يو ګوند ته د انتخابي نخښې نه ترلاسه کېدل او د ګوند په بنياد انتخابات نه کېدل ياد ګوند "د مخصوص او لږکيو د څوکيو څخه محروموي".
جرنلسټ عبدالجبار ناصر هم وايي، که چرته د يو سياسي ګوند نه د انتخاباتو نه ډېره موده وړاندې انتخابي نخښه بيرته واخستل شي نو د هغې اثر ډېر نه پرېوځي خو که انتخاباتو ته په نزدې ورځو کې انتخابي نخښه بيرته اخستل کيږي نو په ووټونو اثر پرېباسي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه ویلي، پاکستان تحریک انصاف ګوند چې د تېرو خواوشا 22 کالو راهسې د بېټ په نخښه انتخابات کوي او اوس ترې په اخري وخت کې دغه نخښه واخستل شوه، نو اثر به یې وي.
هغه زياته کړه، "که (پاکستان تحریک انصاف ته) سپريم کورټ يا عدالت خپله نخښه بيرته نه ورکوي نو (ګوند ته) نوې نخښه ترلاسه کېدل ورته ناممکنه ښکاري په قانوني توګه".
نوموړی هم وايي، "د دې ګوند د مخصوصو څوکيو امېدواران به په خپله ختم شي يا دې ګوند ته به مخصوص څوکۍ نه ترلاسه کيږي".
پاکستاني مطبوعاتو داسې خبرونه هم خپاره کړي چې عوامي نيشنل ګوند هم د ګوند په کچه يا انټرا پارټي انتخاباتو په سر خپله زړه انتخابي نخښه (لالټېن) د لاسه ورکولی شي.
تېره میاشت د عوامي نيشنل ګوند مرکزي جنرل سيکرټري میا افتخار حسېن مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي وو، "چې د انټرا پارټۍ د انتخاباتو په حواله یې الېکشن کمېشن کې قضيه وه، هغه قضيه محفوظه پرته ده، الېکشن کمېشن د ګوند د انتخاباتو د نخښې نه انکار نه دی کړی او د ګوند د انتخاباتو دپاره یې د الېکشن کمېشن سره پينځه کاله موده ده"
هغه ويلي، دوی تمه لري چې په عامو انتخاباتو کې الېکشن کمېشن عوامي نيشنل ګوند ته د انصاف په بنياد لاره ورکړي.
خبریال محمد فهيم ډیوه ته ویلي، په عوامي نيشنل ګوند، د ګوند دننه انتخاباتو په حواله اعتراض دومره غټ نه دی خو که انتخابي نخښه ترې اخستل کيږي هم، نو د ده په نظر "دا به د پاکستان تحريک انصاف ګوند سره د برابرولو په بنیاد وي، الېکشن کمېشن به ځکه دغسې کوي چې بیا جواب کولی شي چې يواځې د تحریک انصاف ګوند څخه نخښه نه ده اخستل شوې د عوامي نيشنل ګوند نه هم اخستل شوې ده".