د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن لا د منځني ختیځ په سفر دی او نن په غزې کې د جګړې د غزېدو د مخنیوي د هڅو لپاره مصر ته رسېدلی، خو بلې خواته د اسرایلي ځواکونو په تازه بمبارۍ کې د غزې په مرکز او جنوب کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.
بل لور ته د انصاف نړیوال عدالت نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د هغې مقدمې په اړه دوه ورځنۍ اوریدنه پیل کړې ده چې سوېلي افریقا ورته وړاندې کړې ده او په هغه کې په اسرایل باندې په غزه پټۍ کې د نسل وژنې تور لګېدلی دی. اسرایل دا تورونه بې بنیاده بللي دي.
سوېلي افریقا له له نړیوال عدالته غوښتنه کوي چې په غزه کې د اسرایل پوځي عملیات دې په بیړني ډول وځنډول شي، خو اسراییل وايي د اکتوبر د اوومې د ترهګر برید په ځواب کې د حماس ډلې د ختمولو لپاره بریدونه کوي.
د اسرایل پوځ د شورو- چارشنبې په ورځ وویل، د غزې په مرکزي برخه کې یې په مغازي سیمه او په جنوب کې یې په خان یونس سیمه کې 150 هدفونه په نخښه کړي دي. وایي هلته یې "ترهګر" وژلي دي.
اینټني بلینکن به نن د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په قاهره کې ویني چې مقصد یې په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل د بریدونو د محدودولو او د یرغمل کسانو د خوندي خوشي کېدو په اړه خبرې اترې دي.
مصر تېره میاشت د غزې په لنډمهاله ډزبندۍ کې مهم رول تر سره کړی وو، چې په نتیجه کې یې حماس تر 100 زیات یرغمل کسان خوشي کړل او اسرایل 240 فلسطیني بندیان پرېښوول. اوس بیا د ډزبندۍ لپاره هڅې کوي.
بلینکن د شورو- چارشنبې په ورځ په لوېدیځه غاړه کې د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره ولیدل او بیا محمود عباس د مصر له صدر عبدالفتاح السیسي او د اردن له باچا عبدالله دویم سره خبرې وکړې.
د اردن، مصر او فلسطین مشرانو په یو ګډه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي په غزه کې دې د سمدستي ډزبندۍ او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره پر اسرایل فشار زیات کړي.
د اسرایلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د چارشنبې- شورو په ورځ ناوخته په ټیلیویژني وینا کې وویل چې اسرایل "د همېشه لپاره د غزې د قبضه کولو یا د ملکي وګړو د بې ځایه کولو اراده نه لري."
نتنیاهو وویل، "اسرایل د فلسطین له وګړو سره نه بلکې د حماس له ترهګرو سره جګړه کوي او موږ په دې کار کې نړیوالو قوانینو ته پوره پام کوو".
اسرایل د ملګرو ملتونو مِشن ته اجازه ورکړې چې د جګړه ځپلې شمالي غزې د حالت ارزونه وکړي او خپلو کورونو ته د بې ځایه شویو فلسطینیانو د بیرته خوندي راستېدو په اړه معلومات را غونډ کړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتېریش ویاند سټیفېن ډوجاریک د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، د دوی مِشن د اسرایل "په امنیتي ضمانتونو پورې تړلی" دی.
د فرانس پریس خبري ایجنسۍ په وینا تېره شپه چې اسرایلي ځواکونو د غزې په جنوبي او مرکزي سیمو کوم بریدونه کړي دي، د غزې د روغتیا وزارت په وینا په هغو کې 62 تنه وژل شوي دي.
د اسرایل د پوځ مشر هرتسي هالیفي د جنوري په 10مه وویل، پوځ یې دا توان لري چې په لبنان کې دننه هر کلی ویجاړ کړي.
د اسرائیل د پوځ هالیفي په غزه کې د خپلو پوځیانو یوې غونډې ته ویلي، د حزب الله فعالیتونو دومره هڅولی که ضرورت شي جګړه د لبنان خاورې ته هم اړولای شي.
د اسرایل او حماس تر منځ د جګړې له پیل وروسته د اسرایل پوځ او د لبنان د حزب الله ډلې جنګیالي تقریباً هره ورځ له یو بل سره د ډزو تبادله کوي. ایران د حزب الله ملاتړ کوي او دا ډله بیا د حماس کلکه ملاتړې ده.
په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د اسرایلي پوځ او حزب الله تر منځ نښتو کې تر اوسه 188 تنه وژل شوي، چې 141 یې د حزب الله جنګیالي او څه باندې 20 ولسي خلک دي.
د فرانس پریس خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې په وژل شویو کسانو کې درې خبریالان هم شامل دي. د اسرایل پوځ وايي په دغو نښتو کې 14 اسرایلي وګړي هم وژل شوي دي چې وایي نهه یې پوځیان دي.
په تېرو څو ورځو کې په لبنان کې د اسرایل په هوايي بریدونو کې د حماس ډلې مرستیال او د حزب الله یو مهم کمانډر وژل شوي دي. حزب الله ډلې د دواړو د غچ اخیستلو ګواښ کړی او پر اسرایل یې د بریدونو دعوه کړې ده.
د اکتوبر پر اوومه چې حماس پر اسرایل بریدونه وکړل د اسرایلي چارواکو په وینا شاوخوا 1,200 کسان یې ووژل او 250 نور یې یرغمل کړل. له هغه راهیسې اسرایل د حماس خلاف په غزې پټۍ باندې هوایي او مځکني بریدونه پیل کړي چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا 23,375 فلسطینیان پکې وژل شوي دي.
یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.