کوټه کې چاودنه شوې د پوليس او ماشومانو په ګډون پکې 11 کسان ژوبل شوي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه کې يوه چاودنه شوې چې د پوليس اهلکار او ماشومانو په ګډون پکې 11 کسان ژوبل شوي دي، د روغتون چارواکي وايي د دوو ټپي ماشومانو روغتيايي حالت سخت دی.

د پوليس چارواکو په وينا چاودنه په زرغون روډ په کچره دان کې شوې ده. د پوليسو په وينا چاودنه هغه وخت شوې چې ماشومانو د کچره دان څخه خځله پورته کوله.

د چارواکو په وينا په چاودنه کې يو د پوليس سارجنټ او څلورو ماشومانو په ګډون 11 کسان ژوبل شوي دي.

د کوټې څخه د ډیوه خبريال حفيظ الله ستوری شېرانی وايي، د کوټې د سېول روغتون وياند وسيم بېګ ورته ويلي، ژوبل کسان سېول روغتون ته وړل شوي او د دوو ماشومانو روغتيايي حالت پکې سخت دی.

پوليسو ويلي، د چاودنې نوعيت معلوموي، علاقه یې په ګېره کې اخستې او پلټنې یې پېل کړي دي.

کوټه کې وخت په وخت دغه ډول چاودنې او پوليس چارواکو د لاسي بمونو بريدونو پېښې کيږي.

دا تازه چاودنه په داسې وخت کې شوې چې پاکستان کې په اتمه فرورۍ د عامو انتخاباتو اعلان شوی دی.

څلور ورځې وړاندې په 13مه جنورۍ د ایران پولې ته نزدې د بلوچستان په کېچ ضلع کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو وسلوال برید شوی،د ملېشې یا نیم پوځي ځواک پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.

هم په دغه ورځ د کوټه په سټلايټ ټاون کې يو پوليس عسکر په ډزو وژل شوی وو.

له دغې وړاندې د جمې په ورځ د کوټې په مشرقي بايي پاس سيمه کې پر پوليس عسکرو وسلوال بريد شوی وو چې يو عسکر ټپي شوی او وروسته يې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې وه.

بلوچستان صوبه کې د زياتو بریدونو زمه وارۍ بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې او تحريک طالبان پاکستان هم مني.

چارواکي وايي، بلوچستان او ټول ملک کې به امنیت په ځای کوي.