امریکا د یو فلسطیني ریاست جوړېدو په اړه د اسرایل د وزیراعظم مخالفت رد کړ

امریکې د یو فلسطیني‌ ریاست له جوړېدو سره د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو مخالفت رد کړی دی او او ویلي یې دي د فلسطین خلک حق لري چې په یو ازاد ریاست کې په امن او ارامۍ سره ژوند وکړي.

د صدر جوبایډن د حکومت اوسنی ملاتړ دا ښکاره کوي چې په غزه کې له جګړې وروسته د فلسطیني‌ خاورې لپاره د وزیراعظم نتنیاهو له نظر سره د اختلاف باوجود امریکا پر خپل پلان ولاړه ده چې په هغه کې د فلسطیني ریاست جوړېدل شامل دي.

خو له دې سره سره وایټ هاوس هیله څرګنده کړې چې واشنګټن به د اسرایل او سعودي عرب د اړیکو د جوړولو لپاره منځګړتوب وکړي، چې وایي د اړیکو بیا عادي کېدل به پر سیمه پراخې اقتصادي او امنیتي اغېزې ولري.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د زیارت- پنجشنبې په ورځ وویل، امریکې ته یې ویلي چې له حماس ډلې سره تر جنګ وروستو د ممکنه حل لارې په ترڅ کې د یو فلسطیني ریاست جوړېدو په اړه د واشنګټن له اوږدمهال ملاتړ سره اختلاف لري.

نتنیاهو پرون خبري غونډې ته په وینا کې د یو فلسطیني ریاست په اړه له خبرو ډډه وکړه او پر دې خبره یې ټینګار وکړ چې د فلسطین په خاوره باندې اوس د اسرایلي ځواکونو کنټرول دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت شورا ویاند جان کربي د وزیراعظم نتنیاهو بیان رد کړ او د پنجشنبې- زیارت په ورځ ناوخته یې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې دا د نتنیاهو نوی نظر نه دی.

جان کربي وویل امریکا فکر کوي چې فلسطینیان په یو ازاد ریاست کې په امن او ارامۍ سره د اوسېدو بشپړ حق لري.

وزیراعظم نتنیاهو دا هم ویلي وو چې د صدر بایډن حکومت یې له خپل دې دریځه خبر کړی وو چې ګواکې د فلسطیني ریاست له جوړېدو سره مخالفت لري.

واشنګټن پر اسرایل ټینګار کړی چې په غزه کې د حماس په ضد په جګړه کې تشدد را کم کړي او د عامو خلکو د ژغورنې لپاره پراخې هڅې وکړي.

په غزه کې د حماس تر انتظام لاندې د روغتیا وزارت وایي، د اکتوبر له اوومۍ را وروسته په غزه کې تر 24,000 زیات کسان وژل شوي او په اسرایل کې د حماس په حمله کې 1200 کسان وژل شوي وو.

د صدر بایډن حکومت پر اسرایل باندې فشار زیات کړی دی. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انیټني بلینکن خبرداری ورکړی چې د منځني ختیځ‌ له دوه ریاستي حل لارې پرته عرب هېوادونو د غزې په بیارغونه کې نه شاملېږي.

انټني بلېنکن تېره اوونۍ د سویټزرلېنډ په ډېوېس کې د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې د نړۍ رهبرانو او کاروباري مشرانو ته وویل چې په منځني ختیځ کې د امن دپاره "یو فلسطیني ریاست ته لاره خلاصول" ډېره ضروري ده.

د امریکا د خارجه وزارت ترجمان مېټیو مېلر د زیارت- پنجشنبې په ورځ وویل: "[د اسرایل] د اوږمهاله چلېنجونو دپاره، د پایداره امن د قایمولو دپاره، هېڅ بله لاره نشته، او د غزې د بیا تعمیرولو د لنډمهاله چلېنجونو دپاره او غزه کې د حکومتدارۍ د قایمولو دپاره او هلته کې د امن راوستلو دپاره هېڅ بله لاره نشته بغیر د دې چې یو فلسطیني ریاست جوړ کړی شي."

اسرایل ویلي دي چې حماس سره د روانې جګړې وروستو د غزې د بیا قبضې کولو خیال نلري، مګر د دې نه یې انکار کړی چې د جنګ نه پس د غزې دپاره څه پلان په خیال کې لري.