د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس (سي ټي ډي) وایي د پنجاب بیلابیلو سیمو کې یې د ټي ټي پي د یو مهم کمانډر په ګډون 11 "ترهګر" نیولي دي.
سي ټي ډي پخپل یو بیان کې ویلي دا عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د پنجاب د سرښار لاهور په ګډون له ساهیوال، سرګودې، بهاولپور، جهنګ، نارووال اؤ جهلم څخه نیولي دي.
سي ټي ډي دعوه کړې ده چې د بهاولپور څخه یې د تحریک طالبان پاکستان یو مهم کمانډر نیولی اؤ وایي دغه وسله وال کمانډر د افغانستان څخه د ترهګرۍ تربیت ترلاسه کړی ؤ.
په نیول شوؤ وسله والو کې د ځینو نومونه ګل شادین، کاظم، نواب، اسامه، اعجاز، ظهیر اؤ مصطفی ښودل شوي دي.
د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو بیان کې دعوه شوې ده چې د نیول شوؤ ترهګرو نه بمونه، چاودېدونکي مواد اؤ وسلې هم ترلاسه شوي دي.
سي ټي ډي وخت په وخت د هیواد بېلابېلو برخو کې د عملیاتو ترڅ کې د ترهګرو د نیولو اؤ وژلو دعوې کوي خو ځېنې وخت د سي ټي ډي په دغو دعوؤ د میډيا اؤ ټولنیزو رسنیو له لارې شکونه اؤ پوښتنې هم راولاړیږي.
زیاتره مهال سیمه ییز خلک اؤ څېړونکي وایي سي ټي ډي د عدالت تر شا د خلکو وژنو ته د پولیس مقابلو نوم ورکوي اؤ عام خلک له کورونو پورته کوي اؤ د ترهګرو په توګه یې مطبوعاتو ته معرفي کوي.
خو حکومتي چارواکي بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس د کوټلو استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کوي اؤ د ترهګرۍ پرضد دې جګړه کې ګڼ شمیر عسکرو اؤ افسرانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.
پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو نظر ساتونکې څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پيکس) وایي پاکستان کې په کال 2023م کې د ترهګرۍ په پيښو کې 69 فيصدي اضافه ليدل شوې او د ترهګرۍ په نتيجه کې د خلکو د وژنو شرحه تر 81 فيصدي پورې لوړه شوې ده.
د پيکس په رپورټ کې ویل شوی،په کال 2023م کې په هيواد کې 641 د ترهګرۍ پيښې شوي 974 کسان پکې وژل شوي او 1351 ژوبل شوي دي.
رپورټ زياتوي په پوځي عملياتو کې 600 ترهګر هم وژل شوي او 625 نيول شوي دي.
په رپورټ کې ويل شوي، ترهګرۍ تر ټولو زیاته خېبرپښتونخوا صوبه اغېزمنه کړې ده. له دې وړاندې د کورینوچارو وزارت هم ويلي وو چې خېبرپښتونخوا صوبې نه تر ټولو زیات د ترهګرۍ پېښې رپورټ شوي دي.
د نوي کال 2024م په وړومبۍ میاشت کې هم د هیواد په بیلابیلو برخو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر بریدونه شوي چې په لسګونو د پوځ،ایف سي اؤ پولیسو عسکر پکې وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.