سولنګي: ټي ټي پي او القاعده افغان خاوره استعمالوي خو پاکستان کې به پرامنه انتخابات کېږي

د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزیر مرتضا سولنګي وایي په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته ترهګرۍ کې اضافه شوې ده اؤ القاعده اؤ ټي ټي‌ پي افغانستان نه د خپلو خوندي ځالو په توګه استفاده کوي خو بیا هم پاکستان کې به ټولټاکنې په سوله ییزه توګه وشي.

پاکستان څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ټي ټي پي د وسلوالو د موجودګۍ دعوې کوي، خو د القاعده د ځالو په اړه یې شاید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستي رپوټ ته نامخامخ اشاره ده، چې ویل یې القاعده په افغانستان کې 8 نوي مرکزونه جوړ کړي، خو طالبانو په افغانستان کې د هر ډول بهرنیو وسلوالو فعالیت رد کړی دی.

پاکستان کې عامو انتخاباتو ته یوازې پینځه ورځې پاتې شوې دي اؤ د انتخاباتو رانزدې کېدو سره سم په انتخابي غونډو اؤ امیدوارانو ترهګریز بریدونه چټک شوي چې یو شمیر امیدواران اؤ دهغوي پلویان پکې وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د خالي یا شنبې په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې د اطلاعاتو نګران وزیر ښاغلي مرتضا سولنګي ویلي، دانتخاباتو لپاره ټولې تیارۍ سرته رسول شوې دي.

هغه وویل پاکستان د ترهګرو پرضد کارروایۍ کوي اؤ زمونږ امنیتي ځواکونه انتخاباتو ته په بشپړ ډول چمتو دي .

د نګران وزیر وینا وه چې د انتخاباتو لپاره امنیت په دریوؤ برخو ویشل شوی دی په وړومبۍ برخه کې به پولیس، په دویمه کې رینجرز اؤ ایف سي اؤ په دریمه برخه کې پوځ خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.

مرتضا سولنګي وویل دا ځل به په ګرد هیواد کې تر 12 کروړو زیات وګړي انتخاباتو کې خپله رائ ورکوي چې دې کې 6 کروړه اؤ 90 لکه سړي اؤ 5 کروړه اؤ 90 لکه ښځې دي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې د اطلاعاتو نګران وزیر وویل کله چې د کال 2008 م اؤ 2013م ټولټاکنې کېدې نو هغه مهال هم هیواد کې ترهګري وه اؤ اوس هم چې طالبان افغانستان کې یو ځل بیا واک ته رسیدلي نو ترهګرۍ کې اضافه شوې ده خو ددې باوجود به انتخابات په پرامنه توګه کیږي.

نوموړي وویل چې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو څخه به 92 مبصرین ددې انتخاباتو څارنه کوي.
اکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي او د انتخاباتو رانزدې کېدو سره په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

د پاکستان چيف الېکشن کمشنر دوه ورځې وړاندې ويلي، انتخابات به په اتمه فرورۍ په خپل وخت کيږي که څه هم امنيتي چېلنجونه موجود دي، خو الېکشن کمېشن به د امنیتي ادارو او پوځ په مرسته د انتخاباتو په وړاندې، خنډانو جوړونکو او امنيت خرابوونکو پرضد به سخته کارروايي کولی شي، چا سره به نرمي نه کيږي.

الېکشن کمېشن ويلي، د انتخاباتو دپاره شوې امنيتي غونډه کې چيف الېکشن کمشنر ویلي، ترهګري د انتخابي عمل تر ټولو غټ دښمن دی خو ويل شوي، نوموړي په امنیتي ادارو د پوره باور څرګندونه کړې او زياته کړې یې ده، د پرامنه انتخاباتو دپاره به ټول ضروري انتظامي او حفاظتي اقدامات کولی شي، سیاسي ګوندونو، امېدوارانو او ووټرانو ته به سازګار ماحول برابرولی شي.

په 31مه جنورۍ د پاکستان پوځي مشرتابه د کور کمانډرانو په کانفرنس کې ویلي وو، د سیاسي فعالیتونو په نوم به هیچاته د تاوتریخوالي رامنځته کولو او بې پلوه او رڼو ټاکنو د جمهوري عمل د ګډوډولو اجازه ور نه کړل شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په يو بيان کې د انتخاباتو په موقعه د تشدد په سیوا شوو پېښو ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده او ويلي یې دي څومره چې انتخاباتو ته ورځې رالنډیږي دومره ورسره د تاو تریخوالي پېښې زیاتیږي.