ملګري ملتونه څو ورځې وروسته د افغانستان په اړه په قطر کې دویمه نړیواله غونډه جوړوي چې طالبان هم پکې ګډون کوي، د افغانستان لپاره د امریکا دوه استازي هم غونډې ته ورځي خو امریکا وایي نه له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو او نه یې په رسمیت د پېژندلو پلان لري.
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتېریش په بلنه د فرورۍ پر 18مه او 19مه د قطر په سر ښار دوحه کې د افغانستان د حالاتو د ارزولو په اړه ځانګړې غونډه وشي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټامس ویسټ او د افغانو ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري به د قطر په غونډه کې ګډون کوي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مېتیو میلر د فرورۍ پر 13مه د وي او اې د خبریالې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دغو استازو د تېر کال په مې میاشت کې هم د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې برخه اخیستې وه او په را روانه غونډه کې هم د ګډون پلان لري.
ښاغلي میلر وویل په دوحې کې دا غونډه د افغانستان په هکله په تېره دسمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د قرارداد له منظورېدو وروسته جوړیږي، وایي په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد استازی د نړیوالې ښکېلتیا د همږغۍ لپاره مهم دی:
"امریکا په ټینګه د دې قرارداد ملاتړ کوي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل کېدو غوښتنه پکې شوې او د ملګرو ملتونو له عمومي مشر څخه غواړي چې هر څومره ژر امکان لري ځانګړی استازی دې وټاکي".
بل لور ته د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د فرورۍ پر 12مه په یوه خبري غونډه کې ویلي، امریکا هڅه نه کوي چې د طالبانو له حکومت سره اړيکې ښې کړي يا يې په رسميت وپېژني.
کربي ویلي که طالبان غواړي د يوه قانوني حکومت په توګه په رسميت وپېژندل شي، بايد خپلې هغه ژمنې پوره کړي چې د ده په وينا تر اوسه نه دي عملي شوي. دا چې امریکا په قطر کې د ملګرو ملتونو له راتلونکې غونډې څه تمه لري او ایا دا خو له طالبانو سره د اړيکو د ښه کېدو په معنا نه ده، کربي وویل:
"موږ په وار وار ويلي که دوی [طالبان] غواړي د قانوني واکمنو په توګه وپېژندل شي کومې ژمنې يې چې [د قطر په تړون کې] کړې دي هغه ټولې دې په عمل کې ثابتې کړي، خو هغوى دا کار تر اوسه نه دى کړى."
جان کربي وویل د ملګرو ملتونو په غونډه کې چې پر هره موضوع خبرې کېږي، خو وایي خبره چې د طالبانو شي په دې اړه د امریکا تګلاره نه ده بدله شوې.
د طالبانو حکومت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دریځ ته څه جواب نه دی ویلی، خو مخکې یې په ملګرو ملتونو کې د استازي ټاکلو مخالفت کړی او ټینګار کوي چې ضرورت ورته نه شته.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان «طلوع نیوز» ته ویلي، حکومت له ګاونډیو، اسلامي او د نړۍ له هېوادونو سره په اړیکو کې دی، خو وایي که امریکا ورسره اړیکې نه جوړوي دا خپله د امریکا ستونځه ده، وایي "ښه به دا وي چې تعامل سره ولرو".
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتېریش په کوربتوب د تېر 2023م کال په مې میاشت کې هم د افغانستان په اړه لومړۍ مشاورتي غونډه شوې وه چې پکې د طالبانو د حکومت استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.
ملګرو ملتونو ویلي په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د یو شمېر هیوادونو ځانګړي استازي، د نړیوالو تنظیمونو او د افغان مېرمنو او مدني ټولنې استازي ګډون وکړي. طالبانو حکومت ویلي په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، خو ملګرو ملتونو لا طالبانو ته د ګډون د بلنې اعلان نه دی کړی.
د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان لپاره د یو شمېر هیوادونو د ځانګړو استازو په لومړۍ غونډه کې د چین، فرانس، جرمني، هند، انډونیشیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روس، سعودي عرب، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عرب امارات، برتانیې، امریکې، ازبکستان، یورپي اتحاد او د اسلامي همکاریو تنظیم استازو ګډون کړی وو.