د نهې/سه شنبې په ورځ شوي غونډې ګډونوالو دا " تاوژنه " ګرځولې ، او ویلی چې د امریکا صدر بایدن په کانګرس مشرانو ټینګار وکړو چې د اوکراین او اسرایل د دفاع لپاره د قامي سلامتیا د فنډونو پېکج منظوري ورکړي، او د امریکا د حکومت د بندیدو مخه د ونیسي.
صدر بایډن په سېنټ کې د اکثریتي ډیموکرېټک ګوند مشر چک شومر، په سېنټ کې د اقلیتي ریپبلېکن ګوند مشر مېچ مېک کونل، د ایوان نماینداګان ریپبلېکن سپیکر مایک جانسن او د ایوان نمایندګان اقلیتي ډیموکرېټک ګوند مشرحکیم جیفریز سره د ملاقات وړاندې وویل: "زما په خیال په اوکراین کې هره ورځ د ګام نه پورته کولو نتیجه ډېره سنګینه ده."
بایډن زیاته کړه: "زما خیال دی چې حکومت ته فنډ (پیسې) ورکول د کانګرس مسولیت دی."
د غونډې وروسته چک شومر چې د ډیر وخت نه د سېنټ غړی دی وویل چې د اوکراین په اړه خبرې ډېرې تاوژنې وې.
چک شومر خبریالانو ته وویل: "د اوکراین په اړه غونډه یو له ډېر تاوژنو غونډو څخه یوه وه چې ما په اوول افس (دفتر) کې شوو غونډو کې ګډون پکې کړی."
نوموړی وویل چې د اوکراین ملاتړ نه کول به ایتلافیانو ته دا وښيي چې دوی پر امریکا تکیه نشي کولې.
د امریکا سېنټ چې ډیموکرېټک ګوند پکې اکثریت لري د دې میاشتې په پیل کې په دوه اړخیزه توګه د 95 بلینه/ملیادر ډالرو امنیتي مسودې منظوري ورکړې وه چې پکې د اوکراین لپاره 60 بلینه ډالر، اسرایل لپاره 14 بلینه ډالر ، او نزدې 5 بلینه ډالر د تایوان په ګډون په انډو- پیسېفک سیمه کې د ملګرو د امداد لپاره او نورې مرستې شاملې دي.
سپینې ماڼۍ د دې کال ډېر وخت په کانګرس د مسودې د منطورولو لپاره ټینګار کولو کې لګولی دی، او د بایدن انتظامیې ډېرو چارواکو ویلي چې د اوکراین سره د مرستې لپاره کوم بل یا (بېک اپ) پلان موجود نه دی که چیرې دا مسوده منظوره نشي.
خو د امریکا د ایوان نمایندګان ریپبلېکن سپیکر مایک جانسن ژمنه کړې چې دا مسوده به په ایوان نمایندګان کې د رای ورکولو لپاره نه وړاندې کوي. هغه ویلی چې د امریکا ولس د امریکا قانون جوړونکو (د کانګرس غړي) څخه غواړي چې د بهرنیو مرستو د لیږلو پرځای د سرحدي امنیت په شمول کورنیو ستونزو ته پام وکړي.
هغه وویل، "د هېواد اولنی لومړیتوب زموږ پوله ده او دا یقیني کول دي چې دا خوندي وي. "
مایک جانسن زیاته کړه: زه یقین لرم چې د دې بدلو لپاره صدر کولی شي همدا نن یو ایګزیکټیو ارډر/حکم وکړي. او ما ورته نن یو ځل بیا په شخصي توګه وویل، لکه څنګه چې ما په تېرو څو اونیو کې په عامه او شخصي توګه ورته ویلي، چې دا د عمل کولو وخت دی. دا یو ناورین دی، او باید ودرول شي، موږ به حکومت چلولو لپاره فنډونه ورکوو، ، او موږ به په دې کار کوو. "
خو سپینې ماڼۍ جانسن ته به جواب کې ویلي چې د پولې په اړه د جانسن غوښتنې روښانه ندي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارېن ژان پییر وویل: "زه خیال نه کوم چې هغه (جانسن) پوهیږي چې هغه څه غواړي." او زیاته یې کړه: "او زه دا خبره په جدي توګه کوم."
د امریکا مشرانو سره د حکومت د ځینو برخو پشمول د زراعت، ټرانسپورټ ، او د پخوانیو پوځیانو د خدماتو لپاره د فنډونو ورکولو په سر د اتفاق کولو لپاره د جمعې د شپې پورې وخت دی. یوه اونۍ وروسته یو بل ډید لاین دی چې د نورو حکومتي ادارو لپاره به فنډونه ختم شي.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د اې پي، اې اېف پي، او رويټرز نه اخیستل شوي دي.