د امریکا صدر جوبایدن د نهې/سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د پولېنډ صدر انډری ډوډا او وزیراعظم ډانلډ ټاسک کوربه توب پداسې حال کې کوي چې د ماسکو د یرغل پرضد د پولېنډ ګاونډي هېواد اوکراین لپاره په کانګرس کې د امریکا اضافي ملاتړ د ځنډ په اړه اندیښنې شتون لري.
دا غونډه په داسې حال کې کیږي چې د صدر بایډن انتظامیه د اوکراین لپاره د نوي پوځي امداد پېکچ تیاروي. رویټرز خبري ادارې د نهې/سه شنبې په ورځ د ټولو وړاندې د دغه پیکج په اړه معلومات ورکړو. دا پېکج ممکن ده 400 میلینه ډالرو په ارزښت وي، او د امریکا دفاع وزارت پنټګان ته د وروستیو خریداریو د کرېډټس نه ترلاسه شوي دي.
وارسا غواړي چې د نیټو ایتلاف ځواکونو شتون په ختیځ برخه کې ډیر کړي.
صدر بایډن د ګل په ورځ خبریالانو ته وویل : ”د پولېنډ په پوله د نورو ځواکونوضرورت نشته “ خو زیاته یې کړه چې د د دې په اړه به په غونډه کې خبرې کوي.
د بایډن او د پولېنډ مشرانو ننۍ غونډه په 1999م کال د مارچ په 12 نیټه د پولېنډ د نېټو سره د يوخای کېدو 25 کلیزې په وخت کیږي.
د پولېنډ صدر انډری ډوډا د خپل سفر دمخه د روس یرغل ته په اشارې سره په نېټو اتحاد غړو هېوادونو غږ وکړو چې خپل دفاعي لګښتونه د خپلې جي ډي پي یا قامي پیدوار درې فیصدي ته ورسوي.
پولېنډ په خپل دفاع د خپل جي ډي پي 3.9 % برخه ورکوي، چې د نېټو د اوسنۍ هدف نزدې دوه چنده ده او د جي ډي پي د فیصدي ترمخه د ټولو زیاته ده.
امریکا د فیصدي له مخې دویمه لوی مرسته کوونکې ده چې 3.5 % جوړیږي، خو د ډالرو په اعتبار د نېټو دننه ترټولو لوی مرسته کوونکې ده.
د ښاغلي ډوډا وړاندیز د نېټو ایتلاف د ختیځ برخې هېوادونو کې د پولېنډ او نورو لخوا احساس شوی اندیښنه روښانه کوي چې د ماسکو لخوا زیات خطر احساسوي، په داسې حال کې چې د ایتلاف لویدیځ برخې ځینې هېوادونه د اوکراین جګړې د سفارتي حل غوښتنه کوي.
د کانګرس مشرانو سره لیدنه
د سپینې ماڼۍ د غونډې مخکې د پولېنډ صدر انډری ډوډا او وزیراعظم ډانلډ ټاسک د امریکا کانګرس د ډیموکرېټک او ريپیلېکن ګوند مشرانو سره ولیدل، او د امریکا سېنټ لخوا منظور شوي د امداد پېکج چې 60 بلینه ډالر د اوکراین لپاره پکې شامل دي په منظورولو یې ټینګار وکړو.
ډیموکرېټان او سپینه ماڼۍ باور لري چې د امریکا په اېوان نمایندګان کې د دغه پېکج د منظورو لپاره رایې لري خو د ريپیلېکن ګوند سره تعلق لرونکی د اېوان نمایندګان سپیکر مایک جانس دغه پیکج د رایې لپاره نه وړاندې کوي.
د هنګري وزیراعظم وېکټر اوربان د اونۍ په سر کې د هنګري حکومتي ټي وي چېنل ته ویلی وو چې ټرمپ د اوکراین د ملاتړ لپاره "یوه پیسه" هم نه ورکوي او "له دې امله به جګړه پای ته ورسیږي."
د وېکټر اوربان دغه څرګندونې تېره اونۍ له ټرمپ سره د هغه له لیدنې وروسته مخې ته راغلې.