پاکستان کې د زندان یا جېل چارواکو د نھې/سه شنبې په ورځ د پخواني وزیرعظم سرہ په زندان کې لیدو باندې د دوو اونیو دپارہ بندیز لګولی او ویلي یې دي جېل ته امنیتي خطرہ دہ.
د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند 71 کلن مشر عمران خان د اسلام اباد سرہ جوخت پروت ښار راولپنډۍ کې په زندان کې بندي دی په څو قضیو کې ورته د بند سزاګانې اورول شوي دي.
د پاکستان د ځایي مطبوعاتو ترمخه د خېبرپښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډاپور ھم د عمران خان سرہ لیدو نه منع کړل شوی دی.
د عمران خان ګوند په جېل کې د ھغه سرہ په لیدو د بندیز پرېکړہ غندلې غېر اییني یې ورته ویلي او د دغه پرېکړې سمدستي بیرته اخستو غوښتنه یې کړې دہ.
د تحریک انصاف ګوند مشر بیرسټر ګوھر ویلي، پرون چې دوی د عمران خان سرہ لیدو له جېل ته ورغلي دوی ته د ھغه سرہ د لیدو د دوو اوونیو د بندیز ویل شوي، چې د ترھګرۍ خطرہ دہ.
ھغه ویلي دغه پرېکړہ به په عدالت کې چېلنج کوي.
د پنجاب صوبې د جېلونو مشر په یوہ اعلامیه کې ویلي، د دوو اونیو پورې په ھر یو جېل کې به په لیدنو کتنو او مطبوعاتو په مرکو بندیز وي.
تېرہ اوونۍ د پاکستان د پنجاب صوبې د راولپنډۍ پوليسو دعوه کړې وہ، د سي ټي ډي سره په ګډه یې غټه کارروايي کړې او اډياله زندان یې د غټې تباهۍ څخه بچ کړی دی.
د راولپنډۍ د پوليسو مشر (سي پي او) سيد خالد همداني ویلي وو ، درې ترهګر یې د درنې وسلې او بارودو سره نيولي دي.
په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کې پوليس افسر دعوه کړې،"د ترهګرو تعلق د افغانستان سره دی، درې سره ترهګر د تفتيش دپاره محفوظ ځای ته منتقل کړل شوي دي "