د پاکستان پوځ ویلي، له افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه ضلعې شمالي وزيرستان کې یې عمليات کړي او اته "ترهګر" یې وژلي دي.
پوځ نن د ګل/دوشنبې په ورځ ويلي، "د 17 او 18 مارچ (خالي او اتوار) په مينځنۍ شپه کې یې د استخباراتو په اساس عمليات کړي دي.
ويل شوي د عملياتو په وخت د ډزو تبادله شوې او "د يو مهم ترهګر کمانډر صحرا عرف جانان په ګډون پکې اته ترهګر وژل شوي دي".
پوځ ويلي، "هغه د 16م مارچ ميرعلي د چيک پوستې په ترهګر بريد کې ککړ وو".
د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.
په (16م مارچ) د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی برید شوی، دوه لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.
پاکستان بيا دا تور تکرار کړی، چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي.
او په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، تېره شپه شاوخوا درې پاکستاني الوتکو په پکتيکا او خوست کې د عامو وګړو کورونه په نخښه کړي، اتنه تنه ښځې او ماشومان یې وژلي دي.
پاکستان تراوسه پورې د دغو بريدونو په حواله په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
د يادو بريدونو وروسته په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت ويلي، د بريدونو په ځواب کې یې د پاکستان سرحدي ځواکونه په نخښه کړي دي.