علي امین ګنډا پور: وفاق دې د ترهګرۍ خلاف د جګړې مد کې پښتونخوا صوبې ته 460 اربه روپۍ ورکړي

د خېبر پښتونخوا صوبې وزیر اعلا ښاغلي علي امین ګنډا پور هیواد کې د بدامنۍ د روانې لړۍ پړه د پي ډي ایم په تېر حکومت ور اړولې اؤ د وفاق نه یې غوښتنه کړې ده چې خېبر پښتونخوا صوبې ته باید د ترهګرۍ خلاف د جګړې په مد کې 460 اربه روپۍ ورکړي.

د نهې په ورځ پېښور کې میډیا سره خبرو کې وزیراعلا ګنډا پور ویلي چې کله ملک کې د تحریک انصاف ګوند حکومت ؤ نو هر لوري ته امن ؤ خو وایي له هغې وروسته چې بیا د پي ډي ایم حکومت رامنځته شونو امن یې پځای ونه ساتلو اؤ نا امنۍ یو وارې بیا سر راپورته کړو.

د هغه وینا وه چې خېبر پښتونخوا صوبې د ترهګرۍ خلاف روانه جګړه کې درانه زیانونه لیدلي اؤ وفاق باید د ترهګرۍ خلاف د جګړې مد کې صوبې ته 460 روپۍ ورکړي.

پخپلو خبرو کې وزیراعلا علي امین ګنډا پور د اسټیبلشمنټ اؤ‌ تحریک انصاف ګوند تر منځ د مذاکراتو خبره منلې ده اؤ ویلي یې دي چې دا مذاکرات به د ټولو په مخکې کیږي اؤ هیڅ یوه خبره به له چا پټه نه ساتل کیږي.

وزیراعلا وویل چې د هیواد د ثبات لپاره د پي ټي آي باني عمران خان د وړومبۍ ورځې نه د مذاکراتو پیل کولو پلوي دی اؤ که اوس د اسټیبلشمنټ سره خبرې کیږي نو دا د ملک په ښېګړه کې کیږي.

تر دې وړاندې چې تېره اوونۍ د تحریک انصاف یو بل مرکزي مشر شهریار اپریدي د پوځ اؤ پي ټي ایم تر منځ د مذاکراتو خبره د میډيا مخې ته راوړې وه نو وزیراعلا علي امین ګنډا پور له دغو خبرو اترو بې خبري ښودلې وه اؤ رسنیو ته یې ویلي وؤ چې د مذاکراتو خبره که شهریار اپریدي کړې وي نو باید له هغه یې پوښتنه وشي.

شهریار اپریدي تېره اوونۍ د جیو نیوز نومې رسنۍ په یو پروګرام کې ویلي وؤ چې تحریک انصاف ګوند یوازې د پوځ مشر اؤ د آي ایس آي ډایریکټر جنرل سره مذاکراتو ته تیار دی.

خو کله چې د شهریار اپریدي په دغو نیوکو حکومت کې شاملو ګوندونو سختې نیوکې وکړې اؤ تور یې ولګولو چې پي ټي آي یو وارې بیا پوځ سیاست کې رالړل غواړي نو تر هغې وروسته د پي ټي آي مرکزي ویاند روف حسن مطبوعاتو ته وویل چې پي ټي آي د اسټبلشمنټ پشمول هر چا سره مذاکراتو ته تیار ده.

د تحریک انصاف ګوند مرکزي ویاند روف حسن ویلي، هر کله چې یې پوځ سره مذاکرات وشول نو دا خبره به کوي چې د پوځ سیاسي کردار دې ختم شي اؤ باید چې هره یوه اداره خپل اییني حد کې دننه فعالیت وکړي.

د پاکستان پوځ مدام دا تورونه رد کړي دي چې ګني د کوم سیاسي ګوند حمایت یا مخالفت کوي.

سیاسي ګوندونوسره د مذاکراتو په هکله د تحریک انصاف ګوند ویاند ویلي چې، د دې مذاکراتو ېواځنی مقصد به دا وي چې په اتمه فرورۍ ترسره شوؤ انتخاباتو کې د پي ټي آي مینډیټ غلا شوی دی اؤ باید دغه مینډیټ یاد ګوند ته واپس ورکړل شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند دا غوښتنې خبریال عبدالله مومند غیر حقیقي ګڼي اؤ وایي موجوده وخت کې د پاکستان تحریک انصاف پوزیشن ډیر کمزوری دی، د ګوند مشر عمران خان اؤ د هغه په میرمن یو شمیر مقدمې روانې دي، دواړه په جیل کې دي.

د ډیوه همکار اورنګزیب خان ته خبریال عبدالله مومند ویلي ،د ګوند اکثرو مشرانو باندې د نهم مئ د اړي ګړي پېښو کې د لاس لرنې تورونه هم دي، اؤ حالات ښیي چې د پاکستان تحریک انصاف اؤ پوځ ترمینځ تر هغه وخته مذاکرات امکان نه لري تر چې موجوده آرمي چیف په خپله څوکۍ ناست وي.

تر دې وړاندې د سینیټ غونډه کې د واکمن ګوند مسلم لیګ(ن) سینیټر عرفان صدیقي تحریک انصاف ته د مذاکراتو بلنه ورکړې وه اؤ ویلې یې وو که چرې پاکستان تحریک انصاف د احتجاج د پاره محمود خان اچکزې سره خبرې کولې شي اؤ مولانا فضل الرحمان سره ناسته کولی شي نو بیا نورو ګوندونو سره مذاکراتو کې ورته څه مشکل دی؟

خو د تحریک انصاف مشران بیا دریځ لري چې موجوده حکومت د ولس په رایو نه بلکې د ټګۍ له لارې واک ته رسیدلی نو ځکه یې دوي د مذاکراتو جوګه نه ګڼي.