ولس ته د ووټونو او پوځ ته د پولو اختیار سپارلو لپاره مو له کوټې تحرک پیل کړی: اېمل ولي خان

د عوامي نېشل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان نن اتوا/ يکشنبې په ورځ د کوټې ښار په ارباب هاوس کې له نورو سياسي مشرانو سره په شريکه خبري کانفرنس کې د شپږ ګونديز ګډ تحريک شروع کولو اعلان کړی.

د اېمل ولي په وينا د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان په هڅو دا ممکن شوه چې شپږ جماعتي اتحاد پېلله کوټې څخه وشوو.‌ نوموړي په دغه مهال ویلي:

" دا اتحاد اول له بلوچستان او بيا په ټول پاکستان کې د هغو بنيادي نقطو لپاره دی، دا اتحاد نه حکومت جوړولو لپاره دی او نه د چا د حکومت د نړولو لپاره دی. موږ نه چا ته سزا ورکولو او نه څوک (عمران خان) له جېل څخه د را ايستلو خبره کوو. د دې اتحاد مسئلې د نور پاکستان له ستونځو څخه جلا دي.٬٬

نوموړي د پاکستان پوځت ته په اشاره کې ویلي ٫٫ چې يو څوک (پاکستاني پوځ) ځان آقا، مالک بولي او د پاکستان اېين يې مات کړی، په رڼا ورځ يې د خلکو اختيار تر پښو لاندې کړی، د دې اتحاد بنيادي مقصد د اېين او قانون سر لوړي ده."

په پريس کانفرنس کې د عوامي نېشنل ګوند د مشرتابه تر څنګ د نېشنل پارټۍ مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ، د پښونخوا نېپ چېرمين خوشحال کاکړ، د جمعيت علما اسلام ف صوبايي مشر مولانا عبدالواسع، د نېشنل ډيموکرېټګ ګوند ايالتي مشر احمد جان، او د هزاره ډيموکرېټک ګوند مشر عبدالخالق هزاره شريک وو.

د نېشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک د خپري کانفرنس په مهال د يوه سوال په ځواب کې وويل:‌" دا في الحال يو خيال دی، او موږ پر دې کار کوو، موږ يوه کميټه جوړې کړې او د دې کمېټې له ناستې پاستې او خبرو اترو ورستو به بيا په رسمي ډول د شپږ ګونديز اتحاد او تحريک اعلان کوو"

اېمل ولي د شپږ ګونديز تحريک اعلان په داسې وخت کې کړی چې په پاکستان کې د تحريک تحفظ اېين پاکستان په نامه تحريک د محمود خان اڅکزي په مشري کې له تيرې څه مودې راهيې روان دی.

ياد تحريک په پاکستان کې د اېين او قانون د بالا دستی، د ووټ قدر بحالول، د عمران خان له جېل څخه د خلاصولو، پوځ د قانون په دايره کې تر خپل اختياره پورې محدوده کولو لپاره د مبارزې ادعاوې کوي.

د هم دې اتحاد اړوند د خبريال د سوال په ځواب کې ايمل ولي وويل، ٫٫ د هغه تحريک مقصد عمران خان وزير اعظم جوړول دي او د دې تحريک مقصد خلک با اختياره کول دي"

نوموړي وړاندې ویلي، " موږ د عوام هغه اختيار غواړو چې دلته د ناستو ګوندونو پخواني مشرتابه له انګريزانو څخه تر لاسه کړی وو او د ووټ اختيار يې و عوام ته ورکړی وو".

اېمل ولي تور پورې کړ چې د پاکستان پوځ په اربونو روپۍ اخيستې او د خلکو ووټ يې سودا کړی او پوځ خپل غلامان استازي ټاکلي. " زه به ووايم غلام هم نه، بلکه کوم چا چې له پوځ سره ښه سودا کړې هغه کاميابه شوی"

خو د پاکستان پوځ په ټاکنو کې د لاسوهنې تورونه د افسوس وړ بللي. د روان کال 2024م د مارچ مياشتې په لومړۍ اونۍ کۍ پوځ په خپل يوه خپور کړي بیان کې ویلي وو،‌ چې پوځ د ټاکنو په بهیر کې یوازې امنیت برابر کړی او پر ضد یې د لاسوهنې تورونه خفه کونکي دي.

" د پاکستان وسله والو ځواکونو خلکو ته د قانون له مخې د عامو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره خوندي چاپیریال برابر کړی او له دې پرته د پاکستان وسله والو ځواکونو له ټاکنو سره هیڅ تړاو نه درلود، د پوځ کور کمانډر اجلاس کې پوځي مشرتابه پر دې خبره خواشیني څرګنده کړې چې د سیاست او رسنیو په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو ځینې وړې برخې د لاسوهنې په بې اساسه تورونو سره وسله وال ځواکونه بدناموي، چې دا ډېره د افسوس خبره ده"۔

ايمل ولي په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې چرته قدرتي وسايل دي هلته د امنيت مسئله جوړه کړل شوې ده، " د نا امنۍ پر نامه زموږ پر قدرتي شتمنيو باندې قبضه ده، د بلوڅ ا وپښتون قام بنيادي مسئله د لا درکه کسانو ده، د هزارګانو په ګډون موږ ټول له هدفي وژنو سره مخ يو. نا امنۍ سره مخ يو، زموږ علما کرام له ترهګرۍ سره مخ دي، او هم داسې نورې مسئلې چې د دې ټولو پر ضد په ګډه سره مبارزه کوو، کله به هم له دې غوښتنو پر شا نه شو او نه به يې کوم قيمت واخلو"

یاد اتحاد شپږ کسيزه کمېټه جوړه کړې چې د هر ګوند به يو يو استازی پکې شامل وي.

کمېټي به د بلوچستان له هرې طبقې او شعبې سره تړلو خلکو سره ويني او دعوت به ورکوي، او دا تحريک به د پاکستان په شپږ صوبو او وفاق کې هم هڅه کوي چې کمېټۍ جوړې کړي او نور ګوندونه د ځان ملګري کړي.