پاکستان وايي، امریکا کې د نيول شوي پاکستاني په اړه د امریکايي چارواکو سره په رابطه کې يُو، او په دغه اړه نورو تفصيلاتو ته انتظار کوو.
د امریکې د انصاف وزارت پرون د سه شنبې/نهې په ورځ ويلي، یو پاکستانی اصف مرچنټ چې د ایران له حکومت سره یې اړیکې لرلې په دې تور نیول شوی دی چې د امریکې په خاوره یې د سیاسي مشرانو او چارواکو د وژلو دسیسه جوړه کړې وه.
د وزارت د معلوماتو ترمخه دغه تن اصف رضا مرچنټ نوميږي، او شاوخوا په 1978م کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې زېږېدلی دی. د وزارت په وينا، مرچنټ ویلي چې په پاکستان کې یې ژوند کولو، بچي او یوه ښځه په پاکستان کې هم لري او په ایران کې هم بچي او یوه ښځه لري.
د پاکستان شخصي خبري ادارې جیو نیوز د شورو / چهارشنبې په ورځ د مرچنټ سي وي یا ریزیومې په ترلاسه کولو کې بریالی شو، چې ترمخه یې په 2010م کال کې په کراچۍ کې په یوه بنک کې برانچ منیجر په توګه کار کاوه.
په دغه سي وي کې ویل شوي چې تر 1,850 میلینه پاکستانۍ روپو یا د شتمنیو پورټ فولیو او مسولیت یې په غاړه لرلو. او پټرولیم، ټیکسټایل، کاغذ، کیمیکلز او فارماسیوټیکل یا دوایانو جوړونې شعبو تجارتی ګاهکان شامل وو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يو لنډ بيان کې وويل، په امریکا کې په ناکامه قاتلانه حمله کې ککړ پاکستاني په اړه مطبوعاتو پوښتنې کړي او دغو پوښتنو ته یې په ځواب کې ويلي،
"مونږ په مطبوعاتو رپورټونه ليدلي دي. مونږ د امریکايي چارواکو سره په رابطه کې يُو او د نورو تفصيلاتو انتظار کوو. مونږ د امریکايي چارواکو بيانونه هم کتلي چې دا روانې پلټنې دي. د رسمي غبرګون ورکولو نه وړاندې، مونږ دې ته اړتيا لرو چې د دغه تن (اصف مرچنټ) تېر وخت وګوور".
د پاکستان د ځايي رسنیو ترمخه، امریکا کې د پاکستان سفارتخانې ويلي، د دغه معاملې جاج اخلي خو کوم رسمي غبرګون یې پرې نه دی ورکړی.
د نیویارک په بروکلین سیمه کې استغاثه یا څارنوالانو د اصف مرچنټ خلاف دغه مجرمانه تورونه اعلان کړي او پر هغه یې تور لګولی چې نیویارک ته د سفر په وخت یې د وژنو لپاره یو بریدګر ګومارلی وو، خو پلان تر عملي کېدو مخکې ناکامه کړل شوی وو.
پر مرچنټ تور لګېدلی دی چې د استخباراتي ادارو دوو پټو ایجنټانو ته یې د برید تر سره کولو لپاره د جون په وروستیو کې 5,000 ډالره له مخکې ورکړي وو او نورې به یې پاکستان ته له ستنېدو وروسته ورکولې، خو هغه د جولای پر 12مه پاکستان ته تر ستنېدو مخکې نیول شوی دی.
د انصاف عدالت په اسنادو کې دا نه دي په ګوته شوي چې د مرچنټ لخوا د وژنو په پلان کې کوم سیاسي مشر په هدف وو، خو د امریکايي رسنیو په خبرونو کې د ایف بي ای د سرچینو په حواله ویل شوي چې په دغو هدفونو کې د امریکا د پخواني صدر ډانالډ ټرمپ نوم هم شامل دی.
خو د امریکې د سپينې ماڼۍ وياندې کیرن جېن پيير د نهې/ سه شنبې په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، امریکا کې د سياسي خلکو د وژنې په سازش کې د انصاف محکمې په روانو پلټنو کې داسې کوم شواهد نه دي ترلاسه شوي، د کوم څخه چې ثابت شي چې د نيول شوي تورن تن تعلق د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د حملې سره دی.
د سپينې ماڼۍ وياندې ويلي، محکمه انصاف په دغه تن فرد جرم لګولی خو د پېښې پلټنې روانې دي.
د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د سپينې ماڼۍ وياند ويلي، چې امریکا د پخوانيو سياستوالو ضد د ایران لخوا د خطرو څارنه کوي، او د دغو خطرو تعلق د ايران د پخواني جنرل قاسم سلېماني د وژنې د بدل/ غچ اخستو سره دی.
قاسم سېلماني د ايران د پاسداران انقلاب اسلامي کمانډر وو، په 2020م کې يوه امریکايي حمله کې وژل شوی وو، د سلېماني د وژنې حکم پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ورکړی وو او ايران بيا د هغه د بدل اخستو اعلان کړی وو.
د عدالتي اسنادو له مخې اصف مرچنټ د روان 2024م کال د اپرېل په میاشت کې څه وخت په ایران کې تېر کړی او بیا له پاکستانه امریکا ته راغلی دی. وایي هغه تن چې اصف مرچنټ ورسره اړیکه نیولې وه په نیویارک کې امنیتي ادارو ته د هغه د پلان په اړه خبر ورکړی وو.
د عدالت په اسنادو کې دعوه شوې ده چې 46 کلن اصف مرچنټ د جون په لومړیو کې په نیویارک کې له مخبر سره لیدلي وو او هغه ته یې د ساسي قتلونو د پلان په اړه معلومات ورکړي وو.