د امریکا صدارتي انتخابي کمپېنونه پدې اوونۍ کې خپلې هڅې او پام څو مهمو ریاستونو یا ایالتونو اړوي چې د نومبر ټاکنو به څوک وګټي په دې کې به مهم رول ولوبوي.
د ډیمو کرېټګ ګوند صدارتي امیدواری کاملا هېرېس چې د نهې په ورځ یې د مېنسوټا ګورنر ټم والز خپل مرستیال صدارتي امیدوار اعلان کړو به د شورو / چارشنبې په ورځ به ویسکانسن او میشي ګن ریاستونو کې انتخابي کمپین کوي.
کاملا هېرېس به په روانه کې په اېریروزنا او نیواډا کې هم انتخابي کمپین کوي.
د امریکا مخکیني صدر ډانالډ ټرمپ مرستیال صدر امیدوار سېنېټر جې ډي وېنس د شورو / چارشنبې په ورځ به هم په به ویسکانسن او میشي ګن ریاستونو کې انتخابي غونډې ترسره کوي. او په روانه اوونۍ کی به په اېریروزنا او نیواډا کې هم انتخابي کمپین کوي.
کاملا هېریس د نهې په سهار خپل مرستیال صدارتي امیدوار د نومولو وروسته په پنسلوانیا کې یوې انتخابي غونډې کې د ټم والز ستاینه او تعریف وکړو.
هېرېس وویل : "ما یو داسې ملګری پیدا کړ چې کولی شي د دې روښانه راتلونکي په جوړولو کې مرسته وکړي، یو داسې مشر چې کولی شي زموږ ملت متحد کړي او موږ سره په پرمختګ کې مرسته وکړي."
هاریس وویل: "ما یو داسې ملګری پیدا کول غوښتل چې مونږ سره د روښانه راتلونکي په جوړولو کې مرسته وکړي، یو داسې مشر چې کولی شي زموږ قام متحد کړي او مونږ سره په پرمختګ کې مرسته وکړي."
ترقي یافته یا متقي خلک د 60 کلن ټم والز چا چې د مینیسوټا د ګورنر په توګه د هغوي د خوښې پالیسۍ عملي کړي د هغه ملاتړ کوي.
د ډیمو کرېټک ګوند سټراټیجي جوړونکې جولي روګینسکي وي او اې ته وویل: "والز یو غیر معمولي انتخاب دی، کوم چې ضرور ګټونکي ریاستونه لکه ویسکانسن، میشیګان او پنسلوانیا رایې ورکوونکي به وهڅوي."
د ویرجینیا پوهنتون د سیاسي علومو پروفېسرې جینیفر لالیس وي او اې ته وویل: وپه والز کې ډیموکرېټانو ته یو لېبرال ترلاسه شو چې د مېنسوټا په کلیوالو او محافظه کاره ولسوالیو کې یې ګڼلې ده، څوک چې ټوپک لري، پوځي تجربه لري او په نېبراسکا کې زیږیدلی دی.
لالیس وي او اې ته زیاته کړه چې والز ” یو محفوظ انتخاب دی خو بور کوونکی نه دی “.
هغې زیاته کړه چې ټم والز د یونینز یا د مزدورانو اتحادیو هم خوښ دی.
مخکې لدې چې د هېرېس کمپین په رسمي توګه والز د دوی د نایب صدارتي امیدوار غوره کولو په توګه اعلان کړي ، د ټرمپ انتخابي کمپین یو بیان خپور کړو چې هغه یې "بې کفایته یا نالایقه لیبرال" وګرځولو.
د ټرمپ د انتخابي کمپین مطبوعاتي سیکرټري کارولین لیویټ په یوه بیان کې وویل "دا د حیرانتیا خبره نه ده چې د سان فرانسیسکو لیبراله کاملا هېرېس غواړي چې د لویدیځ ساحلي غاړې ټیم والز د هغې انتخابي ملګری وي ،".
کارولین لیویټ زیاته کړه : ”والز د کالیفورنیا خطرناکه لېبرال اجنډا په پراخه کچه د خپرولو سره لیوالتیا لري. “
د هېریس د نایب صدر امیدوار لپاره نږدې سیال د پنسلوانیا ګورنر جاش شاپیرو و ، چې د ډیموکرټېک ګوند یو نوي مشر په توګه لیدل کیږي او د صدارتي انتخاباتو لپاره په یوه مهم ریاست کې ډیر ښه ریټنګ یا مقبولیت لري.