لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کاملا هېريس، ټيم وېلز خپل مرستیال صدارتي کانديد اعلان کړو


د ډېموکرېټک ګوند صدارتي امېدوارې کاملا هېريس د منسوټا ګورنر ټيم وېلز خپل مرستیال صدارتي کانديد اعلان کړو. کمپاین ته نزدې سرچينې وايي، د کليوالو او سپين پوستو د ووټونو ترلاسه کولو دپاره یې د هغه انتخاب وکړو.


د رویټرز ترمخه، د هېريس د کمپاين چارواکو په سمدستي ډول پوښتنو ته ځواب نه دی ويلی. د ياد رسمي يا سرکاري اعلان د نهې/ سه شنبې په سهار تمه کېده چې وشي.


60 کلن وېلز د امریکا د ملي پوځ تجربه لري، پخوانی استاز دی، په 2006م کې د ريپبلکن پلوه ضلعې څخه د امریکې د استازو اېوان ته منتخب شوی، او په 2018م کې د مينيسوټا څخه د ګورنر منتخب کېدو وړاندې یې 12 کاله خدمات ترسره کړي دي.


د ګورنر په حېث وېلز يوه پرمخ تللې ايجنډا مخ پر وړاندې وړې، په سکولونو کې یې مفت خوراکونه، د موسمي بدلون د مخنيوی دپاره اهداف، او د مينځنۍ طبقې د خلکو دپاره د ټيکسونو کمول، مينيسوټا کې د کار کوونکو دپاره تنخاګانې ورکول د هغه په اقداماتو کې شامل دي.
د امریکې صدر جوبايډن مرستياله صدره کاملا هېريس د صدارتي امېدوارې په توګه اعلان کړې ده.


د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د ډېموکرېټک ګوند د 2200 نه زیاتو ډېليګېټس یا استازو د کاملا هېريس د صدراتي امېدوارې په توګه د نومول کېدو ملاتړ کړی دی.
د امریکې مرستیالې صدرې کاملا هېرېس په صدارتي انتخاب کې د ډېموکرېټک ګوند د امېدوارې جوړېدو دپاره په غېر سرکاري توګه پوره ملاتړ ترلاسه کړی دی.


د نومبر د پينځمې نېټې د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې به هېريس د ريپبليکن ګوند امېدوار ډانالډ ټرمپ سره مقابله کوي. د ريپبليکن ګوند امېدوار ډانالډ ټرمپ د خپل مرستیال کاندید په توګه د اوهایو ایالت سېنېټر جې ډي وېنس نومولی دی.
(د دې خبر ځينې معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي)

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG