د امریکا نایب صدرې کامېلا هېرېس چې د راتلونکې نوامبر میاشتې په انتخاباتو کې د ډېموکرېټک ګوند نامزده بلل کیږي، او د هغه رېپبلېکن سیال پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د زیارت/پنجشنبې په ورځ په دې اتفاق وکړ چې د سپټمبر په ۱۰مه نېټه به په اې بي سي نیوز تي وي باندې مهمه انتخاباتي مباحثه کوي.
په عین وخت کې یو بل ټي وي چېنل، اېن بي سي نیوز هم د دواړو کمپېنونو سره په دې خبرو لګیا دی چې په یوې ممکنه دویمې مباحثې هم اتفاق وشي.
ټرمپ په یو اوږد خبري کنفرنس کې وویل چې سي بي اېس نیوز د هغه د انتخابي ټکټ د ملګري سنېټر جې ډي وېنس او د هېرېس د انتخابي ټکټ ملګري ګورنر ټېم والز ترمنځ چې دواړه یې د نایب صدر عهدې ته کاندید دي، په یوې جدا مباحثې اتفاق کړی دی.
ټرمپ زیاته کړه چې هغه په فاکس نیوز باندې د سپټمبر په ۴مه یوې مباحثې ته هم راضي شوی و، مګر د هېرېس کمپېن دې مباحثې ته حاضر نشو. یاده دې وي چې فاکس نیوز کې یو شمېر قدمت پسنده مبصرین موجود دي چې د ټرمپ د کامیابۍ پلویان ګڼل کیږي.
د هېرېس او ټرمپ ترمنځ اولنۍ مباحثه چې ورباندې اې بي سي نیوز کې اتفاق شوی، ممکن د آینده انتخاباتو د کامیاب کمپېن دپاره یو ډېر اهم پرمختګ وي، او قریب به یقین سره ویل کیدی شي چې په میلینونو ووټران به هغه نېغ په نېغه ټي وي باندې وګوري. البته تر اوسه په ووټرانو کې ممکن ډېر کم شمېر داسې کسان پاته وي چې لا هم فیصله یې نده کړې چې چا ته به ووټ ورکوي.
SEE ALSO: د امریکې صدارتي انتخابات: ټرمپ او هېرېس په یو بل لفظې ګوزارونه جاري ساتليپه امریکا کې وروستۍ نظرپوښتنې دا څرګندوي چې د ټرمپ او کامېلا هېرس ترمنځ ډېره نږدې سیالي روانه ده او شاید یوه لږه اندازه د هېرېس مقبولیت زیات وي.
مخکې تر دې چې کامېلا هېرس راتلونکو انتخاباتو دپاره د صدارت څوکۍ ته کاندیده شي، جو بایډن د ډېموکرېټک ګوند کاندید بلل کېده. هغه وړاندې تر دې چې د خپلې نامزدګۍ نه د کامېلا هېرېس په ګټه تېر شي، د پخواني صدر او اوسني رېپبلېکن نامزد ډانلډ ترمپ سره یې په ټي وي باندې د جون په ۲۷مه انتخابي مباحثه وکړه.
په هغې مباحثې کې ۸۱ کلن بایډن ډېر کمزوری راښکاره شو او ویې نشو کولی چې د ټرمپ د لفظي ګوزارونو په وړاندې په سمه توګه د خپل صدارت د کارونو دفاع وکړی شي، او کله کله به یې خبرې هم له یاده ووتلې.
د مباحثې وروستو، په بایډن باندې د خپلو ډېموکرېټانو لخوا ډېر فشارونه راغلل چې هغه دې د نامزدګۍ نه تېر شي.
د جولای په ۲۱مه، بایډن د خپلۍ نامزدګۍ نه تېر شو، او سمدستي یې د خپلې ۵۹ کلنې نایبې کامېلا هېرېس د نامزدګۍ ملاتړ اعلان کړ.